منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۰ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان – ترک ښوونځيو مديريتي چارې د ترکيې د پوهنې وزارت ته انتقالېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د ترکيې چارواکي وايي، حکومت يې غواړي د افغان – ترک ښوونځيو مديريتي چارې له يوه خپلواک بنسټ څخه د هغه هېواد د پوهنې وزارت ته ولېږدوي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د ترکیې د پوهنې وزارت مرستیال اورهان ایردم سره وکتل او په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، د پوهنې او لوړو زده کړو د کچې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، د ملي امنیت سلاکار د افغان ترک ښوونځیو په چوکاټ کې د افغان زده کوونکو په روزنه کې د ترکیې جمهوریت د اغېزناک نقش قدرداني وکړه.

نوموړي ترکیه د اسلامي هېوادونو په کچه د ولسواکۍ د ارزښتونو د پاللو د بېلګې په توګه یاده کړه او په هغه هېواد کې یې څه موده وړاندې د پوځي کودتا ناکامي د ترکیې د ستر ملت بریالیتوب وباله.

ده وويل، افغان دولت، د افغان-ترک ښوونځیو د فعالیت دوام او پراختیا د افغانستان د پوهنې د سکتور لپاره ضرور بولي او هیله لري، چې د دې ښوونځیو په چوکاټ کې تر روزنې وروسته افغان زده کوونکي، د ترکیې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د زده کړو لا ډېر فرصتونه ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، د ملي امنیت شورا دفتر به د افغانستان د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د هغو بدلونونو څارنه کوي، چې په پام کې ده د افغان ترک ښوونځیو د مدیریتي چارو په کچه رامنځته شي.

د ملي امنیت سلاکار، د ترکیې د معارف وزارت له مرستیال څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو د اولادونو لپاره دې، د افغان ترک ښوونځیو په چوکاټ کې د وړیا زده کړو د فرصتونو د مساعدولو په برخه کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د ترکیې د پوهنې مرستیال وزیر اورهان ایردم، افغانستان خپل مهم تاریخي ملګری هېواد یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ترکیه د افغان زده کوونکو لپاره، د افغان-ترک ښوونځیو په چوکاټ کې د اسانتیاوو د ډېرولو ترڅنګ، د ترکیې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې هم د زده کړو د فرصتونو پر زیاتولو کار کوي.

د ده په وينا، د افغان ترک ښوونځیو مدیریتي چارې به په تدریجي توګه، له یوه مستقل بنسټ څخه د هغه هېواد د معارف وزارت ته ولېږدول شي او د انتقال دا پروسه به د افغان حکومت تر نظارت لاندې ترسره کېږي.

دى زياتوي، هېواد یې د افغان ترک ښوونځیو د جذب او روزنیزو ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ، د زده کوونکو د میاشتنیو فیسونو پر کمولو او همدارنګه د بېوزلو زده کوونکو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وژل شويو سرتېرو اولادونو لپاره د وړیا زده کړو فرصتونو پر مساعدولو هم کار کوي.

د هغه په خبره، د ترکیې نوې کابینه، د نورو برخو ترڅنګ د افغانستان د پوهنې له سکتور سره د مرستو ډېرولو ته ځانګړې لېوالتیا لري.

د يادولو ده، چې د ترکيې د فتح الله ګولن ډله د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې ښوونځي لري، چې له دې ډلې په افغانستان کې هم د افغان – ترک په نوم ښوونځي يې فعاليت لري.

خو په ترکيې له ناکامې کودتا وروسته، پر ګولن د دې کودتا تور پورې شوى، چې له هغه وروسته، اوس د ترکيې حکومت هڅه کوي، چې د هغه اړوند ښوونځي تر خپل کنټرول لاندې راولي.

په افغانستان کې د افغان – ترک لومړنى ښوونځى په ١٩٩٥ کال کې پرانيستل شوى او اوس يې شمېر تر شلو پورې رسېږي، چې زرګونه زده کوونکو په کې زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه