هرات ښار (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د هرات ولايت نابينايان اندېښنه وايي چې دوى د لوړو زده کړو په برخه کې امکانات او اسانتیاوې نشته.
د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د لومړنيو زده کړو او لېسو امکانات ورته تر ډېره مساعد شوي، خو حکومت تر اوسه پورې د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي موسسو کې د زده کړو امکانات او شرايط نه دي مساعد کړي.
د هرات ښار يوه نابينا محمد رووف حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته د لومړنيو لوړو زده کړو شرايط تر يوې کچې مساعد شوي، خو نابينا وګړو ته د لوړو زده کړو زمينه نه ده مساعده شوې.
هغه زياته کړه: ((کله چې پوهنتون ته ننوتم، د نورو لېسو زده کوونکو په ازموينه کې ښې اسانتياوې درلودې، خو موږ له دې ډول اسانتياوو برخمن نه يو.))
د هرات يوې بلې نابينا فاطمې شمس پژواک ته وويل چې نابينايانو ته د لوړو زده کړو زمينه مساعده شوې، خو د درس زمينه او درسي امکاناتو زمينه ورته مساعده نه ده.
هغه وويل: ((لوړې زده کړې امکاناتو ته اړتيا لري، درسي کتابونه، ثبتي توکي او غږيز کتابتون د نابينايانو غوره اړتيا ده، له بده مرغه چې لا هم ترې محروم دي.))
د مسلکي لېسې ښوونکې او نابينا رويا بهرامي هم د درسي امکاناتو او په دولتي و خصوصي پوهنتونونو کې د لوړ زده کړو زمينې له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.
بهرامي وويل، نابينا وګړو ته د لوړو زده کړو په برخه کې هېڅ ډول تحصيلي امکانات او اسانتياوې نه دي مساعدې شوې.
نوموړي زياته کړه: ((ډېرى نابينايان اړ دي چې خپلې لوړې زده کړې په خصوصي پوهنتونونو کې مخې ته يوسي او هغه کسان چې ليسانس واخلي، په هېڅ ډول ورته د ماسټرۍ زمينه نه مساعدېږي.))
هغه زياته کړه چې حکومت د نابينايانو لپاره د لوړو زده کړو زمينه نه ده مساعده کړې.
هغه وويل، دوى ناتوانه دي او دولت دنده لري چې دوى ته د روزنې او لوړو زده کړو زمينه مساعده کړي.
خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې سيمه ييزې ادارې له ځينو خصوصي پوهنتونونو سره په تفاهم هڅه کوي چې نابينايانو ته د لوړو زده کړو زمينه مساعده کړي.
فرهاد وويل: ((په اکاډميکو بنسټونو کې د تحصيلي زمينې مساعدولو لپاره مو لومړني ګامونه اوچت کړي او اوسمهال د روشن دلانو ښوونځي يو لړ امکاناتو ته اړتيا لري.))
هڅه مو وکړه چې په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرلپسې اړيکو وروسته هم ونه توانېدو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










