اسعداباد (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د کونړ ولايت له لسګونو کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او سرې مرسته وشوه.
د يادو مرستو د وېش پر مهال د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال به د کونړ له څه کم څلور زره کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او سرې مرسته وشي.
هغه زياته کړه: ((٩٦ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ١٨٢ ټنه سپينه او توره سره مې د سږ کال لپاره برابر کړې ده.))
د هغه د معلوماتو له مخې، هر کروندګر ته د پنځه جريبه ځمکې پر سر ٢٥ کيلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او پنځوس کيلو توره او سپينه سره ورکول کېږي.
ساپي هيله وښوده چې سږ کال به له دې سرې او د تخمونو په کرلو سره د غنمو د حاصلاتو کچه دوه برابره شي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل چې په کونړ کې ځمکې لږې دي او کروندګر يې بايد له ځمکې څخه ډېره ګټه پورته کړي.
کونړ د افغانستان د غرنيزو ولايتونو له ډلې څخه دى نو ځکه يې ځمکې کمې دي.
والي پر کروندګرو ټينګار وکړ چې په خپلو ځمکو کې کوکنار ونه کري.
د کروندګرو له ډلې څخه فيض محمد پژواک ته وويل چې د ورته مرستو تر څنګ دې حکومت د دوى لپاره کانالونه او سربندونه هم جوړ کړي.
هغه د يادو مرستو څخه خوښي وښوده چې د حکومت له لوري پر وخت ورکړل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










