کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٥) د "نى" موسسه وايي، چې د روان زېږديز کال په لسو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو په وړاندې د تاوتريخوالي په ځانګړي ډول فزيکي پېښې ثبت شوې دي.
د نى دفتر د رسنيو د څار مسوول صديق الله توحيدي کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ٢٠١٦ زېږديز کال له پيل راهيسې چې اوس يې لسمه مياشت روانه ده، د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو د قتل د ١٣ پېښو په ګډون د تاوتريخوالي ٨٥ پېښې رامنځته شوې دي.
د هغه په وينا، په ياده موده کې ډېر خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د جګړو او نا امنيو له امله د لنډې مودې لپاره د دندو پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.
توحيدي زياته کړه، چې سږ کال ٩٦ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي په کندوز کې، ٧٥ کسان په هلمند کې، ١٠٨ کسان په فراه او ١٣ کسانو په فراه کې خپلې دندې د لنډې مودې لپاره پرېښې دي، چې په تېرو اتو کلونو موده کې ياده اندازه بې سارې وه.
د نى دفتر د رسنيو د څارنې مسوول د يادو پېښو له رامنځته کېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې ياد بنسټ له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي، چې د خبريالانو او د رسنيو د نورو کارکوونکو امنيت خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د هغه په وينا، په داسې حال کې چې د خبريالانو د خونديتوب مقرره د هېواد د ملي امنيت شورا له لوري ترتيب شوې، د حکومت او خبريالانو تر منځ د همغږي کمېټه رامنځته شوې او ولسمشر معلوماتو ته د لاسرسي په اړه حکم صادر کړى، خو بيا هم د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اندازه کمه شوې نه ده.
توحيدي ورته مهال څرګنده کړه، چې د خبريالانو د قتل او د دوى پر وړاندې د تاوتريخوالي د څېړنې په موخه د حکومت، د هېواد رسنيو او د ژورناليستانو د فډراسيون له لوري د ګډ کميسيون په رامنځته کېدو سربېره؛ تر اوسه پورې يادو قضيو ته د لاسرسي لړۍ نه ده پيل شوې او په دې اړه د عدلي او قضايي بنسټونو د کار پايله مشخصه نه ده.
په دغه ناسته کې د زابل ولايت يوه سيمه ييز خبريال احمدولي سرحدي وويل، چې د ځينو چارواکو د فساد په اړه د يو شمېر مطالبو د خپرولو له امله اوسمهال د يادو کسانو له لوري تر ګواښ لاندې دى.
هغه وويل، له حکومت غواړي چې په ولايتونو کې د خبريالانو ستونزو ته ژر تر ژره لاسرسى وکړي، له هغه پرته به په هېواد کې د بيان ازادۍ حق او د رسنيو ازاده فعاليت له ډېر محدوديت سره مخ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










