غزني (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ ټول ښوونځي د درېيمې ورځې لپاره هم د زده کوونکو پر مخ تړلي وو.
د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې وروسته له هغه ټول ښوونځي وتړل شول چې د خلکو په وينا، پوليسو دوه زده کوونکي پر ډزو ووژل.
د يادې ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې د نوم له اخيستو پرته د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تيرې پنجشنبې په ورځ په بازار کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه.
هغه وايي چې تر نښتې وروسته امنيتي سرتېرو تلاشي پيل کړه.
ده وويل: ((د تلاشۍ په وخت کې طالبانو د محمود غزنوي لېسې د نهم ټولګي يو شاګرد فدا محمد نيولی او له ځان سره یې وړى دى.))
سرچينه وايي چې سبا ته يې خلکو بيا په جلګې سيمه کې د فدا محمد جسد پيدا کړى دى.
دغه راز هغه وايي: ((يو بل شاګرد چې کله یې پوليس ليدلي، کور ته يې منډه کړې او پوليسو پرې ډزې کړې او هغه يې د کور په دروازه کې وژلى دى.))
ده وويل چې يادو زده کوونکو د وژنې په غبرګون کې د قره باغ ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
سرچينې زياته کړه، خلکو ګواښ کړى چې تر هغه به دغه ښوونځي تړلي وي څو د يادو وژل شوو کسانو برخليک په ډاګه نه شي.
خو د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي انعام الله پژواک ته وويل چې د طالبانو په هڅونو خلکو د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
هغه وايي: ((طالبانو خلکو ته وويل چې د پوليسو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د مکتبونو دروازې وتړي.))
خو د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد بيا پژواک ته وويل چې په قره باغ ولسوالۍ کې ټول نه، بلکې شپږ ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وايي چې د يادو ښوونځيو د خلاصون په موخه يې پلاوى سيمې ته استولى دى او خلک هم بايد ورسره همکاري وکړي.
د هغه په وينا، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه زده کوونکي د چا پر ډزو کې وژل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل هم د يادو دوو زده کوونکو وژنه تاييد کړه خو زياتوي چې دغه زده کوونکي د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.
امرخېل وايي چې په دې اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په قرباغ ولسوالۍ کې دوى څوک د ښوونځيو د تړلو لپاره نه دي هڅولي.
هغه وايي: ((دغه کار خپله قومي مشرانو او خلکو کړى دى؛ ځکه د پوليسو په ډزو کې پنځه زده کوونکي وژل شوي دي.))
په قره باغ ولسوالۍ کې ټول ۵۶ ښوونځي دي چې ۲۶ يې لېسې دي او پاتې نور يې منځنځي او لومړي ښوونځي دي.
په يادو ښوونځيو کې د نجونو په ګډون نږدې ٣٣ زره کسان زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










