منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ملي او حماسي شاعر ملنګ جان ۵۹ تلين ونمانځل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۷ کتنې

جلال اباد(پژواک،۱۰لړم۹۵): د پښتو ژبې د ملي او حماسي شاعر محمد امين ملنګ جان ۵۹ تلين ونمانځل شو او هم يې په ياد مشاعره جوړه شوه.

په دغه نمانځغونډه او مشاعره کې چې د لړم په ۱۰مه د ملنګ جان له مقبرې سره نږدې د هغه په پلرني کلي چميار کې جوړه شوې وه، ډېره برخه ګډونوال يې ځوان شاعران او د هغه مينه وال وو.

د غونډې ګډونوالو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په حکومت نيوکه وکړه، چې داسې يو ستر شخصيت ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او دا څو کاله يې مقبره هم ړنګه پرته ده.

د بهسودو يو تن قومي مشر او د ملنګ جان د شاعرۍ مينه وال عبدالخليل وويل، چې د ملنګ جان نه په ژوند قدر وشو او نه هم په مړينه.

دی وايي، چې ملنګ جان د پښتنو او افغانانو د يووالي او ويښوالي لپاره ډيره ښه شاعري کړې؛ خو حکومت د هغه دغه ستر کار ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

دغه راز يو بل قومي مشر محمد هاشم دانشيار غوښتنه وکړه، چې بايد د ملنګ جان مقبره بيا ورغول شي؛ ځکه اوس يې وضعيت ډېر خراب دی او د يوه ملي مشر بايد ډېر قدر وشي.

هغه وويل، تر اوسه يې هيڅ حکومتي کس نه دی ليدلی، چې د ملنګ جان مقبرې ته ورغلی وي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ګډون هيچا د هغه ياد غونډه هم نه ده جوړه کړې.

د بهسودو د ځوانانو شورا مشر ويس الدين ابراهيمي پژواک ته وويل، چې دوی هر کال د ملنګ جان تلين نمانځي او په ياد يې غونډه او مشاعره کوي، چې دا ځل يې هم همدا شان غونډه جوړه کړې ده.

د ابراهيمي په وينا، له دغه کاره يې موخه د ملنګ جان د شاعرۍ ژوندي ساتل او هم ځوانو شاعرانو ته د هغه د شاعرۍ په څېر د شاعرۍ کولو احساس ورکول دي.

د يادولو ده چې ملنګ جان په کال ۱۳۳۶ کال کې د ٤٣ کلونو په عمر د موټر چپه کېدو له امله له خپل زوی دوا جان سره د کابل – جلال اباد پر لويه لاره ومړ او وروسته يې مړی په خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور