کندهار (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د زده کوونکو د شمېر د کمښت او د ښوونکو د نشتوالي له امله پنځه بابه نور ښوونځي تړل شوي دي.
دغه ښوونځي په داسې حال کې تړل شوي چې په دغه ولایت کې د نا امنيو او ګڼو نورو ستونزو له امله ١٣٩ نور ښوونځي هم تړلي دي.
د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ښوونځى په ژېړۍ، دوه په پنجوايي او درې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې تړل شوي دي.
صميمي د دغو ښوونځيو د بندېدو لامل په دغو سيمو کې د زده کوونکو کم شمېر او د ښوونکو نشتوالى ياد کړ.
ده زياته کړه: ((له بده مرغه بايد ووايم چې د کندهار د پوهنې رياست که له يوې خوا د بندو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو هڅې کوي، نو له بلې خوا يو شمېر ښوونځي تړي.))
د نوموړي په وينا، په ژېړۍ، پنجوايي او شاوليکوټ کې پنځه بابه ښوونځي ځکه وتړل شول چې هلته د زده کوونکو شمېر هومره نه و، څومره چې په يوه ښوونځي کې ورته اړتيا ليدل کېږي، دغه راز هلته د کدرونو نشتوالى هم جدي ستونزه وه؛ ځکه خلک د نا امنۍ او نورو ستونزو له امله زړه نه ښه کوي چې په لرې سيمو کې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کړي.
صميمي ومنله چې له بده مرغه لا هم د ولسواليو ډېرى اوسېدونکي په خپلو اولادونو زده کړې نه کوي او د درس پر ځاى يې په بزګري، شپني او نورو کارونو بوخت کړي دي.
خو ده وويل د دې لپاره چې د دغو سيمو هغه کم شمېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې نه شي، د هغوى لپاره يې سيمه ييز ټولګي جوړ کړي دي.
نوموړى زياتوي، سيمه ييز ټولګي د کندهار ښار په ګډون په ګڼو هغو ولسواليو کې د يو شمېر مرستندويه ادارو په مرسته ايجاد شوي چېرې چې ښوونځي نشته او يا د زده کوونکو شمېر هومره نه وي چې ښوونځى دې ورته جوړ شي.
د پوهنې رياست دغه وياند دا هم وويل چې د دې تر څنګ په يو شمېر سيمو کې د تړلو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو هڅې کوي او د روان ښوونيز کاله له پيل راهيسې يوازې يو تړل شوى ښوونځى په دامان ولسوالۍ کې پرانيستل شوى دى.
ده يادونه وکړه چې د پوهنې رياست په پلان کې لري چې د ښوونيز کال تر پايله شاوخوا ٣٠ تړل شوي ښوونځي پرانيزي.
خو نوموړى د بندو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو په لار کې د درسي کتابونو کمښت او د ښوونکو نشتوالى جدي ستونزې ګڼي.
ده زياته کړه: ((د کندهار د پوهنې رياست له تېرو څلورو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له سخت کمښت سره مخامخ دى، د پوهنې وزارت څو کاله مخکې يوازې يو ميليون کتابونه کندهار ته ورکړل چې ټول استهلاک شوي او اوس د ګټې اخيستو وړ نه دي.))
دى وايي، سږ کال يې د پوهنې له وزارت څخه دوه ميليونه کتابونه غوښتي، خو د هغوى او د ولايتي شورا د يو شمېر وکيلانو د هڅو په پايله کې يې په دې وروستيو کې يوازې ٢٧٠زره کتابونه ترلاسه کړل.
د ده په خبره، کندهار ته د دغو کتابونو د لېږدولو په برخه کې ملي سوداګر حکمت ښادمن ٥٥٠ زره افغانۍ مرسته وکړه.
صميمي دغه راز خبر ورکړ چې په کندهار کې د کتابونو د کمښت د پوره کېدو په موخه به هغه ٢٧٠ زره کتابونه له پاکستان څخه کندهار ته راوړل شي چې هلته د کډوالو زده کوونکو د ښوونځيو لپاره وړل شوي وو.
دى وايي، اوس مهال چې له پاکستانه هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې، هلته نور دغو کتابونو ته اړتيا نه ليدل کېږي.
دغه راز ده دا هم وويل چې په کندهار کې د ښوونکو کمښت هم ډېر جدي دى او شاوخوا ١٥٠٠ نوو ښوونکو ته اړتيا ده چې پر دندو وګومارل شي.
خو دى وايي، د لنډمهالې حل په توګه يې د حق الزحمې په بڼه د نوو ښوونکو د ګومارلو لړۍ پيل کړې او تر دې مهاله ٥٠٠ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
يوه بله لويه ستونزه چې په کندهار کې د پوهنې په برخه کې ليدل کېږي، د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى دى او شاوخوا ٨٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
صميمي وايي، د دغه ولايت د فعالو ٣٢١ ښوونځيو له ډلې ١٩٠ يې ودانۍ نه لري او په ډېرو ښوونځيو کې ان زده کوونکي خېمې هم نه لري او تر اسمان لاندې زده کړې کولو ته اړ دي.
دى وايي، د پوهنې له وزارته يې ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو غوښتنه کړې، خو منل شوې نه ده او د سږ کال لپاره يې يوازې د ١٦ ودانيو د ترميم ژمنه کړې ده.
د کندهار اوسېدونکي که له يوې خوا د تېرو کلونو جګړې او ناامني د دې ولايت د پوهنې د بهير د ټکني کېدو اصلي لامل ګڼي خو د پوهنې پر وزارت هم نيوکه کوي چې نه يې په تېرو کلونو او نه هم اوس د کندهار د پوهنې بهير ته پاملرنه کړې ده.
دغه راز دوى د پوهنې په رياست کې فساد هم لوى خنډ ګڼي چې له امله يې دغلته د پوهنې بهير وده و نه کړاى شوه.
د کندهار ښار يو اوسېدونکى غلام سخي نوريوال چې له کلونو راهيسې يې د دې ولايت د پوهنې بهير څارلى، پژواک اژانس ته وويل، ډېره خواشينوونکې ده، د دې پر ځاى چې کال په کال بايد نوي ښوونځي پرانيستل شي، ښوونځي تړل کېږي.
دى وايي، له دې حالته ښکاري چې لا هم د ولسواليو خلک زړه نه ښه کوي چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.
د ده په خبره، دا د پوهنې وزارت دنده ده چې د زده کړو د ارزښت په اړه پراخ کمپاينونه تر سره کړي او په ولسواليو کې والدين وهڅوي چې په خپلو اولادونو د کار پر ځاى زده کړې وکړي.
خو دى وايي، چې د پوهنې وزارت په تېرو شپاړسو کلونو کې د کندهار د پوهنې بهير ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې، ځکه دغلته د کتابونو او ښوونکو کمښت، د ١٩٠ ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى او د ١٣٩ ښوونځيو تړل کېدا همدا ګواهي ورکوي.
د کندهار يو بل اوسېدونکى عبدالواسع هڅيال بيا وايي چې په تېرو کلونو کې که څه هم د پوهنې وزارت د کندهار معارف ته پاملرنه نه ده کړې، خو هغه مهال په دې ولايت کې مېشتو بهرنيو ځواکونو او نورو مرستندويه ادارو د پوهنې د ودې په برخه کې پراخې مرستې کړي چې له بده مرغه سمه ګټه ورڅخه وا نخيستل شوه.
د ده په باور، ډېرې دغه مرستې د ځنيو زورواکو له خوا حيف او ميل شوې او يا هم د ولس پر ځاى د شخصي ګټو لپاره وکارول شوې.
دى وايي، په يوه دولتي اداره کې هم فساد د منلو وړ نه دى، خو د پوهنې په رياست کې اصلاً د زغم وړ نه دى، ځکه دا د خلکو د اولادونو له برخليک سره ستره جفا او ملي خيانت دى.
د ده په خبره، په ډېر افسوس سره چې خلک جګړو، اقتصادي ستونزو او نورو ناخوالو هومره ځپلي او د هغوى ټولنيز شعور له منځه وړى چې په خپله هم له حکومت څخه د خپلو اولادونو د زده کړې حقوق نه غواړي او يا يې نه شي غوښتلاى.
کندهار په خپل اوسني تشکيل کې ٤٦٠ ښوونځي لري چې له دې ډلې ٣٢١ يې پرانيستي او شا و خوا ٢٧٠ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
په کندهار کې دوې ولسوالۍ (رېګستان او ښوراوک) داسې هم دي چې اصلاً هيڅ ښوونځي په کې نشته.
د کندهار پوهنتون د يوې سروې له مخې په کندهار کې يوازې ١٨ سلنه ماشومان او ځوانان زده کړو ته لاسرسى لري، خو پاتې ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زدکړو بې برخې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










