کابل (پژواک،١١لړم ٩٥): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په هېواد کې د نشه يې توکو کښت او توليد زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه څو خلک له ديني لارښوونو سره سم د نشه يي توکو له زيانونو خبر کړي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو سازمان له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې (UNODC) سروې د پايلو له مخې چې د روانې مياشتې (لړم) لومړيوکې خپرې شوې په ډاګه کوي چې سږکال افغانستان کې د نشه يي توکو کښت ١٠ سلنه او توليد يې ٤٣ سلنه لوړ شوى او د کوکنارو له منځه وړلو کچه ٩١سلنه رالوېدلې ده.
د سرچينې د معلوماتوپربنسټ، افغانستان کې د کوکنارو کښت د نړۍ په کچه تر ټولو زيات دى، سږکال پر څه باندې دوه سوه زره هکتاره ځمکه کرل شوي وو چې د تېرو پنځلسو کلونوپه نسبت ٢٥سلنه زياتوالى ښيي، دمګړۍ افغانستان کې شاوخوا درې ميليونه کسان په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي.
په کابل کې نن د ديني عالمانو، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو چارواکو او ځينې نورو مسوولينو په دې تړوا جوړه شوې غونډه کې ګډون کړى وو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي په دې ناسته کې وويل چې ناامنۍ، اقتصادي بېوزلي او کډوالي هېواد کې د نشه يي توکو زياتېدا ستر لاملونه دي.
نوموړې افغانستان کې نشه يي توکي ملي او نړيواله ننګونه وبلله او ويې ويل چې افغانستان ددې ستونزې قرباني شوى دى او په دې برخه کې نړيوالې اړينې مرستې ته اړتيا لري.
عظيمي،د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې دې وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره پنځه کلن پلان برابر کړى دى.
مېرمن عظيمي وويل :" له ديني ښاغلو او جيدو عالمانو څخه چې زموږ لارښود دي او خبرې يې د خلکو پر زړونو اغېز کوي او خلک يې پر لارښوونو عمل کوي،غواړم چې د جوماتونو او تکيه خانو له ممبرنو د اسلام سپېڅلي دين په رڼا کې د نشه يي توکو زيانونو په اړه معلومات ورکړي، همداراز له هغوى څخه غواړو چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپل نظرونه له موږ سره شريک کړي."
هغې له رسنيو څخه هم غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو زيانونو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې دې خپل رول ولوبوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني په نننۍ غونډه کې د اسلام سپېڅلي دين په رڼا کې د نشه يي توکو کښت، توليد په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې الله تعالى د نشه يي توکو کښت، توريد او کارول په قطعي ډول حرام ګڼلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د نشه يي توکو کارول انسان په تدريجي ډول وژني او کارونکى يې په خپله، کورنۍ او ټولنه د تباهي په لور بيايي.
نوموړي زياته کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ،له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت سره خپلې هڅې زياتې کړې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف وويل :" شراب، د ټولو نشه يي توکو په سر کې ځاى لري، قطعي حرام دي؛ الله تعالى له دې امله چې د انسان روغتيا تضمين کړي، شراب يې حرام کړي دي، هر ډول نشه يي توکي د شرابو حکم لري، هرڅه چې نشه راوړي حرام دي؛ کوم څه چې الله تعالى حرام کړي دي، کارول يې جواز نه لري؛ توليد، توريد او قاچاق يې حرام دى او ان که چا ته د ډالۍ په توګه ورکړل شي، حرام دي."
نوموړي ددې مطلب په څرګندولو سره چې د افغانستان روانه جګړه له نشه يي توکو څخه تمويل کېږي، له نشه يي توکو سره پر مبارزې يې ټينګار وکړ او ويې ويل که افغان ولس له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې يو موټى شي، د يادو توکو کښت، توليد او استعمال به کم شي.
هغه له ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پوره ونډه واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










