جلال اباد (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش له منګولو راخوشې شوې ۱۹ کسيزه کورنۍ وايي، څو شپې يې په نهاره تېرې کړې دي او اوبه هم په ډېرې سختۍ ورته رسېدې.
دغه کورنۍ چې لس ورځې او شپې يې له داعش سره تېرې کړې، وايي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
ياده ۱۹ کسيزه کورنۍ چې ښځې، ماشومان، ځوانان او يو سپين ږيری په کې شامل دي، اوس د بهسودو ولسوالۍ اړوند د لسمې ويالې په سيمه کې د خپلوانو کره اوسېږي.
دوی وايي، پرته د ځان له جامو يې نور هېڅ هم له ځان سره نه دي راوړي او اوس يې وضعيت ډېر خراب دی.
د دې کورنۍ درې تنه يوه زړه ښځه، يو ځوان هلک او يو کوچنی لا هم نادرکه دي؛ خو ډېر ګومان کېږي چې هغوی به وژل شوي وي.
سپين سرې خاتونه وايي، هلته يې لس ورځې داسې وې لکه د قيامت ورځې، د هوا له لارې د حکومتي بمباريو وېره ورسره وه او د ځمکې له لارې د داعش د درنو او سپکو وسلو وېره درلوده.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ټولې شپې او ورځې يې په نهاره تېرې کړې دي او يواځې ماشومانو ته يې په کور کې د څارويو لپاره وچه کړې ډوډۍ ميده کوله او ورکوله.
د دې کورنۍ يوه بله مېرمن بصري ګل وايي، په کور کې بند پاتې وو او يواځې يې د دروازو په سوريو کې د داعش وسله والو سپين بوټان ليدل او په هوا کې تودې مرمۍ.
دې زياته کړه: ((بس الله ساتلي يو، د توپونو ډزې حکومت کولې، بې پيلوټه به هم بمبار وکړ او د داعش د ډزو غږونه خو نه د شپې غلي شوي او نه هم د ورځې.))
۱۲ کلن نور عالم هم په جګړه کې بند پاتې و چې پلار يې وژل شوی؛ خو ده يې لا مړی هم نه دی ليدلی.
هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې، چې ډېر وېرېدلی او له وېرې سره يې لوږه هم ليدلې او وايي چې هېڅ يې نه شي هېرولی، زياته کړه: ((په سترګو مې هېڅ نه دي ليدلي؛ خو دومره خبرېدو چې مړي کېدل او موږ په نهاره وو، چې بالاخره لس ورځې وروسته راوتښتېدو.))
ماڼوګل چې د دې کورنۍ اوسنی سرپرست دی، وايي چې هلته يې هم لس ورځې په سختو ستونزو کې تېرې کړې دي؛ خو اوس هم حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې.
د ماڼوګل په وينا، دوی د جګړې په لومړي سهار له کوره راوتلي وو؛ خو تر لږ مزل وروسته د جنګ د شدت له امله همالته د خپلوانو کره پاتې شول.
هغه وايي؛ ځکه تر لسو ورځو له خپل کوره نه شوای راوتلی چې د کور تر څنګ يې داعش ډلې قرارګاه جوړه کړې وه او د تګ راتګ هېڅ موقع نه برابرېده.
ماڼوګل په ژړغوني غږ وويل: ((باور په خدای وکړه چې ماشومانو به ډېر تنګ کړو؛ نو بيا به مو ورته وچه ډوډۍ وټکوله او اوبه خو به مو په داسې سختۍ راوړلې؛ موږ خو له کوره نه شو وتلی، کله به چې په هوا کې بې پيلوټه ګرځېده؛ نو يوې ښځې له به مو بوشکه ورکړه او بله به ورته دروازه کې ودرېده او اوبه به يې راوړلې.))
دغه کورنۍ د جګړې له سيمې په داسې حالت کې راوتلې چې مېرمنې يې د شپې په کور کې پرېيښې او نارينه ترې د شپې وتلي دي.
سپين ږيری ملنګ چې دې جګړې يې مېرمن ورکه کړې او يو ځوان زوی او ماشوم لمسی يې مړه کړي، وايي، حکومت ورسره يواځې همدومره ښه کړي چې لاره يې ورته ښودلې چې ځان په دې لاره له سيمې وباسي.
هغه زياته کړه: ((کله چې مو ځانونه د حکومت خوا ته را ورسول؛ نو ويل يې چې تاسو د داعش ملګري ياست، که نه ياست، نو څنګه راخوشي شوئ.))
د دې کورنۍ وضعيت اوس هم ډېر خراب دی، د خپلو داسې خپلوانو کره يې اړولي چې هغوی هم خپله اقتصادي مشکلات لري.
دغه ۱۹ کسيزه کورنۍ نيوکه کوي چې تر اوسه ورسره حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې او لا هم په توره او سپوره پراته دي.
د دې کورنۍ سرپرست ماڼوګل له حکومته غوښته وکړه: ((حکومت دې موږ سره مرسته وکړي، د خېمو مرسته، د جامو مرسته، د لوښو مرسته، د خوراکي موادو مرسته، موږ خو هر څه همالته پرېيښي دي، لا خبر هم نه يو چې کور به مو روغ وي او که سوځېدلی.))
دوی دغه راز پر ملي سوداګرو او عامو خلکو هم غږ کوي چې ورسره دې مرسته وکړي؛ ځکه په خبره يې دومره څه ورسره نشته چې يا پرې ځان پټ کړي او يا يې وخوري.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د پچيراګام په جګړه کې د ټولو کورنيو سروې روانه ده او ډېر ژر به ورته مرستې ورسېږي.
هغه د دې کورنۍ په اړه وويل: ((د دې کورنۍ سروې شوې او ورته له مرستو برابرېدو وروسته به مرستې ور ورسېږي.))
په پچيراګام ولسوالۍ د داعش وسله والو د ډله ييز بريد نن ۱۵مه ورځ ده؛ خو لا هم دولتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې هلته نيول شوي کلي بېرته ونيسي، داعش له لوري برمته شوي کسان راخوشي کړي او يا هم هلته پراته جسدونه خپلو کورنيو ته وسپاري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










