کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د افغانستان لوى څارنوال وايي چې د ښځو سياسي موقف د پام وړ بدلون موندلى؛ خو په کورنۍ کې يې دغه بیا دغه موقف پر خپل ځاى پاتې دى او تر څو چې په کورنۍ کې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه ونه شي، په هېواد کې به د امنيت او ثبات شاهدان ونه اوسو.
د هېواد لوى څارنوال فريد حميدي چې نن يې "د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې" تر عنوان لاندې د افغانستان څارنوالانو عمومي کنفرانس کې خبرې کولې، زياته کړه که په ټولنه کې کله يو سړى مجازات شي، بېرته کور ته ستنېدى شي خو يوه ښځه بيا کور ته نه شي تلاى.
نوموړي زياته کړه چې له مجازاتو موخه د فرد اصلاح او بېرته تولنې ته سپارل دي.
د څارنوالۍ ياد چارواکي په وينا، دا ډول چلند له هغو ښځو سره چې قضايي محکوميت لري، په حقيقت کې د ښځو دو برابره مجازات کولو په معنا دي؛ ځکه په دې ډول مجازاتو، د هغوى موقف په کور او ټولنه کې له منځه وړل شوى دى.
هغه وويل: "که د ښځو له مجازاتو څخه موخه، بېرته کورنۍ او ټولنې ته د اصلاح شوي او ګټور فرد په توګه وړاندې کول وي، په اوسنيو شرايطو کې دا موخه ترلاسه کېداى نه شي."
حميدي د دغه مطلب په ويلو سره چې په محابسو او نظارت خونو کې يې د ښځو دوسيې خپله څېړلې، د هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړه څو قوانينو ته رڼې سترګې او روح ورکړي چې له دې لارې عدالت پلى شي او قوانينو ته جنسيتي ليدلورى ورکړل شي.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې دمګړۍ له عدلي طب څخه غير معياري ګټه اخيستل کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: "د اسلامي قانون په رڼا کې بايد په ډېرو مواردو کې بايد قاضيان د شبهاتو پر مهال حد ساقط کړي، ولي موږ پر شبهاتو حد ثابتوو."
هغه د افغانستان په دولتي ادارو کې د اړينې همغږۍ له نه شتون څخه خبر ورکړ او زياته يې کړه چې دا بنسټونه داسې اجراات کوي چې بايد د هرې ادارې واک په ساتلو سره د هغوى تر منځ همغږي هم رامنځته شي.
لوى څارنوال په کورونو کې د ښځو وضعيت ته په اشارې سره وويل، کومې ښځې چې له کورني تاوتريخوالي سره مخ دي، کله چې حکومتي بنسټونو ته مراجعه وکړي، بايد بل ځل له تاوتريخوالي سره مخ نه شي.
نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه د کورني بنسټونو ړنګېدو په معنا دى؛ په داسې حال کې چې د دې کړنې موخه ښځو او نارينه و ته د دوباره ډاډ، سوکالۍ او ارامتيا ورکول دي.
حميدي زياته کړه چې د ښځو سياسي مقام د پام وړ بدلون کړى دى، خو په کورنۍ کې د هغوى مقام لا پر خپل ځاى دى.
نوموړي دغه مطلب ته په اشارې سره چې افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو ناوړه ځاى بلل شوى، ټينګار يې وکړ: "څو چې په کورنۍ کې له تاوتريخوالي سره مبارزه ونه کړو، په افغانستان کې به امنيت او ثبات ټينګ نه شي."
د هېواد لوى څارنوال ددې مطلب په څرګندولو سره چې افغانستان کې ټول مډالونه د نارينو په نوم دي او لږ شمېر يې د ښځو په نوم نومول شوي دي؛ له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې د ښځو په نوم دې مډالونه، واټونه، ښوونځي او مدرسې ونوموي او هېواد کې د تبعيض د له منځه وړو په برخه کې قانوني عملي کړي.
د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې تاييد کړه چې له ښځو سره تاوتريخوالى په ټولو ځايونو ان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې هم شتون لري.
نوموړي وويل چې اوسمهال تاوتريخوالى يوه عادي ورځنۍ چاره ګرځېدلې او کله چې يو ښځينه زده کوونکې له جنسي ځورونې سره مخ کېږي د نوموړې کورنۍ ته ويل کېږي که تاسې اندېښنه درلوده نو ولې مو خپله لور پوهنتون ته استوله؟
د حکومت د يادو لوړپوړو چارواکو په وينا، دا چلند ان د پوهنتونونو يو شمېر استادانو کې هم ليدل کېږي، خو داسې کسان شته چې چې د دغه هېواد بچيان د خپلې کورنۍ او بچيانو په څېر په درنښت ورته ګوري.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوام په اړه وويل يو لامل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي سبب ګرځي د نارينه و فيزيکي ځواک او د هغوى د ځان لوړ ګڼلو احساس دى.
هغې زياته کړه چې بله خبره د نارينه وو اقتصادي عوايد دي که څه هم ښځي په کورونو کې درانه کارونه کوي، خو دا چې بې معاشه کارکوونکې دي، کور کې واک نه لري.
مېرمن سمر، په کورنيو کې د تاوتريخوالي لاملونه اقتصادي بېوزلي، په زياته کچه زوکړې او د اميندوارۍ پر مهال اړينو خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسى په ګوته کړل.
هغې وويل چې په افغانستان کې ناوړه دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بل لامل دى که ښځې له تاوتريخوالي څخه شکايت وکړي د افغانستان په قضايي او امنيتي ادارو کې د ناوړه انسان په کتار کې شمېرل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










