کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): يو نابينا ځوان چې کلونه يې بينا زده کوونکو ته تدريس کړى، اوسمهال د ماسټرۍ زده کړې کوي او وايي چې غواړي د هڅو او کوښښ له لارې په هېواد کې يو ستر مديريتي پوسټ ته ورسېږي.
شپږ ويشت کلن همايون حکيمي چې د مزارشريف اصلي اوسېدونکى دى، اوسمهال د دنيا شخصي پوهنتون د لومړي ټولګي محصل دى.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په اته کلنۍ کې د چمتووالي له شپږ مياشتنۍ دورې تېرولو وروسته د ښوونځي لومړي ټولګي ته داخل شو او له دويم ټولګي لوستلو وروسته يې د لياقت ازموينه ورکړه او څلورم ټولګي ته داخل شو، له دې وروسته يې خپل ټول درسونه د بريل خط (د نابينايانو ځانګړى خط) په مرسته لوستي دي.
همايون حکيمي زياته کړه چې له څلورم تولګي تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځي عمومي اول نومره و او په همدې امتياز د مزارشريف له دقيقي بلخي له ښوونځي فارغ شوى دى.
دغه نابينا ځوان وايي: ((له ښوونځي وروسته هېڅوک هم زما د زده کړو له دوام سره جوړ نه و، ويل يې چې يو نابينا نه شي کولى چې کوم ځاى ته ورسېمئ، خو ما خپله موخه پرېنښوده، په ستونزو مو د مولانا خصوصي پوهنتون ته لار ومونده او ليسانس دوره مې په برياليتوب سره تېره کړه.))
همايون زياته کړه: ((ډېره لېوالتيا مې درلوده چې خپل تحصيل ته دوام ورکړم، تر دې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په مرسته دنيا خصوصي پوهنتون ته ور وپېژندل شول او اوسمهال په دغه پوهنتون کې په وړيا ډول د ماسټرۍ دورې درس وايم، خو د خپل څښاک او پوښاک لګښت بايد چمتو کړم.))
همايون چې د يوې نهه کسيزې کورنۍ درېيم اولاد دى، وايي چې تر يوه کوچنۍ خور يې هم نابينا ده.
هغه وويل چې پلار يې ټکسي لري، د کورنۍ او دده د تحصيل لګښتونه پوره کوي.
د ښوونکو او د هم دوره ملګرو له لوري ستاينه
د دنيا پوهنتون مشر احمدشاه سنګدل وويل چې په دغه پوهنتون کې ١١ نا بينا محصلين تحصيل کوي چې په ليسانس او فوق ليسانس دور کې زده کړې کوي.
هغه وويل چې همايون حکيمي يو فعال او روڼ اندى ځوان دى چې ځانګړى استعداد لري، خپل درسونه هميشه په ښه ډول مخته وړي.
سنګدل زياته کړه: ((کومه وړتيا چې د دغه نابينا محصل په وجود کې ده، زموږ په ګڼو بينا محصلينو کې نشته؛ ځکه کله چې تازه دغه پوهنتون ته راغى، په ډاګه يې راته وويل، يو شمېر هغو کسانو چې سترګې نه لري، دا وطن يې جوړ نه کړ، خو زه غواړم چې په خپلو نابينا سترګو سره دغه کشور اباد او سوکاله کړم.))
د دنيا پوهنتون د ماسټرۍ دورې د لومړي ټولګې زده کوونکې بهشتې شاهين هم د خپل هم دوره همايون د استعداد او هڅو يادونه وکړه او د هغه هڅې او کارونه يې د وياړ وړ وبلل.
د يوې خپرونې له مديريت د دارالمعملين تر تدريسه
همايون وايي چې له ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو سره د لېوالتيا له مخې يې په ١٣٨٧ کال کې د (خط سبز) په نوم يوه کلتوري او ټولنيزه خپرونه رامنځته کړه.
هغه زياته کړه: ((دا خپرونه مې په خپل شخصي لګښت رامنځته کړه او تر ١٣٩٤ کال پورې يې مديريت را د غاړې و، دا خپرونه د نابينايانو لپاره وه، د يوه ځانګړي سيستم له لارې مې ټايب زده کړ چې د ټايپ پرمهال تلفظ هم کوي، وروسته مې د خپرونو مطالب د همکارانو په مرسته چمتو کول.))
همايون زياته کړه چې له ١٣٩٠ نه د ١٣٩٤ لمريز کال تر پايه پورې مې د سويډن کمېټې په مرسته د بلخ ولايت دارالمعلمين کې د افتخاري استاد په توګه تدريس وکړ.
هغه وويل: ((سره له دې چې ١٢ ټولګی مې لوستى و او تازه مې ليسانس دوره پيل کړې وه، خو دا چې زما زياته مطالعه او وړتيا يې ليدله، نو د ١٣ او ١٤ ټولګيو لپاره يې د تدريس زمينه راته مساعده کړه او ما هم د پنځو کلونو لپاره د دارالمعلمين زده کوونکو ته د ارواپوهنې او اختصاصي ښوونې او روزنې درس ورکړ.))
پر يوه لوړ دولتي پوست د کار کولو پوره کېدونکې هيله
حکيمي زياته کړه چې ماسټرۍ دورې ته په رسېدو يې ثابته کړه چې يو نابينا وګړى هم که چېرته زحمت وباسي او کار وکړي، کولى شي خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او له خپلې وړتيا ګټه واخلي.
هغه وويل: ((په ټولنه کې ذهنيت داسې دى چې نابينايان کمزوري او نيمګړي خلک دي چې بايد ټول عمر د نورو د اوږو بار وي، خو که چېرته نابينايان هڅه وکړي او د نورو له لوري وهڅول شي، نو له معلوليت سربېره هم يو ځاى ته رسېدلى شي.))
دغه ځوان چې له موره نابينا پيدا شوى وايي: ((سره له دې چې نابينا يم، خو په لاس صنايعو په ځانګړي ډول دستکول، جاکټ، جرابو، د ځان مينځنې ليف او پرتوګاښ اوبدلو کې ځانګړى مهارت لرم او يوه اندازه پيسې ترلاسه کوم، کار کوم او غواړم ثابته کړم چې کولى شم، څو چې خپلې موخې ته ونه رسېږم، له خپلو کوښښونو به ډډه ونه کړم.))
همايون وويل چې په پوهنتون کې تدريس، کلتوري او ټولنيز فعاليتونه يې زيات خوښېږي، خو موخې يې تر دې هم لوړې دي او باور لري چې يوه ورځ به خپلې هيلې يعني په هېواد کې يوه لوړ مديرتي پوسټ ته ورسېږي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










