هرات (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): هرات ولايت کې د کتاب لوستلو فرهنګ ته د ودې ورکولو او روجوالو او دغه راز د نوو کتابونو د پېژندنې په موخه؛ د کتاب پنځم ستر نندارتون ترسره کېږي.
د هرات سيمه ييزو چارواکو نن (د لړم ١٣مه) په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه نندارتون به د راتلونکې اونۍ په يکشنبې ورځ ترسره شي.
د يادو چارواکو په وينا، دوى د ياد نندارتون لپاره د لا ډېرو تبليغاتو او د خلکو د ډېر ګډون په موخه نن يوه خبري ناسته ترسره کړه، څو خلک له دغه نندارتون ډېر هرکلى وکړي.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ مشرې اريا رووفيان په دغه خبري ناسته کې وويل، چې اوس هم په هېواد په ځانګړي ډول هرات کې د کتاب لوستلو فرهنګ نه دى عملي شوى او ډېرى خلک يې کتابونه نه مطالعه کوي.
رووفيان په وينا، په وروستيو کلونو کې د ټکنالوجۍ پروګرامونو د مطالعې ځاى نيولى او خلک اوسمهال د کتاب له لوستلو سره ډېره کمه لېوالتيا لري.
هغه زياته کړه، په همدې موخه دوى راتلونکې اونۍ د کتاب لوستلو پنځم ستر نندارتون ترسره کوي، څو له دې لارې خلک په ځانګړي ډول ځوانان کتاب لوستلو ته وهڅول شي.
نوموړي که څه هم ياد نندارتون کې د کتابونو د وړاندې کولو شمېر په ګوته نه کړ، خو ويې ويل چې په دغه نندارتون کې به د نوو ليکوالانو زرګونه جلده نوي کتابونه او زرګونه نور هغه کتابونه چې په تېرو لسو ورځو کې چاپ شوي، ننندارې ته وړاندې شي.
هغه زياته کړه:"په دغه نندارتون کې به بېلابېل ديني، عرفاني، ټولنيز، سياسي،تاريخي، فلسفي، ارواه پوهنې، ټولنپوهنې، ادبياتو، د پوهنتونونو د محصلينو او ښوونځيو زده کوونکو لپاره درسي کتابونه او د لوېديځ لسګونه کتابونه چې درې ژبې ته ژباړل شوي، نندارې ته وړاندې شي."
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ مشرې وويل، چې د دغه نندارتون کتابونه به د پام وړ تخفيف سره وپلورل شي.
ورته مهال د کتاب او خپرندويو ټولنو فرهنګي مسوول احسان الحق اميد احراري په دغه ناسته کې وويل، دوى غواړي چې د ياد نندارتون په ترسره کولو سره د کتاب لوستلو فرهنګ عملي کړي.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې په دغه نندارتون کې د کورنيو او بهرنيو ليکوالانو د بېلابېلو کتابونو او زرګونه جلده نوو کتابونو ٢٥ غرفې نندارې ته وړاندې شي.
هغه وويل، دغه نندارتون به بېلابېلې برخې ولري او د هرات له اوسېدونکو يې غوښتنه وکړه، څو له يادو نندارتون ليدنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










