منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اريانا تلوېزيون خبريال مړى خاورو ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): د اريانا تلوېزيون د خبريال نعمت الله زهير مړى نن  په خپل پلرني ټاټوبي ميدان وردګو کې خاورو ته وسپارل شو.

نن سهار شا وخوا نهه بجې د نعمت الله زهير مړى له کندهار څخه کابل ته په الوتکه کې راوړل شو او د هغه د درناوي لپاره د نوموړي لسګونه خپلوان، همکاران، د رسنيو ټولنې غړي، دولتي چارواکي او د هغه ملګري د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته ورغلي و.

 د اريانا نيوز مسوول شريف حسن يار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نعمت الله زهير د جنازې لمونځ نن غرمه د پغمان ولسوالۍ په "چهلتن" سيمه کې ادا او له هغه وروسته په خپل پلرني ټاټوبي د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالى په سالارو کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

 نعمت الله زهير، پرون سهار د لښکرګاه ښار د دويمې ناحيې په اړونده سيمه کې د ماين چاودنې له امله ووژل شو. سيمه ييز چارواکي وايي چې د اريانا تلوېزيون خبريال د امنيتي ځواکونو له لوري د تازه ترسره شوو عملياتو پايلو څخه د ليدنې په موخه يادې سيمې ته تللى و، چې د سړک غاړې د ماين موخه وګرځېد.

 په دغه پېښه کې د زهير موټر چلوونکى سخت ټپي شوى دى.

 نن د رسنيو فعالانو او خبريالانو او دغه راز سيمه ييزو چارواکو په بېلابېلو غونډو کې د نعمت الله زهير له کورنۍ او د هغه له همکارانو سره خپله همدردي شريکه کړه او د يادې پېښې پر څېړنې د ټينګار ترڅنګ يې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د خونديتوب غوښتنه وکړه.

 په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په هرات ولايت کې ترسره شوي و، د اريانا تلوېزيون خبريال فواد احمدي د يادې رسنۍ په استازيتوب، د هغه له کورنۍ سره د هرات د رسنيو او سيمه ييزو چارواکو همدردي شريکه کړه.

 د هرات والي محمد اصف رحيمي، د نعمت الله زهير له لاسه ورکولو له امله د رسنيو له ټولنې سره د همدردۍ شريکولو ترڅنګ وويل، له دې وروسته به په ولايتونو کې د خبريالانو د خونديتوب د همغږۍ کمېټې فعاليتونو سره؛ يادو مسايلو ته لاسرسى وشي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور