کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): د اروپا په ځینو هېوادونو کې مېشتو افغانان تر دوه ورځنۍ غونـډې وروسته يوه جرګه جوړه کړه.
د دې جرګې يوه غړي شان باچا شينواري د لړم په ١٨مه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په برلين ښار کې جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو لسګونو افغانانو برخه اخيستې وه.
د شان باچا په وينا، د دې جرګې د جوړېدو موخه په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو، هواري، د افغانستان د سولې لپاره هلې ځلې او په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان د لاسوهنو پر ضد مبارزه کول دي.
نوموړي زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو پاکستان د ترهګرو جوړوونکى، مالي او سياسي ملاتړ کوونکى او صادروونکى هېواد وباله.
د جرګې دغه غړي وويل چې دوى به په وخت سره د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې جوړوي او هر کال به جرګې ته نوى اداري پلاوى ټاکي.










