منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شربت ګله: د نړۍ لېوالتیا زما له تصویر سره وه، نه زما له کورنۍ او ژوند سره

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۶۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): افغان مېرمن شربت ګلې له ولسمشر او په پاکستان کې له افغان سفير څخه د مننې کولو ترڅنګ ويلي، د کډوالۍ پر مهال يې له ټولو ناخوالو او شهرت سره سره، خپل افغاني غرور ساتلى او هېڅکله يې چا ته د سوال لاس نه دى غځولى.

مېرمن شربت ګله چې د شنو ښکلو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلی او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، په پاکستان کې مېشته کډواله وه. هغه څو ورځې مخکې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د جعلي تذکرې جوړولو په تور نيول شوې ده.

د روانې اونۍ په پيل کې د خيبر پښتونخوا د پېښور ښار يوې محکمې شربت ګلې ته د ١٤ ورځو د بند سزا ورکړه او څه د پاسه يو لک کلدارې یې نغدي جريمه کړه.

خو نوموړې، نن خپل هېواد ته راستنه شوه او کابل ته را ورسېده.

ولسمشر محمداشرف غني، له نوموړې سره نن په ارګ کې وکتل او هغې ته يې د یوه اپارتمان کیلي ورکړه.

په دې کتنه کې نوموړې له ولسمشر او همدارنګه له ټول ولس څخه د ځانګړې مننې تر څنګ د خپل له کړاو او ستونزو ډک ژوند بيان کړى دى.

هغه زياتوي: "تاسې پوهېږئ او نړۍ هم پوهېږي چې د شربت ګلې ژوند له کوچنیوالي تر اوسه ټوله یوه غمجنه قصه ده. نړۍ ته دېرش کاله مخکې هم زه د خوږ هېواد افغانستان د معصومیت او بېوزلۍ څېره شوم او ‌‌‌‌‌‌دېرش کاله وروسته یې هم د بېچارګۍ او درد."

د دې په وينا، هغه په حقیقت کې د افغانستان د نه ختمېدونکي درد او کړاو داستان ده؛ کوچنۍ وه، یتيمه شوه، ورپسې کډواله شوه، لا دیارلس کلنه وه چې د هغې شلېدلي کالي، چاود مخ او لاسونه او د غربت او بېوسۍ نظر د نړۍ د تماشې تر ټولو مشهور تصویر ګرځېدلی و، مګر هغه ترې خبره نه وه.

هغه وايي: "را لویه شوم، واده شوې وم، د اولادو څښتنه شوې وم او د کډوالۍ په ټاټوبي کې هماغسې له غریبۍ او بېوسۍ سره لاس په ګرېوان وم، چې نړۍ پیدا کړم، مګر بیا يې هم لېوالتیا زیاته د تصویر سره وه، نه زما او د کورنۍ له ژوند سره."

شربت ګلې ويلي، له هغې وروسته ځوانه کونډه او بوره شوه، ٣٨ کلن خاوند او مشره لور يې د تور زېړي ناروغۍ له امله مړه شول، دا هم پر هماغې ناروغۍ اخته شوې چې د دې د خاوند او لور عمرونه یې ورلنډ کړل.

خو هغه زياتوي: "خوښه په دې یم چی له ټولو ناخوالو او شهرت سره سره، ما خپل افغاني غرور وساته او هېڅکله مې هېچا ته د سوال لاس نه دی غځولی."

د دې راستنې شوې کډوالې په وينا، په دې وروستيو کې يې غوښتل چې خپل خوږ وطن ته راشي او په دې موخه يې خپله هغه کوچنۍ جونګړه چې د هغې د مشهور انځور عکاس په مرستې يې پېرلى و، وپلوره، خو په خواشينۍ سره چې د هغې د ژوند تراژيدي يو وار بيا د رسنيو سرټکى شو.

نوموړې سره له دې چې له پاکستان څخه يې مننه کړې، چې ٣٥ کاله يې هغې او کورنۍ ته يې په خپله غېږه کې ځاى ورکړى و، وايي: "زه د وروستیو څو هفتو خاطرې، هغه شر بولم چې زما او د اولادونو به مې په کې خیر ‌و."

دا مېرمن زياتوي: "د خپل هسک څښتن په دربار کې په ميلیونونو ځله شکر دی، چی مونږ اوس د یوه داسې حکومت او ولسمشر څښتنان یو چې د خپلو وګړو دفاع یې لومړیتوب دی، ستاسې ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د خپلو بېخې ډېرو هلو ځلو او ساعت په ساعت زما د احوال اخيستلو سره د یوه فعال ډیپلومات، خواخوږي مشر او واقعاً ستاسې بهتره استازیتوب وکړ."

نوموړې همداراز په پاکستان کې له افغان ډيپلوماتانو نسيم کاکړ او عبدالحميد جليلي څخه هم مننه کړې، چې د هغې د قيد په ټوله موده کې يې هېڅ غفلت نه دى کړى او تل يې د دې د خلاصون لپاره منډې وهلې دي.

شربت ګلې له ولسمشر څخه د يوه اپارتمان د ورکولو د مننې کولو تر څنګ، له هغه غوښتي چې په راتلونکي کې یې له کورنۍ سره مالي مرسته وکړي او د بچيانو د تعليم په برخه کې يې توجه وکړي.

هغې ويلي، غواړي يو خيريه صندوق پرانيزي، تر څو هغه مرستې چې د دې په نوم راځي، د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو پر تعليم ولګول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې