منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو د علماوو له جوړېدونکي نړيوال کنفرانس سره مخالفت وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): وسله والو طالبانو په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د علماوو له جوړېدونکي نړيوال کنفرانس سره مخالفت کړى دى.

د افغانستان حکومت د دغه کانفرانس د جوړېدو په اړه له څو کلونو راهيسې غوښتنې کړې وې، خو څو ورځې مخکې سعودي عربستان ته د حکومت د اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د رسمي سفر پر مهال د سعوي مشرانو د دغه نړيوال کنفرانس له جوړېدو سره موافقه وکړه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د علماوو دغه نړيوال کنفرانس په نږدې راتلونکي کې د سعودي په جده ښار کې جوړ او په کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ديني عالمان ګډون وکړي.

خو وسله والو طالبانو په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د علماوو له جوړېدونکي نړيوال کنفرانس سره مخالفت کړى دى.

د طالبانو د يوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ديني عالمان د امت د انفرادي اصلاح تر څنګ د مسلمانانو د لويو قضاياوو په اړه هم دروند مسووليت لري.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان روانه قضيه که څه هم ډېره پېچلې او له فهم لوړه مسئله نه ده، خو د اسلامي امت د لويو قضاياوو له جملې څخه شمېرله کېږي.

طالبانو ويلي چې پنځلس کاله مخکې په افغانستان کې داسې اسلامي نظام حاکم او سياسي واک يې د ديني علومو د طالبانو او علماء کرامو په لاس کې و، په سياسي، اقتصادي، اجتماعي او د ژوند په هره برخه کې هره پرېکړه د قراني او نبوي ارشاداتو له مخې کېده.

خو د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد د طالبانو پر وړاندې خپله دښمني اعلان کړه، لومړی يې تبليغاتي جګړه پيل کړه، ورپسې يې اقتصادي بنديزونه ولګول او بيا يې يرغل وکړ.

طالبانو په خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د تېرو ١٥ کلونو په جګړو کې دوى بريالي وو او يو شمېر بهرني سرتېري يې له هېواده ايستلو ته اړ کړل.

سرچينې زياته کړې، اوس بهرنيان هڅه کوي چې د دوى مبارزې ته د ګمراه کوونکو تبليغاتو، رواني جنګ، استخباراتي دسيسو، جعلي فتواوو او د سولې په عنوان د سړو جګړو له لارې ماتې ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دا ځل زموږ د دين، هېواد او خپلواکۍ دښمنان غواړي چې د نړۍ علماء کرامو او اسلامي هېوادونو ته په دوکې ورکولو د سعودي عربستان په جدې ښار او يا هم بل هېواد کې د اسلامي نړۍ د عالمانو په نوم او عنوان يو کنفرانس جوړ کړي.))

طالبانو د ټولې اسلامي نړۍ علماء کرامو، په خاص ډول د افغانستان، پاکستان، هند، سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو علماء کرامو ته پيغام ورکړى چې په دغه کانفرانس کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور