کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٥): د ختيځ د پېژندل شوي شاعر علامه محمد اقبال لاهوري د زوکړې د ١٣٩ تلين په مراسمو کې نوموړى داسې يو شاعر وبلل شو، چې په اثارو کې يې يووالى، حرکت او پرمختګ له ورايه ښکاري.
دغه ناسته چې په کابل کې د پاکستان سفارت په نوښت ترسره شوې وه او د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو، کابل کې مېشتو سفيرانو، د پوهنتون استادانو، د علومو اکاډمۍ علمي غړو او فرهنګيانو په کې ګډون درلود؛ ويناوالو د علامه اقبال لاهوري د شعرونو پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست څېړنوال عبدالغفور لېوال يادې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، علامه اقبال د مولانا بلخي له شعرونو په الهام او دغه راز د سيدجمال الدين افغاني له روښانفکرۍ په ګټې اخيستنې لوړ فکر درلود.
هغه زياته کړه: "د اقبال هره کلمه د تبليغ، حرکت او پرمختګ په برخه کې ده، تر دې چې غنايي شعرونه يې هم د حرکت، پرمختګ، منډې، کوښښ او له ژوند سره د مينې او د ژوند جوړولو او له معنويت سره تړلتيا چې له وحيې يې سرچينه اخيسته؛ په اړه دي."
نوموړي زياته کړه، اقبال په خپلو شعرونو ان د سياست او د لوېديځ له لوري د ختيځو هېوادونو د استعمال په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، د علامه اقبال د شعرونو له جملې هغه شعر چې د افغانانو او افغانستان په اړه يې ويلى او هغه يې د "اسيا د زړه" په نوم ياد کړى، د هېواد د فرهنګيانو ترمنځ ښه شهرت ترلاسه کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست سيدکمال سادات هم وويل، د اقبال سترتوب هم د هغه په لوړ فکر کې نغښتى و، چې د خپل ستر او پراخ فکر د لېږد لپاره يې د دري ژبه ټاکلې ده.
د هغه په وينا، د اقبال لاهوري د دولس زرو بيتونو له جملې يې اووه زره په دري ژبه ويل شوي، چې دا په خپله له دري ژبې سره د هغه لېوالتيا په ګوته کوي.
کابل کې د پاکستان سفير سيد ابرار حسين وويل: "علامه اقبال زموږ يوه ګډه پانګه ده او د هغه نمانځل زموږ د ټولو مسووليت دى."
هغه زياته کړه، افغانستان او پاکستان ژورې تاريخي، فرهنګي او جغرافياوي اړيکې لري.
د ده په وينا، علامه اقبال له افغانانو سره ډېره مينه او لېوالتيا درلوده او له همدې امله يې ډېرى شعرونه او ترانې په دري ژبه وې او افغانستان او د سيمې هېوادونو ته يې څو ځلې سفرونه کړي دي.
علامه اقبال په ١٢٥٨ لمريز کال کې نړۍ ته سترګې غړولې او له ٦١ کلونو ژوند وروسته په ١٣١٧ کال کې وفات شوى او بيا په لاهور کې خاورو ته سپارل شوى دى. له نوموړي ډېر مشهور اثار لکه د پيام مشرق، زبور عجم، اسرار خودي، رموز بېخودي، ارمغان حجاز، جاوېدنامه او يو شمېر نور اثار پاتې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










