کندهار (پژواک، ٢١ لړم ٩٥): د کندهار د يو شمېر شمالي ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په هلمند او اروزګان کې د جګړو له پراخېدو سره په دغو ولسواليو کې امنيتي ګواښونه ډېر شوي دي.
خلک وايي، په دې وروستيو کې پر امنيتي پوستو د وسله والو بريدونو زور اخيستى او دغه راز د سړک غاړې د ماينونو چاودنې ډېرې شوې چې ډېر مهال په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
دوى وايي، ان داسې اوازې او خبرونه يې هم اورېدلي چې غورک ولسوالۍ ته په سلګونو وسله وال له وسلو او هغو پوځي وسايطو سره راغلي چې په هلمند او اروزګان کې يې له امنيتي ځواکونو نيولي او غواړي د يادو شوو ولايتونو په څېر جګړه دې ولايت ته هم وغځوي.
ځايي مسوولين او د ولايتي ادارې چارواکي په دغو ولسواليو کې ګواښونه مني، خو وايي هومره جدي او د اندېښنې وړ ځکه نه دي چې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو مرسته ډېره ده او د ځپلو توان يې لري.
غورک د کندهار په شمال کې پرته تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې له کندهار ښار څخه د شاوخوا ١٠٠ کيلومتره په واټن واقع ده.
دغه ولسوالۍ له هلمند او اروزګان ولايتونو سره پولې لري چېرې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ درنې جګړې دوام لري.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد سرور اکا چې تازه يې خپل يو ناروغ د درملنې لپاره کندهار ښار ته راوستلى پژواک خبري اژانس ته وويل، کلونه وشول چې له غورک څخه کندهار ته غځېدلې لار وسله والو بنده کړې او خلک په ډېر تکليف پر اوږدو او پېچلو لارو کندهار ښار ته سفر کوي.
ده زياته کړه، په دې وروستيو کې د هلمند او اروزګان له جګړو سره په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت خراب شوى او د وسله والو بريدونه ډېر شوي دي.
اکا دا هم وويل چې داسې خبرونه يې اورېدلي چې له اروزګان او هلمند وروسته ډېرى وسله وال له وسلو او هغو پوځي موټرو سره چې د يادو شوو ولايتونو په جګړو کې يې نيولي، دې ولسوالۍ ته راغلي او غواړي جګړه کندهار ته هم وغځوي.
نوموړى له حکومت څخه غواړي چې وار له مخه دې د وسله والو د ډېرېدونکو فعاليتونو مخنيوى وکړي، ځکه وروسته به يې مخنيوى ګران کار وي.
د غورک په ګاونډ کې د نېش ولسوالۍ چې له کندهار ښاره شاوخوا ١٦٠ کيلومتره لرې پرته ده، يوه اوسېدونکي محمد حنيف هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې دغلته نه يواځې پر امنيتي پوستو بريدونه ډېر شوي، بلکې د ماين چاودنې هم ډېرې شوي چې هم پوليسو او هم ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
د ده په باور، همدا د دې معنا لري چې وسله والو مخالفينو يو ځل بيا په شمالي ولسواليو کې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.
login or register a new account.