کابل (پژواک ۲۲ لړم ۹۵): د افغانستان او پاکستان ځينو فرهنګي او مدني فعالانو وپتېيله، چې د پولې د دواړو خواوو شته ستونزې به د يوه ګډ فکري بنسټ له لارې څېړي او د حل لپاره به يې عملي چارې پيلوي.
دا څرګندونې، نن د "کلتوري دهلېز: د ولسي تړون او پيوستون" تر سرليک لاندې په هغه دوه ورځني سيمينار کې په ډاګه شوې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ او سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو په مرسته د افغانستان او پاکستان د يو شمېر فرهنګي او مدني مشرانو له خوا په کابل کې جوړ شوی و.
د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې غړي او د سيمينار يوه تنظيموونکي خوشحال روهي وويل چې له کلونو راهيسې د لر او بر پر مېشتو پښتنو د جګړو اور بل دی او د پولې د دواړو خواوو پښتانه په کې کړېږي.
هغه زياته کړه: "لوبه د بل چا روانه ده، خو په لر کې هم زه مرم او په بر کې هم؛ له بده مرغه هم د ترهګرۍ قرباني يم او هم په ترهګرۍ بدنام."
د ده په وينا، که چېرې په افغانستان او پښتونخوا کې مېشت پښتانه لاسونه سره يو نه کړي او خپلې کرکې له زړونو لرې نه کړي، هېڅکله به هم د پرمختګ او ژوند له خوندونو برخمن نه شي، نو له همدې کبله يې ياد سيمينار جوړ کړى دى.
روهي وايي: "په دې دوه ورځني سيمينار به ګډونوالو په کار غونډو کې پر ستونزو، ننګونو، ظرفيتونو، فرصتونو او همکارۍ پر عملي ميکانيزمونو خبرې وکړي او په وروسته برخه کې به کار ډلې او د دواړو غاړو مسوولينو مسووليتونه به وټاکل شي، يو ګډ فکري بنسټ به جوړېږي او عملي کار به پيلوي."
دى زياتوي: "د غونډې ګډونوال به په دې دوه ورځني سيمينار کې شته ستونزې وسپړي، حل لارې به ورته ولټوي او يو داسې ولسي تړون به رامنځته کړي چې د شته ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه اوچت کړي."
له پاکستان نه راغلي قومي مشر او د پاک- افغان دوستۍ تړون بنسټ مشر او د ياد سيمينار يوه تنظيموونکي عالمزېب هم په نننۍ ناسته کې وويل، تېرو درې لسيزو په افغانستان او پاکستان کې پښتانه ډېر له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او د پولې په دواړو خواوو کې پښتانه له خپلو حقه حقوقو بې برخې وو.
هغه زياته کړه: "نور د دې وخت راغلی چې ستونزو ته د حل اساسي لار ولټوو او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړو؛ متاسفانه چې موږ تل ستونزې راسپړو، خو د حل لپاره يې عملي تګلاره نه جوړوو."
په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شينوارې هم په لر او بر کې د پښتنو شته ستونزو په پام سره وويل، پښتانه نه يواځې چې يو قوم دی، بلکې وينه يې سره ګډه ده؛ نو اړتيا ليدل ده چې دواړه په پوره اخلاص يو او بل ته د ورورولۍ غاړه ورکړي.
هغې زياته کړه: "راځئ سره کېنو، خبرې وکړو، حل لارې ولټوو او يو بل ته قناعت ورکړو؛ که چېرې روانو ستونزو ته لار ونه لټول شي، پښتانه به تر دې ډېر د هلاکت کندې ته ورګوزار شي."
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مېشتو پښتنو په استازيتوب ډاکټرې فېروزې خان وويل: "کومې ستونزې چې پښتانه په افغانستان کې لري، په پاکستان کې هم مېشت پښتانه د ورته ستونزو قرباني دي؛ دا يو فرصت دى چې پښتانه سره راټول او خپلمنځۍ سره لږ او ډېرې ستونزه سره حل کړي."
خو تر لږ ځنډه وروسته د سيمينار ګډونوالو پر يو او بر لفظي ګوازونه وکړل.
د پاکستان له سند ايالت څخه راغلي خبريال او د غونډې ګډونوال حسن خان وويل: "پاکستان چې هر څه دی خو پاکستان پاکستان دى، دا بايد ومنو؛ که چېرې پاکستان ته بد ويل کېږي، نو دا د دې معنا لري چې ما پښتون ته بد وايې؛ نو کله چې تاسو د پاکستان متعلق کومه خبره کوئ، نو لږ خو زموږ هم خيال ساتئ."
هغه زياته کړه، موږ بايد خپلې پخوانۍ کارنامې ډېرې يادې نه کړو، موږ بايد په دې اړه سوچ وکړو چې د خپل ځوان نسل د راتلونکي لپاره مو څه کړي؟ نړۍ کوم ځای ته ورسېده او زموږ ځوانان يواځې احساساتي چکې وهي.
خو د ده په ځواب کې د کابل پوهنتون استاد او د غونډې ګډونوال اسماعيل يون وويل، د لر او بر پښتانه بايد هغو دسيسو ته پام وکړي چې د ياد قوم د تباهۍ لپاره په لار اچول کېږي او د حل لپاره يې اساسي تدابير ونيسي.
هغه وويل: "ما چې کله د حسن خان خبرې واورېدې، نو ججوری مې را ډګ شو او ومې ويل، راځه چې بيا حسن خان دا ونه وايي چې چا مې خبرې بدرګه نه کړې، موږ تاريخ لرو، پښتنو وياړلي مشران درلودل؛ د تاريخ هېرول يو ستر سرخوږی جوړوي، توغندي ډېر ژر جوړېږي، خو سړي نه جوړېږي؛ پاکستان توغندي جوړ کړل، خو سړي يې نه لرل؛ نوم يې زموږ د سړيو پرې کېښود."
يون وويل: "غواړم د حسن د خان د خبرو په اړه د ملا محمد عمر تاريخي خبره بيا تکرار کړم، کله چې د طالبانو او امريکا تر منځ جنجال و، نو د پاکستان د کورنيو چارو وزير، مشر ملا ته وويل چې ته دا سړی (د القاعدې مشر اسامه بن لادن ) ورکړه، نو هغه ورته وويل چې داسې کار به وکړو چې په افغانستان کې ډېر حکومتونه بدل رابدل شوي، زه به تاريخ وساتم او ته دې حکومت وساته."
دى زياتوي: "ډيورنډ يوه فرضي کرښه ده، نه چا لاسليک کړې، نه چا منلې او نه يې اوس څوک مني، خير اوس به لږ کمزوري يو، خو داسې يوه چانس ته په تمه يو او هغه دا چې د پاکستان اټومي طاقت هېڅوک نه شي زغملى، که چېرې نړۍ بريد پرې وکړ، نو زه خو به ګوډ او مات حکومت لرم، نو ورمنډه به کړم او پر اټک به خپل بېرغ ورپوم؛ دا يو نادر کار دی، خو د دې نادر چانس په تمه هم يم."
خو د سيمينار په وروستيو کې د پخواني ولسمشر د دفتر رييس کريم خرم وويل، چې لر او بر پښتانه دې په خپل منځ کې د شته ستونزو لپاره اساسي حل لار ولټوي او پر داسې ميکانېزم دې کار وکړي، چې پښتون له بربادۍ وژغورل شي او د پرمختګ په لور روان شي.
هغه زياته کړه: "چين په سيمه کې چې متفاوت فرهنګ او تمدن درلودونکى دی، د پرمختګ په حال کې دى او اسيا به په راتلونکي کې د نړۍ د ستر قدرت پر مرکز بدله شي، نو که چېرې غواړئ چې پښتانه بيا لکه نن هسې قرباني نه شي، داسې عملي تګلاره جوړه کړئ چې بقا مو په کې تنظيم وي او که داسې چې پاکستان پاکستان دى او افغانستان افغانستان؛ فکر نه کوم چې موږ به د خوښيو مخ وګورو."
د ده په وينا، افغانستان او پاکستان دوه جلا جلا دولتونه دي او ځانګړي قوانين لري، خو د پښتون ټبر يو دی او که چې خبرې کېږي، بايد ځينې حساسيتونو ته پام وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال زردشت شمس هم په دې ناسته کې وويل، چې په پاکستان او افغانستان کې مېشت قومونه دې په داسې روحيه يو له بل سره خبرې وکړي، چې د شته ستونزو لپاره حل لار ولټوي او د عملي کېدو لپاره يې اړين اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه:"کله چې د افغانستان له لوري کومه خبري کېږي، مخاطب يې ځانګړې کړۍ ده، نه په پاکستان کې مېشت پښتون ټبر."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










