منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فنلنډ سفيره: افغان مېرمنې د سياسي دسيسو قرباني کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): کابل کې د فنلنډ هېواد سفيره وايي، افغان مېرمنې د سياسي دسيسو قرباني کېږي او افغان حکومت بايد له نړيوالې ټولنې سره د کړو ژمنو په چوکاټ کې د ښځو حقونو د عملي کولو زمينه برابره کړي.

انه مسکانن (Anne Meskanen) دغه موضوع نن د "ښځو په وړاندې د هر ډول تبعيض د لرې کولو کنوانسيون د راپور ورکولو لړۍ، سوله او امنيت په اړه د ملي پلان همغږي، عملي کول او څارنه" تر نوم لاندې ناسته کې په کابل کې څرګنده کړه."

نوموړې په لوړو دولتي بستونو کې د ښځو نه شتون ته په اشارې سره وويل: "موږ له افغان دولت غواړو، څو د ښځو پر وړاندې هر ډول تبعيض له منځه يوسي، افغان مېرمنې ډېرى وخت د سياسي دسيسو قرباني ګرځي او حکومت مکلف دى، څو ښځې د سياست قرباني کېدو ته پرې نه ږدي."

له دې وړاندې په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ښځو حقونو د فعالانو له لوري په دې اړوند اندېښنې څرګندې شوې وې.

پرون د حکومت د کابينې د څلور ښځينه وزيرانو له ډلې يې د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل د ولسي جرګې له لوري استيضاح او د اکثريت استازو د نه باور رايې له امله ګوښه کړل شوه.

د فنلنډ سفيري د يادې ناستې په دوام کې وويل، افغان حکومت بايد په بروکسل ناسته کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د ښځو د پرمختګ په برخه کې د شته خنډونو لرې کولو په اړه ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UN Women) استازي سيد طارق هم وويل، چې دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د هغوى د ټولنيزو ستونزو په اړه اندېښمن دى.

ده زياته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دى، څو په دې اړه د ښځو پر وړاندې د ستونزو او ګواښونو د لرې کولو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٣٢٥ شمېرې د پرېکړه ليک د عملي کولو په برخه کې له افغان حکومت او نورو اړونده بنسټونو سره همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو چارو او د بشر حقونو برخې مشرې خجستې فنا ابراهيم خېل په دغه ناسته کې وويل، حکومت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له موادو سره سم د ښځو د ژوند د ښه والي، ساتنې، مشارکت او د دوى پر وړاندې د تاوتريخوالي څخه د مخنيوي برخو ته ژمن دى.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې د ١٣٢٥ شمېرې پرېکړه ليک چې د "ښځې، سوله او امنيت" تر عنوان لاندې له جګړې وروسته هېوادونو کې د ښځو د ټولنيز وضعيت د ښه والي، امنيت او سوکالۍ لپاره تصويب کړ او افغانستان هم دغه نړيوال سند لاسليک کړى او ويلي يې دي، چې ځان د ياد پرېکړه ليک مادو ته ژمن بولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې