منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هر کال په پنجشېر کې سلګونه ټنه توت ضايع کېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

پاراخ (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): د پنجشېر ولايت د کرنې رياست په دغه ولايت کې د توتو ټولولو لپاره يو پروګرام پيل کړى، څو په دې ډول هر کال د سلګونه ټنو توتو له ضايع کېدو مخنيوى وشي.

د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ رياست، په دغه ولايت ېک د تورو او سپينو توتو سلګونه زره ونې شته چې ډېرې يې د شتل، عنابه او رخه ولسواليو په مرکزونو کې دي.

د پنجشېر توت زيات شهرت لري او د هېواد د مختلفو سيمو اوسېدونکي په اوړي کې د توتو د مېلې لپاره دغه ولايت ته ځي.

د پنجشېر د مرکز پاراخ اوسېدونکي توکل رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د توتو پنځوس ونې لري، خو دا چې د توتو ټولول زيات زحمت او کار غواړي او د دغه کار لپاره اړين امکانات نه لري، له همدې امله يې د توتو ٧٥ سلنه حاصلات ضايع کېږي.

رحماني وويل چې که چېرته دولت د توتو بڼوالو ته داسې جالونه ورکړي چې تر ونو لاندې يې ولګوي او په مرسته يې توت راټول کړي، د دې تر څنګ دې له خلکو سره د بڼونو د احاطو په جوړولو کې مرسته وکړي، څو د خلکو لېوالتيا د توتو له ټولولو سره ډېره شي، ځکه اوسمهال د يو من وچو توتو بيه له ٤٠٠ نه ١٢٠٠ افغانيو پورې رسېږي.

د پنجشېر اوسېدونکي وايي چې د توتو په ټولولو کې تر ډېره ښځې رول لري او ډېر کم نارينه په دې برخه کې کار کوي چې لامل يې نورې بوختياوې دي، خو له امله زيات توت ضايع کېږي.

د بازارک د منجهوره درې اوسېدونکې پنځوس کلنې سيما دې موضوع ته په اشارې سره وويل چې نارينه يواځې د توتو د څنډلو مسووليت لري او پاتې کارونه يې لکه ټولول، وچول، د جال نيول، کور ته يې لېږدول، پر بام هوارول او نور کارونه يې د ښځو پر غاړه دي.

مېرمن سيما وويل چې سږ کال يې د توتو له ٣٣ ونو څخه ١٢ منه توت تر لاسه کړي چې پنځه منه يې په ٤٥٠ افغانۍ پلورلي، درې منه يې د خپلې کورنۍ لپاره ساتلي دي او څلور منه نور يې د خپلې کورنۍ لپاره تلخان کړي دي.

هغې زياته کړه که چېرته يې د خپلو ټولو ٣٣ ونو د حاصل ټولولو توان درلودى، نو له ٣٠ منو زيات توت به يې وچ کړي وو.

د عنابه ولسوالۍ د کور رابعه سيمې اوسېدونکي جان اغا چې د توتو دېرش ونې لري، وايي چې د بېلابېلو لاملونو او امکاناتو د نشتوالي په سبب د توتو ګڼ حاصلات ضايع کېږي او هر کال شاوخوا دېرش منه توت وچوي.

هغه وويل: ((له پخوا نه توت په داسې ساحو کې اېښودل شوي چې لاندې ترې چمن نشته، تازه توت په خاورو را تويېږي، له همدې امله ککړ شوي توت نه شي ټولولى او ضايع کېږي.))

هغه زياته کړه چې د پنجشېر ګڼ خالک د توتو وچولو لپاره مناسب ځاى نه لري، په خلاصه فضا او د بام پر سر وچول يې روغتيايي نه دي، دا چې له سيمې يې د پنجشېر عمومي سړک تېر شوى له امله يې ښځې توت نه شي ټولولى او په سبب يې د توتو ټولولو لپاره د خلکو لېوالتيا کمه شوې ده.

د عنابه ولسوالۍ د مرکز هټۍ وال ګل محمد چې په پنجشېر کې لبنياتو تر څنګ د وچې او تازه مېوې پلورنځى لري، وايي چې په پنجشېر کې د وچتو توتو پلور زيات شوى دى.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ له شپږو تر لسو منو توت پلورم، له خلکو يې له ٤٠٠ تر ٥٠٠ افغانيو پېرم او له ٨٠٠ تر زور افغانيو يې پلورم.))

د هغه په خبره، د توتو اکثره پېرونکي هغه کسان دي چې له نورو ولايتونو پنجشېر ته د تفريح لپاره راځي.

د پنجشېر اوسېدونکي د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ وزارت نه غواړي چې دوى ته د توتو د ټولولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او د جالونو د وېش او نورو برخو مرستې دې وکړي.

د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ رييس محمد رووف يقعوبي تاييد کړه چې د توتو د حاصلاتو څه باندې ٦٠ سلنه حاصلات ضايع کېږي او هر کال د ضايع شوو توتو اندازه څه باندې لس زره ټنه ده.

يعقوبي وويل چې دغه شمېرې د ((اميد بهار)) په نامه خصوصي شرکت وړاندې کړې دي.

هغه وويل چې ياد شرکت د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې د مالي تمويل په مرسته د توتو په فصل کې هره ورځ پنځه ټنه توت پېرل او د جوسو جوړولو لپاره يې کابل ته لېږدول، خو له څه وخت راهيسې يې فعاليت پرېيښى دى.

يعقوبي وويل چې د پنجشېر توت مشهور دي او ښه بازار لري، خو خلک يې تر اوسه په دوديز ډول ټولوي او وچوي، خو د غوره ټولونې او پروسس په برخه کې تر اوسه ورسره کوم بنسټ مرسته نه ده کړې.

هغه وويل چې له شپږو مياشتو راهيسې پر دغه پوسټ ټاکل شوى او پلان لري چې په پنجشير کې د توت ټولولو په برخه کې د ترکيې هېواد له تجربو ګټه واخلي.

هغه زياته کړه چې په ترکيه کې د توتانو تر ونو لاندې جال لګول کېږي.

هغه وايي: ((غواړو د توتو د ټولولو سيستم چې تر ونه لاندې د ځولۍ يا جال نيول دي، بدل کړو، توت خپله په جال کې تويېږي، په جال کې وچېږي او ټوليږي، هېڅ زحمت نه غواړي.))

يعقوبي وويل، ټاکل شوې چې په ١٣٩٦ لمريز کال کې په نمونوي ډول دغه پروګرام د ولايت په څو سيمو کې پلى کړي.

نوموړي زياته کړه، وروسته غواړي چې د مرستندويه موسسو د مرستو په جلب سره دغه پروګرام نورو ولايتونو ته وغځوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه