منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ديني عالمان:د داعش ډلې پر وړاندې جهاد فرض عين دى

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٥): کابل کې لسګونو ديني علماوو د يوې غونډې په ترڅ کې د داعش ډلې کړنې له جنايت ډکې وبللې او د يادې ډلې پر وړاندې يې جهاد فرض عين وباله.

په ياده ناسته کې يوه عالم مولوي سدوزي اغا د هېواد په ځينو ولايتونو کې د داعش شتون او جنايتونو ته په اشارې سره وويل: "د داعش ډلې پر وړاندې جهاد کول فرض عين دى او له ټولو علماوو غواړم، څو د يادې ډلې پر وړاندې سره راټول شي."

ده زياته کړه، د افغانستان اوسنۍ جګړه، کورنۍ جګړه نه ده او د يادې جګړې اصلي طراحان بهرنيان دي.

مولوي سدوزي اغا وويل: "د داعش ډلې ټولې کړنې او اعمال نه يواځې دا چې د اسلام په خلاف دي، بلکې اسلام ته يو سپکاوى دى، دغه ډله له دين استازيتوب نه کوي او ټولې کړنې يې د اسلام خلاف دي."

نوموړي د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې د عالمانو رول اغېزناک وباله او ويې ويل: "عالمان د خلکو له منځه راپورته شوي استازي دي، چې له همدې امله د ټولنې په منځ کې له خاص درناوي او باور برخمن دي او له حکومت سره د سولې په خبرو کې مرسته کولى شي."

د ياد عالم په وينا، اسلام تبعيض او تاوتريخوالى رد کړى او ټينګار کوي، چې هر مسلمان بايد له بل مسلمان سره مناسب او عادلانه چلند وکړي او چا ته بايد زيان ونه رسوي.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازي مولوي عبدالرحمن رحمان وويل، ترهګريزې ډلې د مسلمانانو اصلي دښمنان دي او کوم جنايتونه چې د دوى له لوري ترسره کېږي، په اسلام کې هيڅ ځاى نه لري.

هغه زياته کړه، خلک بايد سره يو شي، څو په هېواد کې اوسنيو ګډوډيو او دغه راز د ترهګريزو ډلو فعاليتونو ته د پاى ټکى کېږدي.

مولوي ورته مهال وويل، د ملي يووالي حکومت مشرانو ترمنځ اختلافونو ديني عالمان هم اندېښمن کړي او د دې کار دوام د خلکو او د جګړې په ډګرونو کې د امنيتي ځواکونو د روحيې د کمزورۍ کېدو لامل کېږي.

د هغه په وينا، د سيمې څو هېوادونه د هېوادوالو د فکرونو د بدلون او د هېواد د قومونو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو په هڅه کې دي.

د يادې غونډې يوه ترسره کوونکي مولوي بشير احمد وويل، په دغه غونډه کې د هېواد د ٢٥ ولايتونو ديني عالمانو ګډون کړى او ټاکل شوې، چې د "جمعيت تقوا افغانستان ګوند" د رامنځته کولو په موخه خبرې وکړي.

هغه زياته کړه: "دولت په ملي او نړيوالو پروګرامونو کې د عالمانو رول ته ځانګړى پام نه دى کړى، د عالمانو ترمنځ هم اتفاق او يووالى شتون نه لري، نو له دې امله د يوه او واحد غږ د پورته کولو او دغه راز په نظام کې د رول درلودو لپاره د يوې سياسي لړۍ رامنځته کولو ته اړتيا ده."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور