کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، چې د حکومت په کابينه کې بدلونونه د هېواد ستونزې نه شي حلولى، د واک انحصار او يو محورۍ ته بايد د پاى ټکى کېښودل شي، څو د افغانستان ټول خلک په واک کې ځان شريک وبولي.
نوموړي نن په کابل کې د جمعيت اسلامي افغانستان ګوند د يوه پخواني مشر عبدالحى الهى د مړينې ديارلسم تلين کې د خبرو پر مهال وويل، چې په دې وروستيو کې په حکومت کې د څېرو د بدلون په اړه خبرې اترې کېږي، چې د حکومت په کابينه کې بدلون يو عادي او قانوني کار دى او هيڅ کومه ستونزه په کې نه تر سترګو کېږي.
خو مسعود زياته کړه چې د حکومت په کابينه کې بدلون د هېواد ستونزې نه شي حلولى، بلکې ذهنيت، فکر، جوړښتونه، نيت او د لارې نقشه بدله شي او حکومت د انحصار ساتلو او د واک له متمرکزه کولو سره هېواد له ستونزو نه شي ايستلى او دغه ستونزې به پر خپل ځاى پاتې وي.
د احمدشاه مسعود بنسټ مشر د حکومت مشرانو ته په خطاب کې وويل: "که چېرې ځانونو کې بدلون نه شى راوستى، دا به غوره وي چې په جوړښتونو کې بدلونونه رامنځته کړئ، ځکه کله چې تاسو په خپله بدلون ونه کړئ نو بايد جوړښت بدلون وکړي، څو خلک ځانونه د تصميم نيولو په ايينه کې وويني."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوس په فردي توګه د پرېکړو ترسره کولو وخت تللى، زياته کړه چې د هېواد ټول خلک حق لري او بايد يو انډول رامنځته شي، څو افغانستان يو نسبي سولې او ارامۍ ته لارمه ومومي، که چېرې انډول او تعادل شتون ونه لري نو په هېواد کې د به د موازنې ساتل ډېر ستونزمن وي او دغه کار بيا افغانستان د بحران پر لوري بيايي.
مسعود پر دې خبرې د ټينګار ترڅنګ چې جهادي مشران په دغه برخه کې ډېر مسووليت لري، وويل چې جهادي مشرانو تر اوسه پورې خپل مسووليتونه په ښه توګه نه دي ترسره کړي.
د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال او د حراست او ثبات شورا د مشرتابه پلاوي غړي محمد يونس قانوني د عبدالحى الهي د کړنو په اړه وويل، چې له عبدالحى الهي علمي اثارو بل څه نه دي پاتې او دا کار به يوه ستره جفا وي چې ملي وياړونه په يوه قوم، ولايت او تنظيم او کومې ډلې پورې وتړو.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې له عبدالحى الهي ٢٢ اثار پاتې دي، وويل ياد ستر عالم کله چې جبهې ته وارد شو نو د احمدشاه مسعود له لوري ورته ښه پاملرنه وشوه او هغه مهال يې د هېواد له ناموس څخه د ساتنې په موخه په يوه لاس کې توپک او په بل لاس کې قلم و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










