منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د ریحان له ګلونو د شاتو د تولید بریالۍ تجربه ترسره شوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): په کندهار کې د مچيو يوه فارم لرونکي د لومړي ځل لپاره د ريحان له ګلونو د شاتو ترلاسه کولو بريالۍ تجربه کړې چې ډېر ستايل شوي او ان سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم صادر شوي دي.

د دغو شاتو ځانګړتيا دا ده چې کم ګلوکوز او ښه خوند لري او د شکرې ناروغان يې هم خوړلاى شي.

د کندهار د کرنې رياست مسوولين هم وايي چې د ريحان له ګلونو د شاتو د ترلاسه کولو تجربه په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې شوې چې د شاتو د توليد په برخه کې لويه لاسته راوړنه ده.

دغه کس چې د لومړي ځل لپاره يې له ريحان څخه شات ترلاسه کړي عبدالباري نومېږي چې په ډنډ ولسوالۍ کې د شاتو د مچيو د روزنې فارم لري.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، پنځه کاله مخکې يې د شاتو د مچيو د روزنې کار له ٤ صندوقه را پيل کړی چې اوس يې شمېر ٣٥٠ صندوقونو ته لوړ شوى دى.

ده زياته کړه، تر دې وړاندې په کندهار کې د شاتو د مچيو روزنه هېڅ رواج نه وه، خو د لومړي ځل لپاره يې پيل ده وکړ چې وروسته نورو خلکو هم دغه کار ته مخه کړه.

نوموړى اوسمهال نه يوازې په خپله مچۍ روزي، بلکې د تکثير په موخه پر نورو هم مچۍ پلوري.

عبدالباري وايي، تېر کال يې له خپل فارم څخه ١٥٠٠ کيلوګرامه شات ترلاسه کړي چې د هېواد تر څنګ پاکستان او نورو عربي هېوادونو ته هم صادر شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې لړ کې يې ځينې تجربې هم کړې او د لومړي ځل لپاره يې د ريحان له ګلونو څخه د شاتو ترلاسه کول کشف کړل چې د مني په موسم کې ترلاسه کېږي.

د ده په خبره، پخوا به يوازې د پسرلي په موسم کې شات توليدېدل، خو اوس د هغه له دغه کشف سره د مني په موسم کې هم شات توليدېږي.

ده وويل، د ريحان شاتو اوس هومره ارزښت موندلى چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته چې د شاتو د مرکز په توګه پېژندل کېږي هم صادر کړي دي.

عبدالبار وايي، دغه شات په افغانستان نه، بلکې په ټوله نړۍ کې څوک نه لري، ځکه د ريحان کښت يوازې په کندهار او هلمند کې کېږي.

؛نوموړي زياته کړه چې د ريحان بوټى هندوستان ته صادريږي چې هلته ورڅخه د درملو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي، نو ځکه يې شات هم د ډېر ارزښت وړ دي.

خو دغه فارم لرونکي ګيله وکړه چې دا هر څه يې په يوازې ځان کړي، حکومت نه ورسره د وسايلو مرسته کړې او نه يې هم د ده شاتو ته له هېواده بهر کوم مارکېټ موندلى دى.

ده وويل، په کندهار کې د کرنې رياست هومره امکانات او اسانتياوې نه لري چې د شاتو د مچيو له فارم لرونکو سره مرسته وکړي، ځکه خو د مچيو د امراضو د درملنې په موخه په خپل شخصي لګښت تر کابله ځي او هلته درمل او نور اړين توکي اخلي.

عبدالباري وايي حکومت کولاى شي له دوى سره د شاتو په معياري پېکينګ او له هېواده بهر د مارکېټ په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

د کندهار ولايت د کرنې رياست د ترويج مدير انجنير محمد الله هم وايي چې د ريحان له ګلونو د شاتو د تر لاسه کولو تجربه په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې شوې چې د شاتو د توليد په برخه کې لويه لاسته راوړنه ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د بېرې له شاتو وروسته ريحان تر ټولو ښه شات دي چې د يوه کيلوګرام بيه يې ٦٠٠ افغانۍ ده.

دى وايي، دغه شات ښه ذايقه، روښانه رنګ او کم ګلوکوز لري او د شکرې ناروغان يې هم کارولاى شي.

د ده په خبره، له دې سره اوس د مچيو فارم لرونکي کولاى شي په کال کې دوه فصله (پسرلى او منى) شات تر لاسه کړي په داسې حال کې چې پخوا به يوازې د پسرلي په موسم کې شات توليدېدل او د مني په موسم کې به فارم لرونکو خپلې مچۍ پاکستان ته وړلې.

نوموړي زياته کړه، د مني په موسم کې د ريحان له ګلونو پنځه ځله عسل کشي کېږي او مچۍ په هرو ١٠ يا ١٢ ورځو کې شات توليدوي.

محمد الله دا هم وويل چې په کندهار کې د شاتو د مچيو روزنه په ١٣٩١ کال کې له ٤ صندوقونو پيل شوې چې تر دې مهاله يې ډېره وده کړې او اوس يې شمېر ٣١ فارمونو ته رسېدلى چې ټول ١٣٧٠ صندوقه مچۍ لري.

د کرنې رياست د ترويج مدير وايي، د شاتو د مچيو د روزنې ډېر فارمونه د کندهار ښار تر څنګ په ډنډ، ژيړۍ، ارغنداب، ميوند او نورو ولسواليو کې دي.

د ده په خبره، هر کال ١٠- ١٥ نوي فارمونه جوړېږي او هره مياشت لسګونه کسان د کرنې رياست ته ورځي او د شاتو د مچيو د روزنې د فارمونو په اړه همکاري او مشورې غواړي.

نوموړي ومنله چې د کرنې رياست د امکاناتو او اسانتياو د نشتوالي له امله په دې برخه کې خلکو ته يوازې فني مشورې ورکړې او هغوى يې هڅولي چې د شاتو د مچيو روزنې ته مخه کړي.

دى وايي، په دې برخه کې يې ولسواليو ته سفرونه کړي او د دې تر څنګ يې له نورو بوټو هم د شاتو د تر لاسه کولو تجربې کړي چې د لايچي ونې او د زيرې بوټي يې د يادونې وړ دي.

د ده په وينا، د کرنې رياست د شاتو د مچيو د روزنې د ترويج په موخه تر دې مهاله ٣٥٠ کسانو ته روزنه ورکړي او دغه راز يې يو شمېر کسان مرکز کابل ته هم د روزنې لپاره لېږلي دي.

نوموړى په کندهار کې د شاتو د مچيو د روزنې مخ پر ودې حالت ته په کتو وايي چې دغه ولايت به ډېر ژر د هېواد په کچه د غوره شاتو د توليد په يوه مرکز بدل شي، خو دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې حکومت دلته په دې برخه کې پاملرنه ډېره کړي او له فارم لرونکو سره مرستې وکړي.

ده خبر ورکړ چې تېر کال په کندهار کې ٨ زره کيلوګرامه شات توليد شوي، خو سږ کال به يې کچه تر دې هم ډېره وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه