منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښاري نظم د کمپاين په پایله کې به د جلال اباد ښار پاک او منظم شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۵ لړم ۹۵) : د جلال اباد ښار د پاکوالي او سمبالښت کمېسيون مسوولين وايي چې د کمپاين پر مهال به په دغه ښار کې شته ګډوډي ختمه کړي او پلې لارې به د خلکو پر وړاندې پرانيستل شي.

د ښاري نظم مسوولينو د لړم په ۲۶مه د ولايت مقام رسنیو په دفتر کې د يو کنفرانس پر مهال وويل چې په جلال اباد ښار کې يې د ښار پاکولو او نظم په موخه پراخ کمپاين پيل کړی دی چې په ترڅ کې یې له پنځه سوه اويا رېکشو ګازډبې ښکته کړې دي.

هغه زياته کړې، له اهو شرکته پرته يې د ريکشاوو جوړولو ټولې کمپنۍ بندې کړې، پلې لارې او سړکونه يې د تګ راتګ لپاره پرانیستي او دغه کمپاين لا دوام لري.

د دغه کنفرانس پر مهال جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې سرپرست امر عبيد اغا وويل چې د ننګرهار والي په لارښوونه يې په جلال اباد ښار کې د پاکوالي او نظم په موخه اجراات پيل کړي چې ګڼې لاسته راوړنې لري.

د هغه په وينا، د دغه کمپاين پر مهال يې پلې لارې د تګ راتګ لپاره خلاصې کړې، د موټرو د بېځایه درېدو مخه يې نيولې ده او له قانون څخه سرغړوونکي هټۍ وال يې جريمه کړي دي.

د چاپېريال ساتنې رييس فضل الربي حميم وويل چې دغه کمېسيون د خپل فعاليت پر مهال د پنځه سوه اویا ريکشاوو څخه ګازډبې خلاصې کړې چې په ښار کې پنځلس سلنه ريکشاوو کې کمښت راغلی دی.

ده زياته کړه، د کمېسيون د پرېکړې له مخې له اهو کمپنۍ پرته د ريکشاو جوړولو پر اوه دېرش کمپنیو بنديز لګول شوی دی.

د ترافيکو مديريت مرستيال وويل چې له ښار څخه يې د غير قانوني هډو ايستل پيل کړي، خو د ځينو سياسيونو، مخورو او غير مسوول کسانو له خوا د دوی فعاليت مخنيوی کيږي.

هغه زياته کړه چې له سرغړوونکو موټر چلوونکو يې شاوخوا شپږ ميليونه افغانۍ د جريمې په توګه ټولې کړې او د دولت بوديجې ته يې لېږلې دي.

د ترانسپورټ رياست استازي وويل چې د ښاري نظم په موخه يې د جلال اباد ښار څلورو خواوو ته  د ولايتونو او ولسواليو لپاره د موټرو منظمې هډې جوړې کړې؛ خو د هډو ټيکه دارانو په دې ځمکه کې سوداګریز مارکېټونه او هټۍ جوړې کړې او ترافيکي بهير ستونزو سره مخ کړی دی.

د هغه په وينا، د ترانسپورټ اداره په جلال اباد ښار کې په قانوني ډول پارچې ورکوي او عوايد يې افغانستان بانک ته سپاري.

د هډو اتحاديې استازي وويل چې په ننګرهار کې د موټرو اويا اتحاديې شتون لري چې شرکتونه يې ماليات دولت ته نه ورکوي.

ده دغه راز زياته کړه، که ښاريان قانون ته غاړه کېدي سياسیون او مخور د واسطو او زور څخه لاس واخلي په لږ وخت کې به د جلال اباد ښار بڼه بدله شي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي عمران الله پژواک اژانس ته وويل چې د رېکشاوو زياتوالى او د ښار پر سړکونو کراچيو والا د ښار نظم ګډوډ کړى و.

هغه له ښاروالۍ او نورو اړوندو مسوولينو مننه وکړه چې په دې برخه کې يې اقدامات پيل کړي دي.

د يادولو ده، ډېر کله د جلال اباد ښار پاکوالي او منظموالي په خاطر د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين ورته کمپاينونه ترسره کوي؛ خو د وخت په تېرېدو بيا سړکونه د پليو خلکو او موټرو پر وړاندې همداسې بنديږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه