منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“غربي نړۍ کې ځينې کړۍ هڅه کوي چې اسلام د افراطي دين په توګه معرفي کړي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل(پژواک، ۲۶ لړم ۹۵): کابل کې د جمعيت اصلاح لخوا د جوړې شوې ناستې ګډونوالو وويل چې اسلام د اعتدال دين دى، خو په غربي نړۍ کې ځينې کړۍ هڅه کوي چې د افراطي دين په توګه يې معرفي کړي.

دغه ناسته نن په کابل ښارکې د شاوخوا ٣٠٠ تنو په ګډون جوړه شوې وه.

د جمعيت اصلاح د مرکزي زون مشر مولوي مظهرالدين فايض په دې ناسته کې وويل :" زموږ د دې کنفرانس  د جوړېدو موخه داده چې نړيوالو ته وښيو چې اسلام ميانه رو دين دی، خو په غرب کې ځينې استخباراتي کړۍ او جريانونه په دې هڅه کې دي چې د ځينو مسلمانانو ناسمو کړنو ته په پام اسلام بدنام او د يو افراطي دين په توګه معرفي کړي."

  د افغانستان  د علماوو شورا غړي دوکتور فضل الهادي وزين هم په دې ناسته کې ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل :"که تاسو ښه وګورئ د نړۍ د هر دين په پيروانو کې د افراطي او تفريطي نظريو خاوندان شته، خو دا د دې معنی نه لري چې د فلان دين ځينې پيروان افراطي دي نو د هغوی دين افراطي دى."

د هغه په وينا، دا د مسلمانانو دنده او مکلفيت دی چې د دې ډول خوځښتونو پر وړاندې خپل ليدلوري په ښکاره ډول وړاندې او له خپل مبارک دين څخه دفاع وکړي.

ده پرته له دې چې د کومې رسنۍ نوم واخلي، ويې ويل چې افغانستان کې ځينې رسنۍ "ډېرې تفريطي" خپرونې لري او دا کار په ټولنه کې د افراط د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور