جلال اباد (پژواک، ۳۰ لړم ۹۵): موټر چلوونکي د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له پنځه ګونو دولتي ادارو د فساد شکايت کوي، بلخوا څارنوالي وايي چې د تورخم د فساد په اړه يې څېړنې پيل کړې او ډېر ژر به يې پايلې اعلان کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ مسوولين هم وايي چې د تورخم سرحدي ښارګوټي په پنځه ګونو دولتي ادارو کې پراخ فساد موجود دی.
د معلوماتو له مخې، په تورخم ښارګوټي کې د سرحدي پوليسو کميساري، د تورخم ښاروالۍ، د تورخم ګمرک، د تورخم ترانزيټي تله او د تورخم ترانسپورټ ادارې وجود لري چې تر ډېره ترې د بار وړونکو موټرو چلوونکي شکايت کوي.
د موټر چلوونکو شکايتونه
احمد چې د ټېلر موټر چلوونکی دی، تازه يې اوړه له پاکستانه راوړي وو او د ننګرهار په ګمرک کې يې د ګمرکي محصول په خاطر موټر درولی و، له پژواک اژانس سره یې په خبرو کې وويل چې له تورخمه هاوخوا يې پاکستانيان او دېخوا يې د افغانستان بېلابېلې ادارې ځوروي.
دی وايي، له تورخم مزي له راتېرېدو سره سم ترې سرحدي پوليس پيسې اخلي، د ګمرک پوليس، د ترانسپورت اداره او د ګمرک تلې مسوولين پر بېلابېلو نومونو پيسې اخلي.
نوموړي زياته کړه: ((پوليس خپله پيسې نه اخلي، واړه هلکان يې درولي هغوی رانه پيسې اخلي چې ور يې نه کړې؛ نو پوليس دې بيا نه پرېږدي حتی وهي مو، د ګمرک پوليس هم په يو او بل نوم پيسې رانه اخلي، تله کې خو چې وګوري چې اوړه بار دي پنځه زره او شپږ زره روپۍ درنه اخلي.))
د احمد د موټر تر څنګ ولاړو نورو موټر چلوونکو چې مايک او کمرې ته یې له خبرو ډډه کوله، د هغه د خبرو پر مهال د تاييد سرونه ښورول او يو نيم به يې لا ((د هغه کمېشن کار خبره هم وکړه، هغه پوليس چې وهلی یې وې، هغه هم ورته ووايه، پوليس له دوو زرو کلدارو کمې نه اخلي)) او ورته نور غږونه یې هم غبرګول.
له دې سره همهاله د يو بل ټېلر چلوونکي ګلاب شاه له پژواک سره خبرو مې تر ډېره د تورخم ښارګوټي اړوند د تلې له مسوولينو شکايت درلود.
دی وايي، د تلې مسوولين چې د اوړو ټېلر وګوري که يې زيات وزن بار کړی وي او که نه؛ خو د اضافي وزن پيسې ترې اخلي.
نوموړي زياته کړه: ((بېګاه چې راتېرېدم؛ نو ښه يې زما موټر وزن کړ، وزن يې پوره و، علم خبر يې هم د پوره وزن و، ويل يې چې پيسې راکړه، پنځه زره کلدارې يې رانه واخيستې بيا يې راخوشی کړم، هاوخوا رانه سرحدي پوليسو هم اخیستې وې، د ګمرک پوليسو رانه هم واخيستې، په تله کې د ترانسپورټ د پرچې بېلې پيسې اخېستل کېږي د ښاروالۍ بېلې، بس چور تالان دی چې د چا څنګه وسه رسېږي هماغسې کار کوي.))
سبزعلي چې په خپل موټر کې سمنټ بار کړي وو، وايي، کله چې له تورخم بندر راتېر شوی، تر جلال اباد ښاره ترې په بېلابېلو نومونو شل زره کلدارې تللې دي.
دی وايي: ((نورې کيسې خو ډېرې دي؛ خو د کانټې (تلې) کيسه ډېره سخته ده، غرمه وه چې را ورسېدم، زما موټر يې وزن کړ، ۷۵ ټنه و، ويل يې زيات دی، علم خبر مې ورته وښوده، ويل يې دا غلط دی، بيا يې ويل چې موټر دې تېز راوستی دی، موټر مې په ورو راوست؛ خو بيا يې هم قناعت ونه کړ، بيا يې ويل چې د شپې راشه؛ نو کله چې د شپې لاړم، بيا درې زره افغانۍ يې رانه واخيستې موټر يې راخوشی کړ.))
د خلکو د استازو شکايت:
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری په تورخم کې د پراخ فساد په اړه له ډېرو ويناوو په تنګ راغلی او وايي، په دې اړه خبرې کول راته شرم ښکاري.
هغه پژواک ته وويل: ((د پخواني والي د مولوي عطاءالله لودين په وخت کې زه تورخم ته د څېړنو لپاره واستول شوم، فساد موجود و، ما راپور وړاندې کړ، کومه پايله يې معلومه نه شوه، د تېر والي د کندوزي صېب په وخت کې هم لاړم؛ خو هېڅ پايله يې ورنه کړه، دا معلومات مې څارنوالۍ سره شريک کړي، امنيت سره مې شريک کړي، نور نو ما ته هم ځان د تورخم د فساد په اړه په څه ويلو بد ښکاري.))
زمري دا هم وويل چې هلته فساد په پراخه، ښکاره او لوړه کچه وجود لري چې مخنيوی يې يو قاطع هوډ، کلکې ارادې او پراخو صلاحيتونو ته اړتيا لري.
د ولايتي شورا بل غړی اسرارالله مراد هم وايي چې د تورخم سرحدي ښارګوټی د اداري فساد ستره منبع ده او په دغه فساد کې له مرکزه هم يو شمېر چارواکي شريک دي.
هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د تورخم د کميسارۍ پوليس (سرحدي پوليس) له هرې لارۍ تر دريېو زرو پورې پيسې اخلي او په هرو ۲۴ ساعتونو کې له دغه بندره لږ تر لږه ۵۰۰ لارۍ موټر تېرېږي چې دا د دغې کميسارۍ لپاره د عايد يوه ستره سرچينه ده.
مراد په تورخم کې د تلې په اړه وايي: ((ترازو خو دوه کاره کوي، يو دا چې ډېرې لارۍ همداسې بې پارچو پرېږدي او بله دا چې پيسې لږې ليکي او اخلي ترې ډېرې نو دا بيا د فساد او پيسو ګټلو يوه ښه سرچينه ګڼل کېږي.))
نوموړی دغه راز وايي چې د تورخم ښاروالۍ هم په فساد کې ښکېله ده او هلته د سړک سر کراچيو، دوکانونو او حتی بار وړونکو کراچيوانانو نه هم پيسې اخلي؛ خو ډېرې کمې يې د دولت بوديجې ته حواله کوي او نورې ټولې خپلو کې سره تقسيموي.
د ولايتي شورا دغه غړی د تورخم ګمرک هم له فساده خالي نه ګڼي او دغه راز هلته د ترانسپورټ پر مديريت هم نيوکه کوي چې له خلکو په بېلابېلو نومونو غیر قانوني پيسې اخلي.
د ولايتي شورا بل غړی اصحاب ولي مسلم هم مني چې په تورخم کې فساد موجود دی او بايد مخه يې ونيول شي؛ خو دا يې د مخنيوي لاره هلته د شته ادارو د ټولو کارمندانو پر يو وخت تغيير ګڼي.
دی وايي، تورخم کې له تلې نيولې تر دروازې پورې ټولې ادارې په فساد کې ښکېلې دي او زياتوي چې دغه ادارې د يو بانډ په توګه په ګډه کار کوي.
د ننګرهار استيناف څارنوالۍ څېړنې
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس څارونکی احمد ولي هاشمي وايي چې په تورخم ښارګوټي کې يې د فساد په اړه پراخه څېړنه پيل کړې چې ډېر ژر به يې پايله د رسنيو له لارې له ولس سره شريکې کړي.
هغه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال دا هم تاييد کړه چې په تورخم کې شته ټولې ادارې په فساد کې ښکېلې دي.
هاشمي د خپلو څېړنو په اړه ډېر جزېيات نه ورکوي؛ خو وايي، پخوا دوه ځلې دوی هلته بررسي کړې، چې په لومړۍ هغې کې يې ۳ تنه هغه کمېشن کاران نيولي چې په زور يې د تورخم په تله کې له بار وړونکو موټرو له درېيو زرو نيولې تر شپږو زرو کلدارو پيسې اخيستې.
څارنوال هاشمي وړاندې وويل: ((د تورخم په اړه د لومړني پلاوي په څېړنو کې موږ درې کسان ونيول، يو څه نور يې تښتېدلي دي، کوم چې نيول شوي، دوی په ښکاره اعتراف کړی چې له خلکو يې په زوره له درېيو زرو تر ۶زرو پورې پيسې اخيستې او موږ چې کله ونيول نو شاوخوا ١٨٠زره کلدارې هم ترلاسه شوې وې چې له خلکو يې اخيستې وې.))
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس ډاډ ورکړ چې د تورخم ښارګوټي اړوند په ټولو ادارو کې د فساد په اړه يې د لوی څارنوال په سپارښتنه او ډاډ پراخه بررسي پيل کړې او ډېر ژر به يې پايلې د رسنيو له لارې له خلکو سره شريکې شي.
خو هغه په دې اړه د جزئياتو ورکړه له وخته وړاندې خبره ياده کړه او ټينګار يې درلود چې د پايلو له بشپړېدو سره به يې سم معلومات خپاره شي.
د ننګرهار چارواکي
د تورخم د تلې مسوول فضل الربي له پژواک سره په خبرو کې هلته پخوانی فساد تاييدوي؛ خو وايي اوس دا ځکه هلته استول شوی چې د فساد مخه ونيسي.
دی وايي، فساد له پخوا موجود و چې پخوانی مشر يې هم ځکه له دندې ګوښه شوی او ډاډ ورکوي چې تر دې وروسته هېڅوک فساد نه شي کولی.
هغه غوښتنه وکړه چې که له هر موټر چلوونکي پيسې وغوښتل شي، ده ته دې معلومات ورکړي، چټګ ګام به پورته کړي.
بلخوا که څه هم د تورخم پخوانی ښاروال د اداري فساد په وجه له دندې ګوښه شوی او څارنوالۍ ته معرفي شوی؛ خو دغلته نوی ښاروال وايي چې له فساد سره يې کلکه مبارزه پيل کړې او نورې رغنيزې او د ښاروالۍ اړوند چارې يې هم ګړندۍ کړې دي.
د تورخم نوى ښاروال حاجي عبدالمتين وايي، له ورتګ سره سم يې يو ميليون افغانۍ په بانک کې اضافه کړې، د کثافاتو په برخه کې يې د خلکو د شکايتونو پر اساس اقدام کړی، د ګلدانونو رنګ و روغن يې هم پيل کړی او زياتوي چې نور ډېر کارونه به هم ترسره کړي.
د ننګرهار د ترانسپورټ رييس ډاکټر محمدايوب شرافت که څه هم نه ردوي چې په تورخم ترانسپورټ مديريت کې دې فساد موجود نه وي؛ خو وايي دوی يې هر وخت څارنه کوي او تر ډېر يې اداره کنټرول کړې ده.
دی وايي، د ترانسپورټ اړوند داسې کومې پيسې نشته چې جوړ جاړی دې په کې وشي؛ ځکه دغه اداره محصول ټولوي او محصول تر ډېره معلوم وي.
پژواک هڅه وکړه چې په تورخم کې د ګمرک د مدير حاجي شعيب نظر د ننګرهار د ګمرک رييس محمد حامد بابکرخېل او په تورخم کې د سرحدي پوليسو کميسار محمد قسيم اعظم شينواري نظر واخلي، خو هغوى له خبرو ډډه وکړه.
د ولايتي ادارې اقدام
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی په تورخم کې د فساد په اړه وايي چې د والي په لارښوونه د ننګرهار څارنوالۍ له لوري يوه پراخه سروې پيل شوې او ډېر ژر به په دې اړه يو اقدام وشي.
نوموړی وايي چې په تورخم فساد يوه لويه او د ډېر وخت موضوع ده او په اړه يې يوه حل لاره پيدا کول او يا دغې ستونزې ختمول هم ډېر وخت ته اړتيا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










