منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يونسکو:افغانستان کې ١١ ميليونه کسان نالوستي دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٥): د ملګرو ملتونو روزنيز، علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو)، د سواد زده کړې په برخه کې افغان حکومت پر کمې پاملرنې تورنوي او وايي، اوسمهال په دغه هېواد کې ١١ ميليونه کسان بېسواده دي.

په افغانستان کې د يونسکو استازې پاتريشا مک فيليپس ((Patricia McPhillips دغه موضوع، نن په هغې غونډه کې چې د سواد زده کړې په برخه کې د ځينو غيردولتي فعالو بنسټونو څخه د ستاينې په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه؛ څرګنده کړه.

نوموړې د سواد زده کړو په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د افغان حکومت پر کمې پاملرنې د نيوکې ترڅنګ وويل، په تېرو پنځلسو کلونو کې د حکومت له لوري د سواد زده کړې ته لومړيتوب نه دى ورکړل شوى.

د مېرمن فيلېپس په وينا، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ١١ سلنه کسان چې عمرونه يې له ١٥ کلونو زيات دي (د هېواد ٣٤ سلنه نفوس)، نالوستي دي، چې د لوستلو او ليکلو مهارت نه لري، چې په دې ډلې يې ډېرى برخه ښځې تشکيلوي.

نوموړې څرګنده کړه، چې په کليو کې د ښځو د بېسوادۍ کچه د نارينه وو په پرتله څو برابره لوړه ده او اوسمهال اټکل کېږي چې د کليو ٤٠ سلنه نارينه او ٦٣ سلنه ښځينه نالوستي دي.

هغې زياته کړه، په افغانستان کې تر اوسه پورې بېسواده يوه ستره ستونزه بلل کېږي او بايد يادې موضوع ته جدي پاملرنه وشي.

پر دې سربېره نوموړې وويل، يادې ادارې له پوهنې وزارت سره يو ګډ پروګرام په پام کې نيولى، چې له مخې به يې تر ٢٠٣٠ زېږديز کال پورې د څو هېوادونو په همکارۍ لکه جاپان، فنلنډ او سوېډن؛ ټول افغانان د علم له نعمت برخمن شي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، په دغې ناسته کې د يونسکو او پوهنې وزارت له هلو ځلو ستاينه وکړه او د سواد زده کړو په اړه يې وويل، هيله منده ده چې د ياد پروګرام په پلي کېدو سره به بېسوادي له هېواده کډه وکړي.

هغې زياته کړه: "که کله هم ټول افغانان باسواده شي، نو د خپلې ټولنې په پرمختګ او سولې ټينګښت کې به مهم رول ولوبوي."

د پوهنې وزارت سرپرست وزير اسدالله حنيف بلخي هم وويل، د ترسره شوو احصاييو له مخې، د هېواد ٤٠ سلنه خلک باسواده دي او پاتې نور ٦٠ سلنه خلک د لوست او ليک سواد نه لري.

نوموړي زياته کړه، ياد وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سواد زده کړې پروګرامونه ترسره کړي او دغه راز يې د سواد زده کړې د فعاليتونو په موخه له وزارتونو او خپلواکو ادارو سره ١١ قراردادونه لاسليک کړي دي.

د يادې ناستې په وروستيو کې د "بي بي ګل ستاينليک" چې د يونسکو له لوري له بېسوادۍ سره د مبارزې په برخه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې له لوري د هلو ځلو په وياړ نومول شوى دى، درېيو غيردولتي بنسټونو (سنايي پراختيايي موسسې، حنفي تعليمي موسسې او د کابل پوهنتون معلوماتي مرکز) ته ورکړل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه