منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“دولتي ارګانونه له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي کې کمزوري دي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

 شبرغان(پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د  جوزجان ولايت يوشمېر مېرمنې وايي چې دولتي ادارې په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي په برخه کې د خلکو عامه پوهاوي کې کمزورې دي چې له امله يې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

دغه مېرمنې ادعا کوي چې په ځينو مواردو کې يې په بلخ ولايت کې ليدلي چې يو شمېر ملا امامان هم په خپلو ورځنيو تبليغاتو کې له کوره بهر د ښځو کار کول ردوي.

 د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالې سايرې شکيب سادات وويل:((ما په خپلو غوږونو واورېدل چې يوه ملا امام د شبرغان ښار د يوه جومات له لارې  په خپلو ديني تبليغاتو کې خپلو مخاطبينو ته وويل: هره ښځه چې د وظيفوي چارو د تر سره کولو لپاره له کوره بهر ووځي، کافره ده.))

نوموړې په ولسواليو کې د عالمانو شورا غړو، حج او اوقافو رياست کار ډېر کمزورى وباله او ويې ويل چې ځينې ملا امامان سره له دې چې دولتي تنخوا اخلي، خو د خپلو ناسمو تبليغاتو له لارې خلک بې لارې کوي.

مېرمن سادات زياته کړه، په داسې حال کې چې  د اسلام دين ښځې ته د سوداګرۍ اجازه ورکړې، خو يو شمېر ملا امامان له کوره بهر د ښځو کار کول بد بولي او ټولنه وروسته پاتې والي ته سوق کوي.

هغه وويل:(( په اکثره ولسواليو کې د ارشاد، حج او اقافو مدير داسې شخص دى چې له خپلو حقونو هم خبر نه دى، نو څنګه به نورو ته سمه لارښوونه وکړي.))

د جوزجان ولايتي شورا غړې حليمې صدف وويل چې تېرې دورې ښځې ته په ځانګړي درناوي قايلې وې، هغوى ته يې په درناوي کتل، په داسې حال کې چې خو کلي پرېږده په ښارونو کې هم د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د خلکو دغه استازې زياته کړه:((موږ د ولايت په چوکاټ کې د جنډر په نامه يو پوسټ لرو، په دې پوسټ کې يې يو نارينه ځاى پر ځاى کړى، يا د جوزجان ولايت په کچه کومه داسې تحصيل کړې نجلۍ يا ښځه نشته چې دا څوکۍ ورکړل شي.))

 هغه په فيض اباد ولسوالۍ کې د يوې نجلۍ او هلک وژنې ته په اشارې سره وويل چې د دې نجلۍ پلار په خپله څېړنه کې اړوندو چارواکو ته ويلي دي:(( لور او وراوره مې وو، پر دوى مې د وژلو حق درلود."

نوموړي د اړوندو چارواکو نه د پوښتنې تر څنګ وويل چې ايا يو پلار دا حق لري چې د خپلې لور ژوند پاى ته ورسوي؟

په ورته وخت کې د ارشاد، حج او اوقافو رياست يوه چارواکي مولوي محمد عالم مسکين يار وويل:(( که چېرته يو امام په رښتيا سره هم د اسلام له دين نه خبرتيا ولري ناسمې څرګندونې نه کوي، شريعت د ښځو او نارينه حقونه په ګوته کړي دي او په دې برخه کې څه ستونزه نشته، خو که چېرته ښځه د شرعي احکامو له رعايت پرته د کور له محدودې پښه بهر کړي، ناسم کار دى.))

 نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له شرعي ليد لوري ښځه له کوره بهر د کار کولو اجازه لري که نه؟ وويل که چېرته ښځې د يوه کار د تر سره کولو لپاره له محرم پرته له کوره ووځي، له شرعي اړخه حرام کار دى.

د جوزجان ولايت مقام د امنيت او حقوقي چارو کارپوه عبدالجبار عثماني پژواک ته وويل چې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل په ټولنه کې د قانونيت، ټولنيز او عدالت له نشتوالي او د قانون په پلي کولو کې د دولت له کمزورۍ سرچينه اخلي.

 هغه زياته کړه چې خلکو او کورنيو ته د ذهنيت ورکولو لپاره په لرو پرتو سيمو کې د خلکو لپاره کار نه دى شوى، په اکثره کلو او لرې پرتو سيمو کې لا هم  د يوه  خان يا ملک حکم چلېږي.

هغه په ډاګه کړه :((کله چې په يوه کلي کې د کلي ملک د نجلۍ لپاره مهر يوه اندازه پيسې وټاکي، د سيمې ملا يې د قانون په توګه نافذوي او عملي کوي يې.))

خو د جوزجان ولايت د ښځو چارو مشرې نجيبې قريشي وويل چې د ذهنيت ورکولو لپاره په اطرافو او حتى ښار کې کارونه شوي دي او په خبره يې که چېرته نن يوه ښځه له خپلو حقونو د دفاع لپاره درېږي، دا په دې معنى ده چې هغې د ذهنيت ورکولو له دې پروګرام نه ګټه اخيستې ده.

نوموړې زياته کړه چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٩٦ پېېښې له ښځو چارو رياست سره ثبت او راجستر شوې چې ١٠ يې د وژنې، ٦ د ځان وژنې، ٢٦ د واده په نيت له کوره د تېښتې، ٥٤ د وهلو رټلو او پاتې يې حقوقي اړخ لري.

مېرمن قريشي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل د ځوانانو د برخليک په ټاکلو کې د ځوانانو نه ور ګډول، د کورنيو د پوهاوي د کچې ټيټ والى، بېوزلي، جبري وادونه او ځينې نور موارد دي چې په اوسنيو شرايطو کې خلک ورسره مخ دي.

هغې وويل:(( په نننۍ ټولنه کې مهر په مطلق دول نجونو سهم دى، خو تر اوسه هېڅ داسې مورد په ياد نه لرو چې نجلۍ ته يې دې مهر تسليم شوى وى.))

 د جوزجان پوهنتون محصلې شل کلنې تبسم پژواک ته وويل چې د ښځو د حقونو د پوهاوي په اړه د ناستو او پروګرامونو جوړول ګټور دي، چې که د ولسواليو په کچه تر سره شي، اغېز به يې لا زيات وي.

هغې زياته کړه چې تر ښارونو زيات د لرو پرتو سيمو ښځې او نجونې ذهنيت جوړونې ته اړتيا لري.

د تبسم په وينا چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د روحانينو، مخورو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو همکارۍ ته اړتيا لري، خو ددغه کلتور د عامېدو لپاره بايد ټول په ګډه کار وکړي، څو په ټولنه کې خپل موثريت او ګټه ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې