منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي: رسنۍ دې د ټولنيز مصوونيت په برخوکې د حکومت ملاتړ وکړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل(پژواک، ۳ ليندۍ ۹۵): حکومتي چارواکي د ټولنيز مصوونيت په برخه کې د رسنيو مرسته غواړي او ژمنه کوي چې دوى به هم له قانون سره سم رسنيو ته اطلاعات په واک کې ورکوي.

دغه څرګندونې د اطلاعاتواو فرهنګ، عامې روغتيا، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو نن کابل کې په يوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيالې مژګان مصطفوي په دې ناسته کې وويل چې رسنۍ د حکومت او خلکو تر منځ د پل حيثيت لري؛ نو ځکه اړينه ده چې د خپلو خپرونو ډېر وخت د ټولنيز مصوونيت برخو ته ځانګړى کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې له رسنيو غوښتل شوي چې له ساري ناروغيو لکه اېډز، سل، زيړي او نورو سره د مبارزې،د نشه يي توکو له زيانونو د خلکو په خبرتيا، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي، د بېسوادۍ له منځه وړو، د انسان قاچاق د مخنيوي، د چاودېدونکو توکو له کارونې د مخنيوي، له پېښو سره د مبارزې، د ښاري ژوند فرهنګ د ترويج او د قوانينو پلي کولو په برخو کې د حکومت ملاتړ وکړي او په دې برخو کې اړينې خپرونې ولري. 

مژګان له اړونده وزارتونو هم وغوښتل چې په دې برخو کې له رسنيو سره خپله همکاري لا پياوړې او اړين معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

دې وايي چې رسنۍ بايد په هېواد کې رامنځته شوو پرمختګونو په اړه هم بايد راپورونه خپاره کړي .

هغه زياتوي:"رسنۍ پر ټولنيز نظام او خلکو لوړ تاثير لري، له بده مرغه چې نړيوالو ته له افغانستان نه يواځې د جګړې او تاوتريخوالي انځور وړاندې کېږي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ډېر پرمختګونه هم لرو."

دا په داسې حال کې ده چې ډېرې کورنۍ رسنۍ د نورو مسايلو تر څنګ د سياسي، اقتصادي، بيارغونې او نورو پرمختګونو په اړه راپورونه خپروي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چوپړ د وړاندې کولو چارو مرستيالې ناجيه طارق هم په نننۍ ناسته کې له رسنيو وغوښتل چې په هېواد کې د نشه يي توکو د زيانونو او بېلابېلو ساري ناروغيو د وقايې په اړه خلکو ته اړين معلومات ورسوي.

هغې وويل:"له رسينو زموږ توقع داده چې د روغتيايي پيغامونو په خپرولو، د ټولنيزو ستونزو په مخنيوي او بېلابېلو ناروغيو د وقايې په اړه معلومات خپاره کړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مالي او اداري مرستيال سيد فيصل حسيني په نننۍ ناسته کې د رسنيو پر اغېزمنتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې د رسنيو له لارې د نشه يي توکو له زيانونو د خلکو خبرول، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر موثريت لري.

 هغه وويل:"په افغانستان کې نشه يي توکي يوه ملي او نړيواله ستونزه ده، مخنيوى يې يواځې زموږ او د څو وزارتونو دنده نه ده؛ دا چې ستونزه ملي ده نو اړينه ده چې هر څوک په دې برخه کې خپلې کړنې ترسره کړي، په ځانګړي ډول رسنۍ؛ چې کړنۍ يې ډېرې مهمې او موثرې دي."

پېښو ته رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د انسجام او پاليسۍ مرستيال محمد قاسم حيدري وويل چې رسنۍ پر ټولنه ډېر اثر لري، نو ځکه اړينه ده چې د چارو د سمون لپاره له خپل نظارتي واک نه ګټه پورته کړي.

خو د غونډې په پای کې ډېرو خبريالانو نيوکې وکړې او ويې ويل چې دولتي چارواکي رسنيو ته اړين معلومات نه ورکوي.

مژګان مصطفوي، د خبريالانو د دغو نيوکو په ځواب کې وويل:"دا زموږ ضعف دی، موږ په افغانستان کې د توسعې لپاره ښه وسيله چې رسنۍ دي لرو، خو موږ و نه شواى کړای له دې وسيلې په ښه ډول ګټه واخلو... موږ غواړو چې د رسنيو د روزنيز نقش له لارې خلکو ته اړين معلومات او اطلاعات ورسوو ."

هغې زياته کړه چې ولسمشر اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح کړى او چارواکي مکلف دي چې له دې قانون سره سم رسنيو ته هغه اطلاعات په واک کې ورکړي چې اړتيا ورته لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور