جلال اباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۵) : د ننګرهار پوهنتون سلګونه نارينه او ښځينه محصلينو د سولې په نوم د وينې ورکړې کمپاين پر مهال زرګونه سيسي وينه د جګړې د قربانیانو لپاره ورکړه.
دغه محصلين چې د ليندۍ په ۸مه د ياد پوهنتون په انجنيري پوهنځي کې راټول شوي وو، شمېر يې شاوخوا څلور سوه تنه و.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخيل د وينې ورکړې د دغه کمپاين پرمهال وويل، چې له دغې چارې موخه د سولې له بهير او سولې سره د ځوانانو او په ځانګړي توګه د محصلينو اشنا کول دي.
هغه زياته کړه: ((ننګرهار پوهنتون هغه ځای و، چې پخوا به يې محصلينو د وينې تويېدو شعارونه ورکول؛ خو دا دی نن ورځ دومره تغيير رامنځته شوی، چې د وينې تويېدنې پرځای ترې د وينې ورکړې پيغام خپور شو.))
دغه راز د دغه پوهنتون محصلين هم وايي چې د جګړې له قربانيانو سره د غمشريکۍ له امله يې د وينې ورکړې ته زړه ښه کړی دی.
د کرنې پوهنځي محصل واصل خان پژواک ته وويل چې اوسمهال په افغانستان کې جګړې زور اخيستی او وينې ته ډېره اړتيا پيدا کېږي.
هغه وويل چې ټولو محصلينو پرېکړه کړې چې په جګړه کې د قرباني شوو سرتېرو، نورو جګړه ځپلو او د يو شمېر ناروغيو لرونکو کسانو ته چې وينې ته اړتیا ولري، وينه به ورکوي.
دغه راز د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل عصمت الله حليمي له پژواک سره په خبرو کې پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د جګړې نه لاس په سر او د سولې په ټغر راټول شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ويني د بانک يو کارکوونکي ډاکټر فريدالله پژواک ته وويل، چې د دغه کمپاين په لومړۍ ورځ ورځ ۷۵ زره سي سي وينه راټوله شوه او په نورو ورځو کې هم د ورته اندازې اټکل شوی دی.
هغه وويل چې نن ورته د ۳۰ ښځينه محصلينو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ محصلينو وينه ورکړې ده.
د يادولو ده، تر دې وړاندې په ننګرهار کې يو شمېر نورو خيريه ټولو هم د وينې ورکړې کمپاينونه ترسره کړي؛ خو په دومره لوی شمېر او د پوهنتون په کچه د وينې ورکړه يې لومړی ځل دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










