جلال اباد (پژواک، ۹ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وايي چې لا هم په لرو پرتو ولسواليو کې د نا امنۍ له امله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی شته او ديني عالمان کولی شي چې د دې پديدې مخه ونيسي.
انيسې عمراني دغه څرګندونې د ليندۍ په ۹مه د ښځو چارو په رياست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي د ۱۶ ورځني کمپاين پر مهال وکړې.
نوموړې دغه راز پر ټولو دولتي ادارو، مدني ټولنو او ديني عالمانو غږ وکړ چې په دغه ۱۶ ورځني کمپاين کې ورسره برخه واخلي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته د پای ټکی کېږدي.
د انيسې عمراني د معلوماتو له مخې، اوس هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی شته او روان کال هم ورسره شاوخوا ۱۸۰ قضيې ثبت شوې چې ډېرې يې د کورني تاوتريخوالي پېښې دي.
د ښځو چارو رييسې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې نا امني لا هم د دوی د کارونو مخه نيسي او نه شي کولی چې په لرو پرتو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه کمپاين ترسره کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د حج او اوقافو رييس عبدالظاهر حقاني هم مني چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په مخنيوي کې مهم رول ادا کړي.
دی وايي، د ننګرهار په مختلفو سيمو کې شاوخوا ۵۰۰۰ جوماتونه راجستر دي او په ټولو کې علماوو ته لارښوونه شوې چې په دې برخه کې خلکو ته پيغام ورسوي.
د حج اوقافو رييس تاييدوي چې لا هم په لرو پرتو سيمو کې په زوره، له خوښې پرته او د بدل نکاح ګانې او يو شمېر نور موضوعات شته چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ګڼل کېږي.
دغه راز د ياد رياست فرهنګي مديرې تورپيکۍ شينوارې هم وويل چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی له پخوا موجود و؛ خو اوس د رسنيو په فعاليت سره ښځې دې ته هڅېدلې دي چې په داسې مواردو کې د ښځو چارو رياست او يا اړوند نورو ادارو ته عارضې شي.
هغې زياته کړه: ((موږ چې نن دا ورځ نمانځو يا دا کمپاين پيلوو، علت يې هم همدا دی چې په لرو پرتو سيمو کې مېرمنو ته وښيو چې که د دوی پر وړاندې تاوتريخوالی موجود وي؛ نو هغوی به د خپل حق غوښتونکې شي.))
د يادولو ده، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۶ ورځنی کمپاين په ټول هېواد کې کېږي چې حکومت يې د ولسمشر د مېرمنې رولا غني د هغې ژمنې عملي کېدل په ګوته کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي په برخه کې يې کړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










