کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ په مرکز کې د مدني فعالانو په مرسته يو کتابتون جوړ او پرانېستل شو.
د دې کتابتون د پرانېستې په مراسمو کې د خاکجبار ولسوالۍ چارواکو، مدني فعالانو او سيمه ېيزو فرهنګي مشرانو ګډون درلود.
د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض په دې مراسمو کې د دې کتابتون پر پرانېسته خوښي څرګنده کړه او ويې ويل:"موږ نن ډېر خوشحاله يو چې زموږ ننني ځوانان د کتاب او کتابتون په اړه خبرې کوي او د کتاب لوستلو د فرهنګ لپاره هڅې کوي."
د هغه په وينا، د وطن په ابادولو کې ډېره تمه ځوانانو ته کېږي او وطن هغه مهال اباديږي چې هېوادوال په تېره بيا ځوان نسل له کتاب او مطالعې سره مينه پيدا کړي.
د دغه کتابتون جوړول د مدني فعالانو د ټيمي کار پايله ده. مدني فعالانو د څلورو مياشتو زيار په پايله کې ١٥٠٠ ټوکه ډول، ډول کتابونه راټول کړي او دغه کتابتون يې جوړ کړى دى.
احمد راشد ذهين، چې په نننيو مراسمو کې يې د دې کتابتون د جوړونکې ډلې په استازيتوب خبرې کولې، وويل چې کتابتون د ټولنې لپاره ښې او مثبت پايلې لري.
د ده په وينا، دوى ځکه د کتابتون د جوړولو لپاره خاکجبار ټاکلى چې د ښارونو اوسېدونکي کتابتونونو او نورو امکاناتو ته لاسرسى لري، خو لرې پرتې سيمې بيا دا ډول امکانات نه لري.
د مدني ټولنې فعال محمد سميع دره يي هم په نننيو مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه کتابتون د رضاکارانه کار په پايله کې جوړ شوى او نن چې د رضاکار نړيواله ورځ ده پرانېستل شو.
دى وايي چې له مدني فعالانو سره دا ډول رضاکارانه کړنې ښې ښکاري. هغه هيله څرګنده کړه چې دغه کتابتون د کتاب لپاره د خاکجبار د خلکو اړتياوې پوره کړي او د خلکو د ذهنيتونو په روښانولو کې موثر تمام شي.
د مدني ټولنې او د دغه کتابتون د جوړولو ډلې غړي کنشکا بهګام، وويل چې د دې کتابتون د جوړېدو لپاره ځکه خاکجبار ټاکل شوى چې هلته ښه امنيت شته او د سيمې خلک له کتاب سره لېوالتيا لري.
د خاکجبار ولسوالۍ د شورا مشرمحمد نذير عتيقي د دغه کتابتون په پرانېستلو خوښي وښوده او زياته يې کړه:" دا چې زموږ ننني ځوانان د جنګ پر ځای کتاب غوره کوي او کتابتون پرانيزي، دا د افغانستان د پرمختګ نښې ګڼل کېږي او د مدني ټولنې دغه کار د ستايلو وړ دی."
د ځوانانو د پياوړتيا د شورا مشر مطیع الله ځلاند د مدني ټولنې د غړو مننه وګړه چې د خاکجبار د فرهنګي قشر سره يې د کتابتون په جوړولو کې مرسته وکړه او ژمنه يې وکړه چې د خاکجبار ځوانان به کتاب لوستلو ته د بېلاېیلو پروګرامونو له لارې هڅوي او کتابتون به غني کوي.
د کتابتون د پرانېستې په مراسمو كې ښځو هم ګډون درلود، خو دغه ښځې هغه مدني فعالانې وې چې د کتابتون د پرانېستلو لپاره له کابل ښارڅخه هلته تللې وې.
هغوى، له دې امله اندېښمنې دي چې ډېرې ښځې کتاب او مطالعې ته لاسرسی نه لري.
د ښځو چارو فعالې ترنم سيدي وويل:" زه نن ډېره خوشحاله يم چې د خاکجبار ولسوالۍ د وړيا کتابتون په پرانېستلو کې ګډون کوم، خو لکه څنګه چې ټولو ته ښکاره ده، ښځه د ټولنې نيمه برخه جوړي نو ځکه خو بايد د ښځو لپاره هم ځانګړي کتابتونونه جوړ شي، ټول نارينه دې د خپلو ښځو، خويندو او ميندو سواد ته پوره پاملرنه وکړي او ښځو ته دې اجازه ورکړي ترڅو وکولای شي په ازاده توګه مطالعه وکړي."
هغې زياته کړه، يوه لوستې (باسواده) ښځه کولی شي د ټولنې د سواد لپاره خورا ارزښتناکه وي او يوه لوستې کورنۍ ټولنې ته وړاندې کړي.
په غونډه کې د ځينو ځايي فرهنګيانو له خوا ژمنه وشوه چې د دغه کتابتون د لا غني کېدو لپاره به ډېرې هلې ځلې وکړي او په نږدې وخت کې به د دغه کتابتون د کتابونو شمېر تر ۵۰۰۰ ټوکو ورسوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










