کندهار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون سرپرست رييس وايي چې دغه پوهنتون به هېڅکله هم له کندهاره کابل يا بل ولايت ته ونه لېږدول شي.
ډاکټر حضرت مير توتاخېل چې د کندهار پوهنتون د رياست تر څنګ اوس د ياد پوهنتون سرپرست هم دى، په دې اړه خپرې شوې اوازې د خلکو د ذهنونو خرابولو لپاره ګڼي.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې اوازې خپرې شوې دي چې ګواکې د لوړو زده کړو وزارت د کرنيزو علومو او ټکنالوجي پر ملي پوهنتون بوديجه بنده کړې او غواړي کابل يا کوم بل ولايت ته يې انتقال کړي، وروسته دغه ګنګوسې د خبر په بڼه د ځينو رسنيو له خوا هم خپرې شوې.
خو د ياد پوهنتون سرپرست رييس دا اوازې رد کړې او په يوه خبري غونډه کې يې په دې اړه معلومات ورکړل.
توتاخېل وويل، د لوړو زده کړو وزارت يا حکومت کله هم په دې اړه فکر نه دى کړى چې دغه پوهنتون دې له کندهار بل ولايت ته ولېږدول شي.
هغه زياته کړه، د دغه پوهنتون د جوړېدو بنسټيزه موخه دا وه، لکه په هند کې چې کلونه مخکې د کرنيزو او حيواني محصولاتو د توليد په برخه کې زرغون انقلاب راغى، په ورته توګه به دغه پوهنتون په هېواد کې د زرغون انقلاب پيلامه شي.
د توتاخېل په خبره، د دغه پوهنتون لپاره ځکه کندهار ولايت وټاکل شو چې دلته د ډېرو ولايتونو په پرتله اقليم ښه دى، اوبه پرېمانه دي، د مېوو او سبو توليد په کې ډېر دى، د څارويو نسل ګيري او اړوندو نورو چارو ته په کې شرايط ښه دي.
دى وايي، د کندهار د ترنک فارم په ساحه کې چې دغه پوهنتون جوړ شوى، ٥ زره جريبه حاصل خېزه او ٣زره جريبه شاړه ځمکه لري چې د کرنې د ودې او د څارويو د ښه نسل ګيرۍ په موخه په کې په پراخه کچه څېړنې او تحقيقات کېداى شي او له دغه ځايه ټول هېواد ته ترويج کېداى شي.
د ده په خبره، له دې امله هم دغه پوهنتون د هېواد بل ولايت ته نه انتقالېږي چې دغه راز شرايط په بل ولايت کې نشته او يا کم دي.
خو توتاخېل د ځينو ستونزو يادونه وکړه چې د دغه پوهنتون چارې يې ټکنۍ کړې دي.
توتاخېل وويل، په پيل کې د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون لپاره د کندهار پخوانى والي ډاکټر توريالى ويسا ټاکل شوى و چې د هغه له ګوښه کېدو وروسته يې چارې د دغه پوهنتون د علمي مرستيال انجنير روښان ولسمل پر غاړه وې چې اوس د کندهار ښاروال په توګه دنده ترسره کوي.
د ده په خبره، اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت تصميم نيولى چې د دغه پوهنتون لپاره نوى مشرتابه وټاکي، څو د دغه پوهنتون چارې ورسره چټکې شي، خو تر هغه مهاله يې له ده غوښتي چې د پوهنتون سرپرستۍ ته دوام ورکړي.
توتاخېل يادونه وکړه چې په تېرو درې نيمو کلونو کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ٢١ تنو د دغه پوهنتون د اګرانومي په څانګه کې ماسټري بشپړه کړې او دا مهال ٢٠ تنه نور په همدې برخه کې د ماسټرۍ زده کړې مخ ته وړي چې شپږ مياشتې په هند کې زده کړې کوي او پاتې همدلته.
خو نوموړي ومنله چې په تېرو کلونو کې د دغه پوهنتون چارې ډېرې ورو وي او ډېر هغه کارونه لا نه دي شوي چې ژمنه يې شوې وه.
دى وايي، د دغه پوهنتون د پرانيستل کېدو پر مهال ژمنه شوې وه چې بېلابېل پوهنځي او ډپارټمنټونه به يې پرانيستل کېږي، دغه راز په کابل، هرات، ننګرهار، مزار شريف، کندز، پکتيا او هلمند کې به يې هم څانګې پرانيستل کېږي، خو مرکزيت به يې په کندهار کې وي.
نوموړي دغه راز د هندوستان د ١٢٠ ميليونه ډالرو مرستې يادونه هم وکړه چې د دغه پوهنتون لپاره به ودانۍ جوړوي، خو تر اوسه يې چارې نه دي پيل شوې؛ ځکه خو دغه پوهنتون اوس د کرنيزو علومو د انسټيټوټ په ودانۍ کې فعاليت کوي.
دى وايي، هندوستان تر دې مهال يوازې د ځينو وسايلو، لابراتوار او کتابتون په برخه کې مرسته کړې ده او نورې چارې همداسې پاتې دي.
خو نوموړي خبر ورکړ چې دى به هڅه وکړي د خپلې سرپرستې په لنډه موده کې د دغه پوهنتون لپاره پلان جوړ کړي، د پوهنتون اړوند د علمي شورا غړي وټاکي او په دې توګه دغه پوهنتون له نوې رهبرۍ برخمن شي.
د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون شاوخوا درې کاله مخکې د هندوستان په مرسته جوړ شوى، چې اوس مهال يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، خو بشپړ تاسيسات به يې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.
د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون د جوړولو ژمنه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هندوستان پخواني لومړي وزير من موهن سنګهـ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.
په دغه پوهنتون کې به د مالدارۍ، د نباتاتو د ساتنې، د زراعتي اقتصاد، ترویج، د مېوو د ودې او نور پوهنځي چې شمېر به يې تر ١١ پورې رسېږي، جوړېږي او د هېواد په کچه به په کې د زراعت له پوهنځيو څخه فارغو شوو محصلينو ته ماسټرۍ او پي ايچ ډي په کچه تدريس کېږي.
دغه پوهنتون د هند هېواد له هغه زرغون انقلاب څخه په الهام اخيستو په افغانستان کې جوړ شو چې يوه هندي پروفيسر يې بنسټ کېښود او دغه هېواد يې په داسې حال کې د خوراکي توکو او کرنيزو محصولاتو په يوه لوى توليدوونکي بدل کړ چې د نړۍ په کچه دويم ډېر نفوس لرونکى هېواد ګڼل کېږي.
په کندهار کې د ياد پوهنتون بنسټ په همدې هيله کېښودل شو چې د زراعتي او حيواني محصولاتو د ښه والي او توليد په برخه کې د هېواد په کچه د يوه بدلون پيلامه و اوسي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










