جلال اباد (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۵) :د امریکا متحده ایالاتونو پراختیایي اداره په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ادارې سره په همغږۍ زراعتي تولیداتو ته د بازار موندلو په برخه کې مرسته کوي .
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ۱۰مه پژواک خبرى اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار د والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د (USAID) استازي دغه څرګندونې د دغه ولایت په پرمختیایي غونډه کې چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه وکړې .
منګل د خبرو پر مهال وویل، د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د جوړولو کارونو د ګړندیتوب،ښه والي او نورو برخو کې یې د شرکت مسوولینو ته جدي او لازمې سپارښتنې کړې دي .
نوموړي د ښارګوټو په اړه له تازه اقداماتو څخه هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه، په دغه برخه کې د سیاسنګ ښارګوټي ستونزې د حل کېدو په اړه یې ډاډ تر لاسه کړی دی .
هغه په خانکي ښارګوټي کې د کډوالو او غالیو اوبدونکو ښارګوټو د چارو له ګړندیتوب څخه هم خبر ورکړ.
ننګرهار والي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه،چې په پراختیایي او نورو پروژو کې ټولې ولسوالۍ په ځانګړي ډول لرې پرتې ولسوالۍ په نظر کې ونیسي .
خبرپاڼه کاږي، چې په دغه غونډه کې د چاپیریال ساتنې ادارې په وړاندیز پرېکړه وشوه،چې د کرنې او مالدارۍ ادارې له لوري به سږ کال د ۵ سوه زره بوټو څخه دولتي ادارو ته په وړیا ډول بوټې ورکړل شي،چې له وړاندې به یې د کینولو،ځایونو ټاکلو او د بوټو ساتلو په موخه کمیټه جوړه او چارې به پرمخ یوسي .
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د دغه غونډې په ترڅ کې د (USAID) ادارې استازي وویل،په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ ادارې سره په همغږۍ په دغه ولایت کې زراعتي تولیداتو ته د بازار پیدا کولو په برخه کې مرسته کوي .
هغه زیاته کړه،دغه چاره به په دغه ولایت کې له خصوصي سکتور سره یو ځای ترسره کړي،ترڅو باغدارانو،بزګرانو،مرغدارانو او نورو په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي .
په دغه غونډه کې د سینديزې حوزې ريیس په بهسودو ولسوالۍ کې د درې استنادي دیوالونو له جوړېدو څخه هم خبر ورکړ.
په دغه غونډه کې په ګڼ شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو،چې یو شمېر تصویب او یو شمېر نورو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم ترسره شوې .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










