چاريکار (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د پروان ولايت يو شمېر مېرمنې د بېلابېلو سبزيجاتو لکه د ويلني، نعنا، کرفس، شنو پاڼو او شبت ټولولو او وچولو په برخه کې روزل شوې چې د سبو وچولو او پلور له لارې يې خپل اقتصادي وضعيت ته مثبت بدلون ورکړى دی.
دغه سابه د پروان ولايت په کروندو او د ويالو په غاړو کې پيدا کېږي او ښځې کولى شي چې په وړيا ډول يې راټولې او وچې کړي؛ ځکه چې هر څوک دا بوټي نه پېژني او له اهميت يې نا خبره دي.
دغه بوټي چې په تازه او وچ ډول د خوړو او خوړو د خوند زياتولو په توګه کارېږي، درمليزې ځانګړتياوې هم لري.
ځينې مېرمنې په وروستيو دوو کلونو کې د پروان په مرکز او جبل السراج او سيدخېلو ولسواليو کې د «خدمات زراعتی وحرفوی زنان پروان» نا دولتي موسسې له خوا په ياده برخه کې روزل شوې دي.
دوى وايي، څنګه يې چې ياده کړې، د سبو وچولو لپاره له يوې څلور په څلورو کې کوټې نه چې له تور پلاستيک جوړه شوې او يا هم له سوري لرونکي کارتن نه کار اخلي، څو په روغتيايي ډول له هر ډول ګرد او خاورو لرې وچ شي.
د يادو مېرمنو په خبره، په ياده کوټه کې شاوخوا يوې اونۍ او لسو ورځو کې دېرش کيلو ګرامه ګياوې د لمر وړانګو د حرارت له امله چې کوټې ته لوېږي، وچېږي.
دغه روزل شوې مېرمنې وويل چې له سبو ډک شوي سوري شوي کارتنونه د لمر وړانګو ته ږدي، څو په روغتيايي ډول وچ شي.
نوموړي زياته کړه چې وچ شوي سابه په ښيښه يي بوتلونو کې اچوي او هر ډول يې په بېلابېلو بيو سره پلوري چې د يوه کيلو يې له شاوخوا ٢٠٠ افغانيو نيولې تر ٥٠٠ افغانيو پورې پلوري.
د پروان د ښځو د کرنيزو او حرفوي خدمتونو موسسې مشره نظيفه هوفياني وايي چې دغه موسسې په دوو وروستيو کلونو کې په پروان، سمنګانو او باميانو کې شاوخوا ٤٠٠ مېرمنې روزلې چې د دې او نورو سبو د پېژندلو او وچولو په برخه کې کار وکړي.
هوفياني وويل چې دغو مېرمنو په دې برخه کې د خپلو سيمو نورو مېرمنو ته روزنه ورکړې او له دې سره د هغو مېرمنو شمېر چې په مستقيم او نا مستيم ډول روزل شوې، شاوخوا څلور زرو ته رسېږي.
د پروان د سيدخېلو ولسوالۍ د نصرالله خېل سيمې اوسېدونکې پنځوس کلنه خانم ګل يوه له هغه ښځو ده چې په دې برخه کې روزل شوې ده.
نوموړې پژواک ته وويل چې تر روزنې وړاندې يې اکثره بوټي نه پېژندل او يواځې نعنا يې د خپلې کورنۍ د استفادې لپاره په دوديزو لارو چارو (په پام هوارول) وچوله چې روغتيايي نه وه؛ ځکه پر بام له خاورو سره ګډېدل او په ازاده هوا کې وچېدل.
نوموړې وويل کوم سابه چې اوس يې وچوي، روغتيايي ستونزه نه لري، پاک او خوندور دي.
هغې زياته کړه چې د غويي مياشتې له پاى نه تر لړم مياشت پورې چې د يادو وښو د وچولو موسم دى، هره ورځ دوه ساعته د خپل کور له شاوخوا کښتونو او د ويالو له غاړو په سبو راټولو تېروي.
هغه وايي چې دوې لوڼې يې هم په دې برخه کې مرسته کوي؛ ځکه چې د کورنۍ اقتصاد يې ښه نه دى، خاوند يې کرکيله کوي او عايد يې د کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى.
خانم ګل وويل چې سږ کال يې له دې درکه شاوخوا سل زره افغانۍ ترلاسه کړې چې د کورنۍ پر اقتصاد يې مثبت اغېز کړى دى.
د سبو ټولولو او وچولو د چارې زده کول د دې سبب شوي چې دغه مېرمن خپل ژوند او د کورنۍ راتلونکې ته هيله منه کړې ده.
نوموړې چې دوه زامن هم لري او په درس بوخت دي، زياتوي: ((په يوه زړه حويلۍ کې ژوند کوو، غواړم چې د دغه کار له لارې ډېرې پيسې ترلاسه کړم او د خپلې نوي حويلۍ کار پيل کړو.))
خانم ګل وايي: ((کله مو چې سبزي نه وچول، اقتصاد مو کمزورى و، خو له کله راهيسې چې کار کوو، شکر چې حال مو ښه شوى دى، فرش او لوښي مو هم اخيستي دي.))
د پروان مرکز کې د لغماني سيمې اوسېدونکې ٤٥ کلنه ملالۍ هم يوه بله مېرمن ده چې د سبو ټولولو او وچولو کار يې زده کړى او له شاوخوا دوو کلونو راهيسې سابه وچوي.
ملالۍ وايي چې لور يې هم په دغه کار کې ورسره همکاري کوي، سږ کال يې له همدې مدرکه ١٥٠زره افغانۍ عايد درلود.
هغه زياتوي: ((د وچو شوو سبو له پيسو نه مې ژوند ښه شوى، په همدې پيسو مې المارۍ او غالۍ واخيستې، اقتصادي وضعيت مو د تېر په پرتله ښه شوى دى.))
دواړه يادې مېرمنې وايي چې وچ شوي سابه ښه بازار لري.
دوى وايي چې د سبو د پلور په چارو کې څه ستونزه نه لري؛ ځکه چې په بازار کې يې تقاضا ډېره ده او سربېره پر دې چې ياد محصولات په بازار کې پلوري، په پروان کې يې د ښځو لپاره د کرنيزو او حرفوي خدمتونو موسسه هم پېري.
د یادې موسسې مشره مېرمن هوفياني هم وايي چې د دې وچو شوو سبو پېرونکي زيات دي؛ ځکه چې د روزل شوو کسانو له لوري را ټول او پروسس کېږي، دغه کسان په خپلو توليداتو کې روغتيايي چارو ته ډېره پاملرنه کوي او د محصولاتو په بسته بندۍ کې له هغو کيمياوي توکو کار نه اخلي چې روغتيا ته زيان رسوي.
هوفياني وايي کوم محصولات چې ياده موسسه يې پېري، هغه د کابل بازارونو کې پلوري او د کابل په سترو مارکېټونو سربېره د هېواد د ځينو نورو سيمو له مارکېټونو سره هم قرار داد لري.
د بېلګې په ډول دغه موسسه يو کيلو وچ نعنا (ويلنى) په ٢٠٠ افغانۍ پېري او په دوه چند يې پلوري، يو کيلو کرفس په ٤٠٠ افغانۍ پېري او په ٦٠٠ افغانۍ يې پلوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










