منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

پل علم ( پژواک،١٣ لیندۍ۹۵): د لوګر سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکي وایي چې په دې ولایت کې ډیرې دولتې ادارې ودانۍ نه لري او په کرایي کورونو کې چارې پرمخ وړي چې دې کار ستونزې جوړې کړې دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي وايي  چې اوس مهال د ولایت په مرکز او ولسوالیو کی دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري او کارکوونکي یې د کار پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

فدایي پژواک ته وویل: (( موږ د ولایت په کچه څلوېښت دولتی ادارې لرو چې له دې ډلې  شپاړلس لاهم ودانۍ نه لري، د ښي حکومتولۍ او ولس ته د خدمتونو په وړاندی کولو یې بدې اغېزې کړي ځکه چې کار مناسب مکان ته اړتیا لری.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دګډوالو ، د شهیدانو کار او ټولنیزو چارو، ښارجوړونې ، ولایتی شورا، د اوبو لګولو، ترافیکو، ترانسپورټ، عامې روغتیا ، احصایې او سرې میاشتې رياستونه ودانۍ نه لري.

دغه راز فدايي وايي چې د خروار ولسوالی او امنیه قوماندانۍ، د څرخ ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ، د ازرې ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ  هم ودانۍ نه لري.

ده وويل چې يادې ټولې دولتي ادارې په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي چې کارکوونکي او مراجعين يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ښار جوړونې ریيس حمید الله سنګر پژواک ته وويل چې دوى خپلې چارې د مرکز پل علم په يوه کرايي کور کې پرمخ وړي.

هغه زياته کړه: (( موږ دلته له خپلې بوديجې سره سم يو کوچنى کور په کرايه نيولى، کارکوونکي په کې ډير تنګ او تل شکايت کوي چې دا ځاى د کار لپاره مناسب نه دى.))

د سنګر په وينا، په کابل کې حکومتي چارواکي بايد په ولايتونو کې هم خپلو ادارو ته پاملرنه وکړي او ستونزې يې هوارې کړي.

دغه راز د ګډوالو چارو ریيس نور احمد صالحي هم د خپلې ادارې لپاره د ودانۍ له نشتون څخه شکایت وکړ.

صالحي پژواک ته وویل: (( زموږ اداره ډیر کار او مراجعین لري، خو اوسنی دفتر مو د کار لپاره مناسب نه دى.))

د هغه په وينا، ډيرى وخت داسې کيږي چې يوه اداره په کرايي کور کې وي او ټول سيستم يې هم برابر کړى وي، خو  بيا د کور خاوند د وتلو ځواب ورکوي.

ده وويل: (( کله د ښار يوې څنډې ته ځو کله هم بلې ته، نو مراجعين بيا موږ لټوي چې دا يو لوى مشکل دى.))

دغه راز د خروار ولسوال ثمرګل راشد پژواک ته وويل چې دوى هم ودانۍ نه لري او خپلې اداري چارې په يوې کلا کې ترسره کوي.

هغه زياته کړه: (( په دې کلا کې تنها موږ نه يو امنيه قوماندانۍ هم ده او د ملي اردو کنډک هم  په کې پروت دى.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر دغه ستونزه يې هواره کړي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس محمد ناصر غيرت هم وويل چې د ولايتي شورا ترڅنګ ګڼ شمېر نورې ادارې هم ودانۍ نه لري.

هغه وايي: (( په دې کار کې غفلت شوى دى، پيسې وي چا کار نه دى کړى چې دا يو لوى خيانت دى.))

غيرت وايي چې د سيمه ييزو چارواکو په ملتيا يې هڅې پيل کړي ترڅو ټولې دولتي ادارې خپلې ودانۍ ولري.

د يادو ١٦ ادارو له ډلې څخه د لسو ادارو مشرانو پژواک ته وويل چې ادارې يې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پل علم د کلنګار سیمې اوسېدونکي سید مبارک شاه پژواک ته وویل: (( زه ډيرى داسې ادارې پېژنم چې په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي، ځکه يوه ورځ په يو ځاى کې وي او بله ورځ په بل ځاى کې.))

د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خېلو د کلي اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: (( زه د کډوالو چارو رياست ته راغلى يم ترڅو خپل کار خلاص کړم ، خو دوى خپله ودانۍ نه لري او مراجعين يې ټول د سړک پر سر درولي دي.))

د هغه په وينا، پر سړک تېرېدونکي موټر خلکو ته ستونزې جوړوي او دا کار د حکومت لپاره لوى شرم دى چې يوه ودانۍ نه شي جوړولى.

خو د لوګر والي محمد حليم فدايي وايي چې هڅې يې پيل کړي ترڅو يادو ټولو دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې کړي او دغه ستونزه يې هواره کړي.

هغه زياته کړه: (( د راتلونکي کاله لپاره مې د دې ټولو ادارو لپاره د ودانيو د جوړولو وړانديز کابل ته استولى، ترڅو د بوديجې په پلان کې يې شامل کړي.))

ده زياته کړه چې د لوګر د تېرو سيمه ييزو چارواکو د بې پروايۍ او غفلت له امله يادې ادارې بې ودانۍ پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې يواځې لوګر نه، بلکې د کابل په ګډون په ډيرو ولايتونو کې دولتي ادراې خپلې ودانۍ نه لري او چارې په کرايي کورونو کې پرمخ وړي، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه