منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بروکسل کې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د افغانستان د اصلاحاتو ارزونه کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۸۷ کتنې

بروکسل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٥): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د افغانستان د اصلاحاتو ارزونه کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې دليندۍ په ١٥مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال  وکړې .

د هغه په وينا، د دې کنفرانس په دويمه ورځ به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په ګډون نړيواله ټولنه له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو په اړه خپلې ژمنې يو ځل بيا تازه کوي.

ده زياته کړه چې د نړيوالې ټولنې دې همکاريو سره افغانان کولى شي د خپل هېواد او خلکو امنيت په خپله ټينګ کړى شي.

د ناټو سرمنشي وويل چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت له خوا رامنځته شوي اصلاحات هم ارزول کېږي

سټولټنبرګ وايي چې دافغان حکومت لخوا د اصلاحاتو ژمنې د نړيوالې ټولنې دوامدارو همکاريو سره تړاو لري.

دهغه په وينا، په افغانستان کې د ناټو شتون د ترهګرۍ پر وړاندې ددغه سازمان د دوامدارې او اوږد مهاله همکاريو ثبوت دى.

د ناټو سرمنشي وويل چې په افغانستان کې امنيت او ثبات سره غرب ته د کډوالو د راتګ مخه هم نيول کېږي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې د افغان ولسمشر او د امريکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ټېلېفوني اړيکو هرکلى وکړ.

هغه زياته کړه چې د افغانستان په اړه د ناټو او امريکا ترمنځ  اړيکې او همکاري په نورمال ډول روان دي.

د ناټو سرمنشي وويل، چې راتلونکى کال په بروکسل کې د ناټو سرمشريزه غونډه کې د امريکا د نوي ولسمشر ټرمپ ګډون سره به دا  اړيکې نورې هم پياوړې شي.

سټولټنبرګ وايي: (( موږ هيله لرو چې د امريکا نوى حکومت به د ناټو افغان ماموريت سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي. ))

د ناټو سرمنشي د راتلونکي پسرلي پر مهال د وسله والو طالبانو د بريدونو په اړه وويل چې افغان ځواکونه په ميړانه د وسله والو او ترهګرو ډلو د بريدونو مقابله کوي.

دى وايي  چې دامنيتي واک تر لېږد وروسته افغان ځواکونه خپل مسووليتونه په ښه توګه پر مخ وړي او پر لويو ښارونو يې د وسله والو بريدونه شنډ کړي دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي وياند پژواک ته ويلي  وو چې په دې کنفرانس کې به د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې استازي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم ګډون وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست