بروکسل (پژواک، ١۷ ليندۍ ٩٥): د ناټو سرمنشي وايي، ټولې بهرنۍ خواوې بايد د افغانستان د یووالي او ثبات ته پام وکړي او د دې هېواد په چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د ليندۍ په ١٧مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې، د دغه سازمان د دوه ورځني کنفرانس په دويمه ورځ د افغانستان په اړه تر ځانګړې غونډې وروسته، مطبوعاتي ناسته کې وکړې.
په دې غونډه کې د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو تر څنګ د ناټو د روزنې د ماموريت د قاطع ملاتړ غړو هېوادونو او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم برخه اخيستې ده.
د روسيې د وروستيو لاسوهنو په اړه د ناټو سرمنشي وويل، دوی د افغانستان د ملي وحدت د حکومت ملاتړ کوي او د ترهګرۍ په وړاندې د فعالیتونو له ټولو څخه ښه لاره همدا ده، ځکه له لارې د افغانستان یووالی او ثبات ساتل کېږي.
ده زياته کړه: ((له همدې امله د قاطع ماموريت له لارې د افغانستان د حکومت ملاتړ ته د ناټو غړي او نور ملاتړي هېوادونه دوام ورکوي. دا هغه څه دي چې ناټو يې کوي او دا د افغانستان د ثبات لپاره اړين دي.))
سټولټنبرګ وويل، د قاطع ماموريت ملاتړ موخه دا ده چې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او د هغوى مرسته وکړي، افغان ځواکونه غښتلي شوي دي، چې اوس د ټول افغانستان امنيت په خپله ساتي. ناټو به د دوی روزنې، د هوايي ځواک او د ځانګړي ځواک جوړولو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان حکومت خپل اصلاحات راوستل پيل کړي، خپل ديموکراتيک نظامونه غښتلى کوي او د ټاکنو کمېسيونونه يې جوړ کړي دي.
د ناټو سرمنشي په اند، د اسيا فاوڼدېشن سروې ښيي چې افغانستان له مهمو ستونزو سره مخامخ دی او له همدې امله د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د هغو د له منځه وړلو لپاره حضور لري، دغه سروې جوتوي چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د طالبانو بيا راتګ نه غواړي او له امنيتی ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ ډېر شوی دی.
ده وويل: ((موږ د افغانستان ګواښونه، چيلنجونه او ستونزې له پامه نه غورځوو، د افغانستان د سولې او سياسي پروسې ملاتړ کوو او يوه ورځ به دوی زموږ له ملاتړ څخه پرته د خپل امنيت او حکومت د چلولو توان ومومي.))
هغه زیاته کړه، د ناټو غړو هېوادونو په وارسا کې د قاطع ماموريت ملاتړ تر ۲۰۱۷ زېږدیز کال پوري وغځاوه او د ناتو ۱۳زره ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او مرستي ماموريت پر غاړه لري، ترڅو د دوی ظرفيت لوړ شي او په خپله امنيت تامين کړي.
د نوموړي په خبره، د ناټو غړو هېوادونو لا تصميم نه دی نيولی چې تر کومه به يې ماموريت په افغاانستان کې دوام لري، خو دوی به په ۲۰۱۷ کال کې د خپل ماموريت ارزونه کوي او له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته تر ۲۰۲۰ زېږديز کاله پورې دوام ورکوي.
ده زياته کړه: ((د قاطع ماموريت ملاتړ موخه دا ده چې زموږ له حضور څخه پرته د افغانستان امنيت تامين کړي.))
د ناټو سرمنشي وويل، د دوی ژمنې د افغانستان د امنيت لپاره غښتلي او د قناعت وړ دي، د وارسا په سرمشريزې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ناټو د روزنې ماموريت له ۲۰۱۶ څخه وروسته هم دوام کوي، د افغانستان له ملي ځواکونو سره مالي مرستو ته تر ۲۰۲۰ زېږديز کاله پورې دوام ورکوي او له افغانستان سره اوږدمهاله سياسي او عملي ملګرتیا ته دوام ورکوي.
دى وايي: ((موږ نن د افغانستان امنيتي وضعيت ارزونه وکړه او خپلې ګډې ژمنې مو يو ځل بيا تازه کړې، د افغانستان وضعيت کېدای شي همداسې ستونزمن او ښه نه وي. افغان ځواکونه ډېرې قربانۍ ورکوي، خو په زړورتيا د افغانستان د خلکو دفاع او په ټول افغانستان کې د دښمنانو ځپلو ته دوام ورکوي.))
د هغه په وينا، طالبانو د ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره اته بريدونه وکړل، خو له ماتې سره مخامخ شول.
سټولټنبرګ وايي: ((موږ دغه راز له افغانستان سره په اوږدمهال کې خپل عملي او سياسي ملاتړ ته دوام ورکوو، دا له افغانستان سره زموږ د نړيوالو همکاريو د روښانو ژمنو بېلګې دي.))
دى زياتوي، د نړيوالې ټولنې د دغو مرستو په اړه افغانستان ژمنه لري چې اصلاحات رامنځته کړي او حکومتولي ښه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










