کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ٩٥): د سولې عالي شورا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې د ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې له وسله والو مخالفينو يو ځل بيا غوښتي چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
ټاکل شوې ده چې د ليندۍ په ٢١مه، د يکشنبې په ورځ په ټول هېواد او يو شمېر اسلامي هيوادونو کې د اسلام د بشريت د ستر ناجي حضرت محمد( ص) د زو کړې ورځ ونمانځل شي، په دې ورځ په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
د سولې عالي شورا لخوا ددې ورځې په مناسبت دليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سولې عالي شورا مشرتابه او غړي د خاتم النبيين حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه افغان مسلمان او مجاهد ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
سرچينې زياته کړې، د سولې عالي شورا وياړي چې د الهي او نبوي لارښوونو په رڼا کې او د سولې فضيلت ته په پام سره يې په هېواد کې د سولې او خپل مسلمان ولس تر منځ د اخوت د ټينګښت په لار کې يې له هېڅ راز مشروع او د اسلام له لارښوونو سره برابر اقدام څخه ډډه نه ده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې پروسې پر وړاندې له پرتو بې شمېره ستونزو او خنډونو سره سره د سولې عالي شورا توانېدلې چې د افغانستان د اسلامي دولت له مختلفو مخالفو وسله والو ډلو سره اړيکې ونيسي او د سولې پيغام او بلنه ورکړي.
سرچينه کاږي، په دې ترڅ کې د هېواد په مختلفو برخو کې د سولې پروسې سره د بېلابېلو ډلو او ګروپونو پر يو ځای کېدو سربيره دې شورا يوه بله ستره لاسته راوړنه درلوده او هغه هم له سولې پروسې سره د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي يوځای کېدل دي.
د سولې عالي شورا د نېکمرغه ميلاد په دې بختوره ورځ يو ځل بيا له ټولو وسله والو مخالفينو غوښتي چې د افغانستان د خلکو سوله ييزې بلنې ته چې د قرآني او نبوي لارښوونو مظهر او پلې کوونکې ده لبيک ووايي او پرېنږدي مسلمان او ځورېدلی ولس لا زيات درد او کړاو وګالي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په لانجه کې ښکېلې ټولې خواوې بايد د هېواد اوسني حالت ته په پام سره دا درک کړي چې تاريخ، خصوصا تېرې يوې نيمې لسيزې دا په اثبات رسولې ده چې په سوله کې هېڅ لوری بايلونکی نه وي.
د سولې شورا ويلي، اړينه ده ټولې معقولې غوښتنې د مخامخ او بين الافغاني خبرو پر مېز مطرح شي او په دې توګه جګړې، تاوتريخوالي او ورور وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










