منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا په ارګون کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

ښرنه (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۵): د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په احمداباد سیمه کې د نجونو لپاره په لومړي ځل د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ښوونځي د بنسټ ډبره نن (د لیندۍ ۲۱مه) د پکتیکا د والي محمد الیاس وحدت، یو شمېر نورو چارواکو او د سیمې د خلکو له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېښوودل شوه.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دغو مراسمو پر مهال وویل چې په یاد ولایت کې د ښوونځيو په ځانګړي ډول د نجونو ښوونځیو د ودانیو برخه یې په لومړیتونو کې ده او هڅه کوي چې په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

وحدت د ښوونځيو لپاره د ودانیو نه شتون او د ښځینه ښوونکو کموالی په پکتیکا کې د ښوونیز بهیر پر وړاندې لویې ستونزې یادې کړې.

نوموړی وایي چې د یادو ستونزو د حل په موخه یې له اړوند وزارت او نورو مرسته کوونکو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې او هیله من دی چې په دې برخه کې ورسره لازمې مرستې ترسره شي.

د پکتیکا د پوهنې ريیس محمد نسیم واجد هم په دې اړه وویل چې د احمداباد د نجونو ښوونځي ودانۍ د پوهنې وزارت له لوري د لسو میاشتو په موده کې جوړېږي.

واجد زیاتوي چې یاده ودانۍ به لس خونې ولري چې ټول ټال پرې اتلس میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د ده په خبره، ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره به د یادې سیمې د نجونو زده کوونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د احداباد اوسېدونکي عبدالجلیل هم په دې اړه پژواک ته وویل چې د دوی سیمې ټول خلک له دولت نه منندوی او ډېر خوښ دي چې د دوی لوڼې اوخویندې زده کړې وکړي او د ښوونځي لپاره یې ودانۍ جوړه شي.

د اورګون ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي محمدزمان پژواک ته وويل چې اورګون ولسوالۍ د پکتيکا تر ټولو ډېر نفوسه او امنه ولسوالي بلل کېږي نو دولت دې هم دې ولسوالۍ ته لازمه پاملرنه وکړي په ځانګړي ډول د روغتيا او پوهنې په برخو کې.

سرچينه وايي، په دې ولسوالۍ کې سلګونه نجونې پر زده کړو بوختې دي، خو ځانګړې ودانۍ د تدريس لپاره نه لري، دا لومړی ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځي لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د پوهنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۵ ښوونیز کال کې به په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره له دوولسمو ټولګيو نه ۲۰ شل نجونې هم د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې