منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل د اسلامي اصولو خلاف دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

کابل (پژواک،٢٢ليندۍ ٩٥): د ولسي جرګې غړو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد ورځې مراسمو په نمانځغونډه کې وويل، د اسلام او افغانستان دښمنان غواړي په هېواد کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي؛ خو خپلې دې موخې ته به و نه رسېږي.

د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد ورځ، نن د يادې جرګې له لوري ونمانځل شوه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د بشر د ناجي حضرت محمد (ص) ميلاد د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د هېواد مسلمانانو ته مبارکي وويله.

نوموړي زياته کړه، افغان ولس د ورورولۍ اصل ته په پام سره کولى شي افغانستان د دښمنانو له دسيسو وژغوري او هېواد سم لوري ته بوځي.

ابراهيمي وويل: "د افغانستان د خلکو دښمنان هڅه کوي چې د دې هېواد اوسېدونکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي او د بې اتفاقۍ له لارې د دې هېواد خلک ټوټه ټوټه کړي."

نوموړي افغان ولس ته په خطاب کې وويل: "هوښيار واوسئ! د افغانستان دښمنان هڅه کوي د قومي او مذهبي اختلافاتو په رامنځ ته کولو سره افغانان خپلو کې ښکېل کړي."

ابراهيمي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې "مومنان سره ورونه دي" اصل دې له پامه نه غورځوي او د دښمن ټولې دسيسې دې شنډې کړي.

د هغه په باور، افغانان د اسلام دين د اصولو په مراعت کولو سره، هېڅکله نه بې اتفاقه کېږي او چا ته هم اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.

په ياده جرګه کې د کونړ خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد وويل، اسلام د سولې او خير دين دى او هېڅ راز زور زياتى او وحشت نه مني.

شاهد د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، ځينې کړۍ هڅه کوي څو افغانان خپلو کې په قومي او مذهبي جګړو اخته شي.

نوموړي زياته کړه، په اسلام دين کې هر راز قومي، مذهبي او سمتي توپير مردود دى او افغان ولس بايد هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د سني او شيعه په نوم خپل هېواد کې جګړه وکړي او هېواد تباه کړي.

نوموړي وويل: "اسلام دين کې هېڅ عيب نشته، ستونزه موږ کې ده چې له اسلام څخه سم پوهاوى نه لرو، قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل د اسلامي اصولو خلاف عمل دى."

هغه هم زياته کړه، افغانان هېچا او يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د سني او شيعه په نوم مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.

په ياده جرګه کې د باميان خلکو استازي استاد محمد اکبري وويل: "د مسلمان په توګه زموږ وضعيت د منلو وړ نه دى."

نوموړي وويل، افغان ولس د قوم پرستۍ ترڅنګ د فساد له سترې ستونزې سره هم مخامخ دى.

نوموړي د افغانستان پر روڼتيا د څار ادارې د  مخکې ورځو راپور ته په اشارې سره وويل: "افغانستان کې درې ميليارده بډې ورکول کېږي، خو زموږ ملي عوايد درې ميليارډه ډالرو ته نه رسېږي."

اکبري زياته کړه، هېواد کې  د فساد او ګډوډيو لامل "کورنى استبداد او بهرنى استعمار" وباله او زياتوي: "ځکه بهرنى استعمار غواړي د بې اتفاقي اچولو له لاري په اسلامي امت برلاسى شي او يادو ستونزو ته اسلامي هېوادونو کې دننه کورني استبدادونو ته لار هواروي."

هغه زياته کړه: "نړيوال ستم کوونکي او لوټماران  د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ اچولو په لټه کې دي، افغانان به هېڅ ستم کوونکي او لوټمار ته اجازه ور نه کړي چې افغانستان کې مذهبي او قومي اختلافاتو ته لمن ووهي."

د نوموړي په خبره، د اسلام له دين او استعماري سياستونو څخه د ځينو مسلمانانو نه پوهاوى، بل هغه لامل دى چې د مسلمانانو خپلو کې اخته کولو لپاره د ښکېلاک له لوري فتوا اخيستلو ته لار هواروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور