کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٥): د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي د ١٦ ورځني کمپاين موخه دا ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ذهنيت جوړونه وشي او په اړه يې اړين تدابير ونيول شي.
دغه څرګندونې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان د ياد کمپاين په وروستۍ ورځ کابل کې وکړې.
ده وويل، تردې کمپاين وروسته پر ښځو د تاوتريخوالي په وړاندې عملي اقدامات پيلېږي.
ده زياته کړه، د ښځو احترام زموږ شرعي مکلفيت دى، دا چې موږ د ښځو درنښت کوو، بايد پر ښځو احسان ونه کړو.
د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق وويل، د دې کمپاين پرمهال د تاوتريخوالي د څرنګوالي او د مخنيوي په اړه يې له اړوندو ادارو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره خبرې وشوې، ترڅو د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه يې اړينې تګلارې جوړ شي.
د هغه په وينا، ښځي د نارينه وو په څېر د زده کړو، لوړو زده کړو، په سياست کې د ګډون، کار او مالکيت حق لري، نو پر ټولو لازمه ده چې د تاوتريخوالي پر ځاى د ښځو احترام وکړي.
د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري وويل، ٨٩ سلنه ښځې په خپل ژوند کې يو ځل او ٦٢ سلنه څو ځلې له تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي، دغه راز پر ٥٩ سلنه نجونو اجباري ودونه تپل کېږي او ٥٧ سلنه له شپاړس کلنۍ څخه په کم عمر کې ودېږي.
نوموړې زياته کړه، د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه ځينې کارونه ترسره شوي دي، لکه د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون، د ښځو ځورولو د مخنيوي مقرره، د تاوتريخوالي د منعې عالي کميسيون، د ښځو د تاوتريخوالي ملي ستراتيژي تصويب او جوړې شوې او د اجرا په حال کې دي؛ دغه راز د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه په کابينه کې د جنډر کمېټه جوړه شوې ده.
د هغې په خبره، وزارت يې د تاوتريخوالي د مخنيوي پنځه کلنه سراتيژي جوړه کړې او همداراز په ابتدايه، استيناف او تمييز محکمونو کې د ښځو په وړاندې د مخنيوي ځانګړې څانګې جوړې شوې دي. دغه راز د کابل په زندانونو کې د ښځينه بنديانو قضيو ته د لاسرسي کمېټه جوړه شوې ده.
د بشر حقونو د کميسيون کمېشنرې قدريې يزدان پرست بيا وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې په اړه يواځې خبرې شوې، خو غوښتنه يې دا ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










