کندوز(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥): د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د وسله والو غلاوو له ډېر والي اندېښنه څرګندوي.
د دوى په خبره، په تېرو څو ورځو کې د کندوز ښار په چوک کې څو تنه د ناپېژانده کسانو له لوري ټپيان شوي او پيسې يې ترې غلا کړې دي.
د کندوز يوه اوسېدونکي ذبيح الله مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د کندوز ښار په درې ساحو کې وسله والې غلاوې شوې چې له امله يې د ولايت اوسېدنکي سخت اندېښمن دي.
هغه زياته کړه چې دوه ورځې وړاندې يوه صراف غوښتل چې کومې څلور لارې ته نږدې ٣٠ زره ډالر بانګ ته يوسي، خو د لارې په اوږدو کې د نا پېژندانه وسله والو له لوري ټپي شوي او پيسې يې تر وتښتولې.
د کندوز دې اوسېدونکې زياته کړه:((په اوړي کې د طالبانو له لاسه ښۀ ورځ نه لرو، په ژمي کې چې جګړې کمې شي، وسله وال غله ډېرېږي، له دولت څخه غواړو چې د غلو او وسله والو لار شکوونکو مخنيوى وکړي.))
د کندوز ښار يوه بل اوسېدونکي رحمت هم په کندوز ښار کې د وسله والو غلو په اړه اندېښنه وښوده.
هغه وويل چې وسله والو لار شکوونکو څو ورځې وړاندې د کندوز ښار په چوک کې د يوه درملتون ټول درمل غلا کړل او دوه ورځې وړاندې د يوه صراف پيسې يې وتښتولې.
خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ وويل چې د تېرو څو ورځو د وسله والو غلو په تړاو يې درې کسان نيولي ، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې يې د وسله والو غلو يوه ډله چې په ښار کې يې غلاوې کولې، امنيتي ځواکونو يې درې غړي نيولي دي. نوموړي وويل:((د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوم چې د غلو او کوڅه ډبو مخنيوى کوو او هڅه کوو چې امنيت په بشپړ ډول ونيسو))
په کندوز ښار کې وسله والې غلاوې په داسې حال کې ډېرې شوې چې ددغه ولايت د اوسېدونکو په خبره، د دولت پر وسله والو مخالفينو سربېره، د غير مسوولو وسله والو ډلو شتون هم د کندوز امنيت ته ستر ګواښ دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










