شبرغان (پژواک،٢٣ليندۍ ٩٥):جوزجان کې يو شمېر مدني فعالان وايي چې دې ولايت کې د روږدو ښځو شمېر مخ په زياتېدو دى او ان ځينې وختونه يادې ښځې د نشه يي توکو موندلو لپاره بدلمنۍ ته مخه کوي .
شبرغان ښار کې مدني فعال صدرالدين وويل چې ښار کې د روږدو ښځو شمېر زيات شوى، دا چې هغوى له ځوانو روږدو هلکانو سره يوځاى دي او د نشه يي توکو ترلاسه کولو لپاره بدلمنۍ ته مخه کوي.
نوموړي زياته کړه چې دا ښځې يوازې د شبرغان ښار کورنيو اړوند نه دي، بلکې له نورو ولايتونو څخه دلته راوړل کېږي او که يادو ښځو ته جدي پاملرنه ونه شي، د روږدتيا ناسم او منفي فرهنګ ته به ډېرې ښځې مخه کړي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل :" په نشو د ښځو روږدي کېدل کولى شي چې نورو زيات شمېر ښځو ته منفي پايلې له ځان سره ولري."
يو بل مدني فعال حاجي عليشېرانتظار وويل چې د روږدتيا پديده له لږ مودې راهيسې د جوزجان ولايت ښځو ترمنځ دود شوې ده.
د انتظار په وينا،اړوند مسوولين بايد په دې برخه کې اړين ګامونه پورته کړي څو دې ناسم فرهنګ ته نورې ښځې مخه نه کړي.
نوموړي زياته کړه چې جوزجان کې دې کار مخينه نه درلوده چې يوه ښځه دې په عام محضر کې له نشه يي توکو څخه استفاده وکړي، خو له يوې مودې راهيسې دا فرهنګ ټولنې ته لار پرانېستې ده او دا ډول ښځې نامشروع کړنو ته لاس اچوي او د نشه توکو پيسو ترلاسه کولو لپاره بدلمني کوي او يو شمېر نورو روږدو کسانو سره زناکوي.
د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د بشرحقونو سازمان رييسې مېرمن مغفرت صميمي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل :" دا موضوع موږ اود جوزجان ولايت اوسېدونکو لپاره د اندېښنې وړ ده، له څه مودې راهيسې روږدې ښځې له روږدو هلکانو سره د ښار شاوخوا سيمو کې يوځاى ناسته ولاړه کوي او په عام محضر کې له نشه يي توکوڅخه استفاده کوي."
مېرمن صميمي د چارو له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې ددې چارې مخنيوي لپاره دې دحل لار ومومي او روږدې ښځې دې د ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټولې، يو ځانګړي ځاى کې دې تر درملنې لاندې ونيسي او کورنيو ته دې وسپاري.
هغې ګواښ وکړ چې که د يادې ستونزې مخه ونه نيول شي، په دې روږدتيا به يو شمېر نورې کورنۍ هم اخته شي.
د جوزجان والي وياند محمد رضا غفوري د يادې موضوع په تاييد سره وويل چې اړوند مسوولينو په دې تړاو اړين ګامونه پورته کړي او يو شمېر يادې ښځې يې له ښار څخه راغونډې کړې دي.
نوموړي هم د ښځو په منځ کې د يادې پديدې زياتېدل د اندېښنې وړ وبلل او زياته يې کړه چې د امکان تر بريده، د روږدو کسانو درملنې پنځوس بستريز روغتون مسوولينو په دې برخه کې ګامونه اخيستي دي.
غفوري وويل :" سره له دې چې ولايت مقام د ټولو معتادينو د ستونزې هوارۍ لپاره کافي امکانات په واک کې نه لري، خو د يادې ستونزې پرحل کار روان دى، موږ په پام کې لرو چې د نارينو او ښځواعتياد ستونزې له منځه وړلو لپاره د مرکزي حکومت له چارواکو سره په هوکړه اړين ګامونه پورته کړو."
٤٥کلنه روږدې حليمه چې د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وايي :" لومړى مې له نشه يي توکو څخه د وضعيت بدلولو او بوختيا لپاره ګټه اخيستله ، خو د وخت په تېرېدو پرې روږدې شوم او اوسمهال له ترياکو، پوډرو او شيشې څخه استفاده کوم."
په نشه يي توکو يادې روږدې ښځې په دې اړه چې څرنګه نشه يي توکي ترلاسه کوي؟ وويل د اقچې په بازار او بېلابېلو سيمو کې ډول ډول نشه يي توکو پلورل کېږي او کله يې ګاونډيان ورته مواد برابروي.
يادې ښځې په داسې حال کې چې په دې عمل پښيمانه ده، وويل:" څومره پيسې مې چې موندلې پوډر او شيشه مى پرې اخيستل، د وخت په تېرېدو خلک را څخه په تېښته شول اوس مې پرېکړه کړې چې د ځان درملنه وکړم، کوڅو او بازارونو کې له تګ را تګ څخه لاس په سرشم."
نوموړې چې له پنځلس ورځو راهيسې تر درملنې لاندې ده او څه ناڅه ځان ارامه او راحت احساسوي، زياته يې کړه:" روږدتيا د انسان د ځان بلا ده، نه يوازې د روږدي کس روغتيا او سلامتيا ته زيان رسوي، بلکې پت او عزت يې هم تباه کېږي."
حليمې ددې مطلب په څرګندولو سره چې کله روغه شوه، نورې روږدې ښځې به هم وهڅوي څو ځانونه له بدنامۍ څخه وژغوري، زياته يې کړه :" د ښار په ګوټ ګوټ کې ګرځم، روږدې ښځې او نارينه هڅوم څو ددرملنې مرکز ته لاړ شي او بېرته خپله روغتيا ترلاسه کړي."
د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستريز روغتون مسوول ډاکټرعبدالغفار خوشيوال وويل چې جوزجان ولايت کې د روان کال له پيل څخه تراوسه څه باندې دوه سوه روږدې ښځې درملنه شوې دي او دامهال هم ١٨ ښځې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، ځينې ښځې چې له شبرغان ښارڅخه راغونډې شوې وې او دې مرکز کې يې درملنه وشوه، د ناڅرګندو لاملونو له امله بېرته روږدې شوې دي او اوس هم د شبرغان ښار ځينوناحيو کې روږدې ښځې ترسترګو کېږي؛ خو ډيرى يې اقچه ولسوالۍ کې دي چې له نارينه معتادينو سره يوځاى، له نشه يي توکو څخه استفاده کوي.
نوموړي وويل چې تر اوسه جوزجان ولايت کې د روږدو ښځو د کره شمېرو ترلاسه کولو په برخه کې کار نه دى شوى.
دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري د خپرو شوو شمېرو پربنسټ، دمګړۍ هېواد کې په نشه يي توکو روږدي درې نيم ميليونه کسان شتون لري چې ٢،٩ سلنه يې ښځې جوړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










