کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي، حکومت د بیان ازادۍ له ارزښتونو څخه ملاتړ ته ژمن دی او د رسنیو له ازاد فعالیت څخه په هر ډول شرایطو کې ملاتړ کوي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې مخکې د ځينو رسنیو له لویو مدیرانو او استازو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په کتنه کې غني د امنیتي وضعیت، د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې د افغانستان د حکومت د لاسته راوړنو، بهرني سیاست، د نړيوالو مرستو د جلب او د کورنیو پانګونو په اړه معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې ولسمشر دغه راز ويلي، د روان کال د ژمي درې میاشتې ښه فرصت دی چې له تېرو تجربو څخه په استفادې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت جوړونې او تجهیز په موخه په راتلونکو اصلاحاتو او پلانونو کار ترسره شي.
هغه د سیمه ییزې همکارۍ نوي فصل ته اشاره وکړه، ويې ویل، د اقینې د اورګاډي پټلۍ، د ورېښمو لار او چابهار بندر بیارغونې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو زمینه برابره کړې ده او دا هڅې د لا زیاتو لارو د تامین په خاطر روانې دي.
ده زياته کړه، مرکزي اسیا د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري، حکومت هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې کړي.
د نوموړي په وينا، دا مهال د افغانستان د خلکو او دولت څخه د ملاتړ یوه قوي بین المللي اجماع رامنځته شوې ده، اوس د دې اړتیا ده چې په کور دننه هم سیاسي اجماع رامنځته شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې اشرف غني په بېلا بېلو برخو کې د یو شمېر رسنیو د لویو مدیرانو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










