منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جامعه عمر د جوړولو قراردادیان: د کارونو له درکه مو پر حکومت یونیم میلیون ډالر پاتې دي

پژواک خبري اژانس
· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په کندهار کې د عمر جامع جومات د جوړولو قراردادیان او کارکوونکي وايي، د دغه جومات کارونه دوه نیم کاله مخکې بشپړ شوي، خو تر اوسه د دوی پیسې نه دي ورکړل شوي.

هغوی ادعا کوي چې حکومت یې له دې درکه یو نیم میلیون ډالر پوروړی دی، خو تر دې مهاله یې په ورکولو نه دی توانېدلی.

دوی وايي، که ولایتي اداره یې غږ وانه وري، نو اړ دي چې مرکز ته ولاړ شي او خپله ستونزه مخامخ له ولسمشر سره شریکه کړي.

له دې ډلې یو هم د ایوبي په نوم د یوه ودانیز شرکت مسوول دی، چې د جومات د نجارۍ او رنګولو چارې یې تر سره کړې دي.

ایوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه نیم کاله وړاندې يې د جومات د دروازو او کړکيو د جوړولو او د جومات د ودانۍ د رنګولو چارې بشپړې کړې، خو تر اوسه د دوى پیسې نه دي ورکړل شوي.

دی وايي، دغه کارونه یې په ډېره ټیټه بیه خو په لوړ کیفیت د دې لپار کړي، چې دا د هېواد په کچه تر ټولو لوی جومات دی او په ټول هېواد پورې اړه لري.

د ده په خبره، له دې درکه یې اوس پر حکومت ۱۵ میلیونه افغانۍ پاتې دي، خو نه دي ورکړل شوي.

دی وايي، پوره دوه نیم کاله یې انتظار کړی، د ستونزې د حل لپاره کندهار ښاروالۍ او ولایتي ادارې ته ورغلی، خو هغوی یواځې د پیسو د ورکولو تشې ژمنې کړي، خو عملاً یې هیڅ هم نه دي کړي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هغوی پیسې دې ورکړای شي، که یې دلته ستونزه حل نه شي، مجبور دي مرکز کابل ته لاړ شي او خپله ستونزه له ولسمشر سره مخامخ شریکه کړي.

د  عمر جامع جومات یو بل قرار دادي د نبي نیازي شرکت دی چې په جومات کې د فرش هوارولو چارې یې پر غاړه لرلې.

په خپله نبي نیازي پژواک اژانس ته وویل، حکومت یې له دې درکه ۴ میلیونه او ۳۲۵زره افغانۍ قرضدار دی.

دی وايي، څو ځلې د پیسو د ورکولو وعدې ورسره شوې، خو ورکړل شوې نه دي.

د دغه جومات د جوړولو ګڼو نورو قراردادیانو او کارکوونکو هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په بېلابېلو برخو کې ورسپارل شوي کارونه يې په ښه توګه تر سره کړي، خو پیسې نه دي ورکړل شوي چې ټولټال یو نیم میلیون ډالر کېږي.

دوی وايي، کارګر ورڅخه پیسې غواړي، خو دوی پیسې نه لري چې هغوی ته يې ورکړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د عمر جامع جومات اړوند قراردادونه د ماليې وزارت، ښاري پراختیا وزارت او افغان ساختماني شرکت تر منځ شوي دي.

هغه زیاته کړه، څو ځلې دغه موضوع د ولایتي ادارې د وړاندیز له مخې د کندهار ښاروالۍ له خوا له مرکزي ادارې سره شریکه شوې، خو تر اوسه یې په اړه اقدام نه دی شوی.

دی وايي، د مرکزي ادارې د موندنو له مخې، د دې لويې پروژې په قراردادونو کې تېروتنې شوې چې باید اصلاح شي.

خو ده ډاډ ورکړ چې مرکزي ادارې ورسره ژمنه کړې چې په نوي مالي کال کې به هم د قراردادیانو او کارکوونکو پیسې ورکړل شي او هم به د جومات پاتې کارونه بېرته پیل شي.

په دې اړه مو د کندهار ښاروالۍ د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو بریالى نه شو.

دغه پروژه د جومات تر څنګ دوه نورې برخې د ديني زده کړو دارالعلوم او مارکېټ لري، چې اوسمهال يې يواځې د جومات کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

دغه جومات دوه نیم کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په وروستیو کې پرانېستل شو.

دغه جومات په درې پوړه کې د ٤ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوى، چې پر يوه وخت په کې ١٤زره کسان لمونځ کولى شي.

پر دغې پروژې ټولټال ١٨ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د جومات لپاره پیسې د پخواني ولسمشر کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوې دي.

جامعه عمر چې اوس ورته د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې ۱۶ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوى و، چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.

د دويم ځل لپاره د دغو جومات د جوړولو چارې د ١٣٨٩ کال د غويي په ٢٨مه پيل شوې، ولې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له ځنډ سره مخامخ شوې.

د درېيم ځل لپاره د حضرت عمر فاروق(رض) په نوم د دغه لوى جامع جومات د جوړولو چارې درې کاله وړاندې د کندهار ښاروالۍ له لوري بيا پيل شوې.

د هېواد د ښاري پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، د حضرت عمر فاروق جامع په درې جريبه ځمکه کې د ٣ پوړو په لرلو سره د ١٨ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښټ جوړېږي، چې د کندهار ښاروالۍ، کندهار مېشتو سوداګرو او د حکومت له ځانګړې بوديجې ورکول کېږي.

د جومات يوه برخه د نارينه لمونځ کوونکو لپاره او بله برخه به يې د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې وي او دغه مسجد به په ډېر پرمختللي او عصري سيسټم جوړېږي، ١٥٠ عصري تشنابونه به لري، ٤ لوړې منارې او هره مناره به د ليفټ سيسټم لري، ګومبزه به يې له مسو جوړه وي، دېوالونه او فرش به يې په مرمرو پوښلي وي، په انټرنيټ او مډرنو وسايلو به سمبال وي.

د يادونې ده چې د حضرت عمر فاروق جومات (جامعه عمر) اوس په هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې په کې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو له خوا وسوځول شوه او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې و.

د طالبانو له راتګ سره سم د نوموړې سينما پر ځمکه د يوې لويې جامع او مدرسې کار پيل شو، چې د عمر جامع په نوم ونومول شوه.

هغه مهالد جامع د رغونې کار يوې پاکستانۍ خيريه ادارې الرشيد ټرسټ پر غاړه واخيست او ويل کېدل، چې په ټول هېواد کې به يوه وتلې او ستره جامعه (دار العلوم) وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور