کندهار (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٥): د کندهار د ولایتي شورا رييس په کندهار پریس کلب کې د خبریالانو په اعتراضیه غونډه کې ګډون وکړ او له یوه خبریال سره د شوي ناسم چلند له امله یې بخښنه وغوښته.
د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال، نن سهار په یوه غونډه کې د شمشاد راډیو ټلوېزیون خبریال احمد لودین ته له دې امله سپکې سپورې وویلې، چې ګواکې خبریالان ورپسې په ټولنیزه مېډیا (فېسبوک) کې توهین ډوله خبرې لیکي او د ده توهین کوي.
په دې اړه د اعتراض په توګه په کندهار پریس کلب کې غونډه جوړه شوې وه، چې په خپله د ولایتي شورا رييس هم په کې ګډون وکړ.
احمد لودین پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د کندهار د ولایتي شورا رييس حاجي سید جان خاکرېزوال په یوه لويه غونډه کې چې د بېلابېلو ولایتونو مشرانو په کې ګډون درلود، سپکې سپورې راته وویلې، د ناموس ښکنځل یې راته وکړل او ویې ګواښلم.))
ده زیاته کړه، د ولایتي شورا رييس په دې غوسه و چې ولې په فېسبوک کې منفي تبلیغات ورپسې کېږي.
د نوموړي په وینا، دغه ناسم چلند په داسې حال کې ورسره شوی، چې کله یې هم د ژورنالیزم له اصولو پښه نه ده اړولې او نه یې هم په چا پسې منفي خبرې کړې دي.
ده یادونه وکړه چې د ولایتي شورا رييس په دې کړنه د ټولو خبریالانو توهین کړی دی.
د ده په خبره، که کوم ژورنالیست د ټاکل شوو اصولو خلاف کار کړی وي، نو باید قانون ته مراجعه وشي، نه دا چې څوک یې توهین وکړي او یا یې وګواښي.
لودین دغه کړنه د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې وګڼله او ویې ویل، دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې دې له خبریالانو سره داسې کړنه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم خبریالان ګواښل شوي، سپکاوی یې شوی، خو زغم یې کړی دی.
په کندهار کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوول سمېع غیرتمل وویل، له بده مرغه کندهار له هغو ولایتونو دی چې د خبریالانو کار او ژوند په کې له ګواښونو سره مخامخ دی.
خو هغه یادونه کړه چې دغه ګواښونه تر ډېره بریده په دولتي چوکاټ کې د ځینو چارواکو او زورورو له خوا دي.
ده زیاته کړه: ((په کندهار کې خبریالان د سر په سودا کار کوي، موږ د چا ستاینه نه غواړو، خو په هیڅ توګه خپل سپکاوی هم نه شو زغملای.))
login or register a new account.