منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پژواک خبري اژانس د لوبو په برخه کې د کال غوره جايزه تر لاسه کړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون له خوا د پژواک خبري اژانس په ګډون د ورزش غوره جايزو ګټونکو ته د لوبو په برخه کې د ښه کار کولو غوره جايزې ورکړل شوې.

د افغانستان د ورزش غوره جايزو د لړۍ سيالي د ليندۍ په ١١مه پيل شوې وه او په شلمه پاى ته ورسېده، چې نن يې په کابل کې ګټونکو ته جايزې ورکړل شوې.

دا سيالي په انلاين ډول رايه ورکوونکو ته وړاندې شوې وه، ترڅو د خپلې خوښې وړ نوماندو ته رايې ورکړي.

په دې اړه په کابل کې جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون مشر ساير ځلاند وويل،  په دې بهير کې هر چا کولى شول، چې زيات نه په دوو څانګو کې د خپلو کاري اسنادو، لاسته راوړنو او د اړوندې ادارې تاييد ليک په وړاندې کولو سره د جايزو لپاره خپله اداره او يا ځان کانديد کړي.

هغه زياته کړه چې دغه فدراسيون د دې لپاره جوړ شوى، چې د لوبغاړو لپاره اسانتياوې رامنځ ته کړي او کار ورته وکړي، ځکه افغان لوبغاړو خپلو هېوادوالو ته ډېرې خوښۍ راوړي او اتلولۍ يې خپلې کړې دي.

ده زياته کړه، د افغانستان د لوبو د غوره جايزو موخه دا ده ، هغه ادارې او کسان چې د لوبو لپاره کار کوي، وهڅول شي.

د کال غوره ورزشي وېبپاڼې پژواک خبري اژانس، غوره روزونکي رييس احمدزي، غوره لوبغاړي نبي عيس خېل، غوره خبريال مطيع الله عابد، غوره تپصره کوونکي ابراهيم مومند،  غوره ورزشي انځور اخيستونکي سيد حسرت سادات، غوره ورزشي ادارې فوټبال فدراسيون، د ورزش له لارې د خلکو ژوند بدلوونکي محمد يوسف کارګر، غوره ورزشي شخصيت حامد شينواري، غوره تلوېزوني خبريال فيروز مشعوف، غوره راډيويي خبريال صبغت الله عاطف، په چاپيز او انلاين برخه کې غوره ورزشي ليکوال ببرک يوسفزي، په ټولنيزو رسنيو کې غوره ورزشي څېړونکي علي عسکر لالي، غوره ورزشي منتقد ظاهر نوري،  غوره تلوېزوني وياند امان الله قيصاري، غوره ورزش هڅوونکي امين خاطر، د ازادو مبارزو غوره لوبغاړي احمد ولي هوتک، ځوان ورزشي خبريال سميع الله پام، د ښو اخلاقو لرونکي خبريال مرتضى دانش، د مسلکي ورزش راپور ورکولو خبريال مير صديقي، غوره سيمه ييز ورزشي کلپ ننګرهار کرکټ اکاډمي او د فدراسيون د فعاليتونو غوره خبريال احمد شعيب دوست ته جايزې ورکړل شوې.

د دغو سياليو په لړ کې پژواک خبري اژانس ته د لوبو په برخه کې د غوره وېبپاڼې جايزه ورکړل شوه.

دغه جايزه د پژواک خبري اژانس په استازيتوب د دې اژانس د ډېټا ژورناليزم د څانګې مسوول او اېډېټر عبدالقدير منصف تر لاسه کړه.

هغه د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون له خوا د يادې سيالۍ تر سره کول ښه ابتکار وباله او ويې ويل، د دا ډول سياليو په تر سره کولو سره لوبغاړي او نور هغه کسان او ادارې ډېر کار کولو ته هڅول کېږي، چې د لوبو په برخه کې فعاليت لري.

ده وويل چې د لوبو په اړه د راپورونو خپرول، د پژواک خبري اژانس د فعاليتونو يوه برخه ده.

هغه وايي چې پژواک په سياسي، امنيتي، اقتصادي او نورو برخو کې د کره، په وخت او بې پرې خبرونو ترڅنګ تحليلي او څېړنيز راپورونه خپروي او تل به د خپلو خلکو په خدمت کې وي.

 پژواک په خپل ١٣ کلن مسلکي مزل کې په ملي او نړيواله کچه ډېرې جايزې تر لاسه کړې دي. 

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون مشر په نننۍ ناسته کې وويل چې په ځينو ورزشي ادارو کې دوه مخى او سياسي چلند کېږي، چې بايد مخه يې ونيول شي، ځکه چې که په ورزشي برخه کې د ناانډوليو او ستونزو مخه ونه نيول شي، نو تر لاسه شوې اتلولۍ  به مو پيکه شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ياد فدراسيون کار او هڅې وستايلې او هغه يې د ورزش د پرمختګ په لاره کې غوره ګام وباله.

ده وويل، ملي شورا په تېره بيا مشرانو جرګه به د ورزش په برخه کې شته ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي او دوى د لوبغاړو ملاتړ کوي.

د ولسي جرګي غړي عبدالقادر ځاځي هم يادې سيالۍ يو ښه نوښت وباله او پر حکومت يې غږ وکړ چې ورزش بايد سياسي او قومي بڼه پيدا نه کړي.

نوموړي د کرکټ له نوي مشره عاطف مشعل څخه هيله وکړه، چې د کرکټ د لوبغاړو شکايتونو ته رسيدګي وکړي او حل يې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور