منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د علامه فيضاني په علمي کنفرانس کې په سوله کې د خلکو د رول پر اهميت ټينګار وشو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٥): کارپوهان او عالمان وايي، د سولې په لړۍ کې د خلکو رول ډېر کمزورى دى او په دا ډول وضعيت سره به حکومت هېڅکله هم سولې ته ونه رسيږي.

دوى زياتوي، که حکومت چېرې د سولې راوړلو لپاره اراده لري، نو بايد د سولې لړۍ له نورو هېوادونو نه، بلکې د هېواد له کليو او ولسواليو پيل کړي او د خلکو رول په کې لا زيات کړي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وياند او د پوهنتون استاد مسعود ترشتوال په هغې علمي ناسته کې چې د مولانا فيضاني د شخصيت په اړه په کابل کې ترسره شوه، سوله د افغانانو لپاره يو اړين کار وباله او ويې ويل، هېوادوال د سولې غوښتونکي دي، خو د تېرو څو کلونو ټول ارزښتونه بايد په کې وساتل شي.

هغه زياته کړه، خلک داسې سوله غواړي چې راتلونکى يې په کې تضمين وي او دوى په کې ګډون ولري.

نوموړي د سولې په پروسه کې د خلکو رول کمزورى وباله او ويې ويل، خلک د سولې خبرو اترو له پيل راهيسې د سولې لړۍ له اساسي محور لرې ساتل شوي او ترڅو چې په دغه پروسه کې د خلکو رول ثابت نه شي، سوله راوستل به ډېر ستونزمن وي.

هغه زياته کړه: "نن چې د سولې په نوم څه روان دي، هېڅوک پرې نه پوهېږي، يوه ورځ يو لورى مخالفت کوي، بله ورځ بل لورى او په دا ډول وضعيت سره په ډېره ستونزمنه وي چې په هېواد کې سوله ټينګه شي."

د علامه فيضاني اصلاحي نهضت مشر معتصم بالله مذهبي هم د سولي پر ولسي کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، له وسله والو طالبانو سره د دولت د سولې خبرې اترې، له هيلو سربېره نامعلومې او اندېښنه رامنځته کوونکې دي.

د هغه په وينا، افغانستان کې هغه مهال سوله شونې ده، چې د ټولنې ټول قشرونه يو بل ته لاس ورکړي او نفاق يوه لوري ته کړي.

نوموړى د حکومت له لوري د سولې پر لړۍ باوري نه دى او په دې اړه يې د حکومت اراده کمزورې وبلله او ويې ويل، ترڅو چې حکومت د سولې په خبرو کې د خلکو رول ته لومړيتوب ورنه کړي او دغه لړۍ له کليو او ولسواليو پيل نه کړي؛ هېڅکله به هم سولې ته ونه رسيږي.

مذهبي زياته کړه، علامه فيضاني د خپل ژوند په اوږدو کې د سولې او يووالي لپاره ډېره مبارزه وکړه، څو افغانان وکولى شي چې سوکاله ژوند ولري او له دغه لار کې يې خپل ژوند ورکړ.

ورته مهال يوه بل ديني عالم قاضي رفيع مخلص هم وويل، علامه فيضاني هغه شخص و چې اسلام دين يې خلکو ته په څرګند ډول تبليغاوه او يو غوره اصلاح کوونکى او دعوتګر و.

علامه محمد عطاءالله فيضاني په ١٣٠٢ لمريز کال په هرات کې وزېږېد او په ١٣٥٧ کال کې بيا د کابل په پلچرخي زندان کې ووژل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور